• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان عیسویان د امریکا څخه د ایستلو د نېټې په نژدې کېدو د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲ سوه زره افغان کډوالو کې هغه ۳۰۰ افغان عیسویان هم د موقت اوسېدو لپاره امریکا ته ولاړل، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. ددغه کډوالو سرنویشت اوس نا معلوم دی.

یوې امریکایي رسنۍ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) ویلي، چې په امریکا کې اوس مهال دغه افغان عیسویان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان عیسویانو رسنيو ته ویلي، که د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې پاته شوي وايی، نو د عقيدې (ایمان) له مخې یې ژوند له خطر سره مخ کېده.

د امریکا مذهبي مشرانو ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزيرې کريسټي ته په یوه لیک د افغان عیسویانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې.

په لیک کې ویل شوي: «زموږ د کډوالۍ په سیسټم کې قانوني اصلاحات شروع دي، د هغو کسانو بشري پارولو موقف باید وساتل شي، چې له خطر سره مخ دي: لکه افغان عیسویان او مسلمانې کورنۍ که افغانستان ته واستول شي له مرګ سره مخ کيږي. مذهبې ازادي د امریکا د هڅو یوه برخه ده.»

په خبر کې ویل شوي، چې طالبان له عیسویانو په اړه ناسم فکر لري او دغه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پر ۱۰۱ روسي کښتیو بندیز؛ برېټانیا وايي، د روسیې د جګړې ماشین دروو

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د برېټانیا حکومت د روسیې پر وړاندې ترټولو ستر بندیز اعلان کړ. دغه بندیز د روسیې د تېلو لېږدونکې ۱۰۱ کښتۍ په نښه کوي.

د برېټانیا حکومت وايي چې دا کښتۍ د روسیې د «پټو بېړیو» برخه ده. برېټانیا زیاتوي چې دغو کښتیو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تر ۲۴ مېلیارد ډالرو ډېر توکي لېږدولي دي. همداراز پر یوې بلې کښتۍ، څو روسي وګړو او شرکتونو هم بندیزونه ولګول شول.

د کېیف اېنډېپېنډېنټ د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د دغو بندیزونو موخه د روسیې د تېلو عوایدو مخه نیول دي، ترڅو دغه هېواد ونه شي کولای له دې عوایدو څخه د اوکراین د جګړې د دوام لپاره کار واخلي.

د برېټانیا لومړي وزیر کېر سټارمر وویل:«روسیه زموږ امنیت ته ګواښ دی. موږ غواړو د هغې پټ د تېلو لېږدونکو پټې کښتۍ له منځه یوسو او د جګړې ماشین یې د تېلو له پیسو څخه محروم کړو.»

دا پرېکړه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده. ویل کېږي په دې غونډه کې د ناټو ۱۰ اروپايي غړو هېوادونو ګډون درلود.

همداراز، دغو ۱۰ اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې چې له اوکراین سره خپله همکاري زیاته کړي، اوکرایني سرتیري وروزي او د جګړې د تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.

چین او پاکستان د طالبانو سره ګډه غونډه کوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره ولیدل. سرچینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په کابل کې په خپله لومړۍ رسمي لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل.

هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ټاکل شوې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۰مه د چین او پاکستان د استازو او د طالبانو د چارواکو په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

سرچینو د« افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د کابل درې اړخیزه غونډه» په اړه ویلي، چې تمه کیږي په دې ناسته کې به د سیمه ییزو مسلو، سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو همکاریو او امنیتي مسلو په اړه بحث وشي.

که څه هم هیڅ یوې خوا په رسمي ډول د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو د محمد صادق سفر او د چینایي استازي سره د هغه لیدنه د دې غونډې لپاره د چمتووالي نښه ګڼل کیږي.

پاکستان او چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو د طالبانو په وړاندې د دواړو هیوادونو چلندونه بېل دي.

په تیرو څلورو کلونو کې چین، د پاکستان برعکس له طالبانو سره ډیر باثباته او نږدې اړیکې درلودلي، د طالبانو سفیر یې ومانه او د افغانستان له واکمنانو سره یې فعالې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي دي.

برعکس پاکستان، چې تمه کېده واک ته له رسېدو وروسته به له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري، په دوامداره توګه یې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ او پناه ورکولو تورنه کړې ده.

هغه ادعا، چې طالبانو په وار وار رد کړې ده.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو ډېپلوماټانو ته خبر ورکړی چې ځانونه خوندي کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ که څه هم په خپله تازه خبرتیا کې پر خپلو ډېپلوماټانو د تګ راتګ محدودیتونه ليري کړي؛ خو له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپل ځانونه خوندي کړي. سفارت له خپلو ډېپلوماټانو غوښتنه کړې، چې خپلې چارې له خوندي ځايونو تر سره کړي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې تازه خبرتيا کې له خپلو ډېپلوماټانو او کارکوونکو غوښتي، چې که د باندې وتل خوندي نه وي، په خپلو ځایونو کې باید پاتې شي.

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ پر خپلو کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه هم ليرې کړي دي.

په خبرتیا کې له امريکايي وګړو غوښتنه شوې: «امریکایي وګړي باید هوښيار پاتې شي. که د تاوتریخوالي په سيمه کې ياست، نو باید هغه ځای پرېږدئ او خوندي سیمو ته ولاړ شئ.»

قونسلګرۍ دا هم ویلي، چې امریکايي ډېپلوماټيکې ادارې کولی شي خپلې چارې د امنيتي حالاتو له مخې تنظيم کړي.

د هند او پاکستان تر ترينګلتیا وروسته ډېرو هېوادونو خپلو ډېپلوماټيکو ادارو او کارکوونکو ته په ډهلي او اسلام اباد کې د خوندي ساتلو سپارښتنې کړي او یو شمېر هېوادونو خپل ډېپلوماټان ایستلي هم دي.

امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ته موافقه وکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د تسنیم نیمه رسمي خبري اژانس د جمعې په ورځ د ایران د پلاوي د یوه غړي په حواله راپور ورکړی چې ایران موافقه کړې چې د یکشنبې په ورځ په عمان کې له متحده ایالاتو سره د غیر مستقیم اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړي.

یوې سرچینې چې د دغه خبرو اترو په اړه معلومات لري، العربیه انګلیسي ته وویل چې دوی تمه لري چې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو لپاره عمان ته سفر وکړي.

د خبرو اترو وروستی پړاو، چې په پیل کې د می په دریمه نیټه په روم کې ټاکل شوی و، وځنډول شو، ددغه ځنډ لامل د منځګړي عمان لخوا "لوژستیکي دلایل" په ګوته شول.

تسنیم د ایران د پلاوي د یوه غړي له خولې وویل: "د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د عمان د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیز وروسته، تهران خپله موافقه اعلان کړه."

"په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو پای ته رسیدلی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه یې امریکا وایستله، ګواښ کړی چې که د هغه له ادارې سره د اوږدې مودې شخړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شي، نو پر ایران به بمباري وکړي.

یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې د لوګر میس عینک کان قراردادي شرکت "ایم سي سي" د دغه وزارت کارمندانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتي خدماتو او ټېکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکوي.

د دغه وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له مشر وانګ جیکینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي او یاد وزارت هم غواړي، چې مصنوعي ځیرکتیا وکاروي.

دغه وزارت د ایم سي سي کمپنۍ د مشر له قوله ویلي، چې د میس عینک کان د مدیریت د ښه کولو له‌پاره افغان کدرونه یې چین ته استولي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د روزنې ترڅنګ د کانونو د فعالیتونو مدیریت او پرمختګ چټک کړي.

همدارنګه په خپره شوي خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړندۍ کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ظرفیتونو په رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو سره د افغان کدرونو وړتیاوې لوړې کړي.