پاکستان په یوه ورځ د تورخم له لارې له ۷۰۰ څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري اېستلي

له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام؛ دغه هېواد نن ۷۳۰ افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام؛ دغه هېواد نن ۷۳۰ افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پښتونخوا صوبي د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، د شنبې په ورځ یې د تورخم له لارې د د ښځو او ماشومانو په کډون د افغان سټیزن کارټ لرونکي او ناقانونه ۷۳۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.
همدا راز د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.
دغه کمېټې له پاکستان او ایران څخه د ډیریو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره کتلي دي. وانګ جي چینګ وايي، د مس عینک پروژې په اړه په ګڼو برخو کې پرمختګ شوی او دوی چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پرمخ یوسي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ (د غویی ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اېکسپاڼه د ملابرادر له قوله لیکلي، چې طالبانو قراردادي شرکت ته د پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره لازمې اسنتیاوې برابرې کړې دي.
ملا برادر له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.
طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د امسيسي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د مس عنیک پروژې په پرمخ بیولو کې د طالبانو همکاري ستایلې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ددې ډلې په روانه واکمنۍ کې د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټُنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او پاکستان د ځانګړو استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې چې د دغې ډلې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به کابل کې ترسره شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د چین ځانګړي استازي شیایونګ او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په ننۍ ناسته کې د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او د راتلونکي شپږمې ناستې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبري وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین ځانګړو استازو هوکړه کړې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به د کابل په کوربهتوب ترسره شي، خو د یادې ناستې د ترسره کېدو په اړه دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

متقي له چین او پاکستان سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او د نورو پرمختګونو هیله یې ښودلې ده.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۱۰۸ کسان د هلمند د بهرامچې، ۱۲۰۱ کسان د سپین بولدک او ۹۰۰ نور د تورخم له لارې له پاکستان نه راستانه شوي او همدارنګه ۱۰۴۲ کسان د اسلام کلا او ۶۵۹ نور د نیمروز د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.
د کډوالو ستوزنو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د تازه راستانه شویو کډوالو له ډلې یې یو شمېر یې په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پرځای کړي او ځیني یې خپلو اصلو مېنو ته لیږلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.
دغه کمېټه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه ډېری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال د عبدالظاهر قدیر پر نیول کېدو د خواشینۍ ترڅنګ ادعا کړې چې په افغانستان کې «امن دی» او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نشته چې زغرهوال موټرونه، شخصي ساتونکي یا استخباراتي اړیکې ولري.
هدایتالله هدایت د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپلې اېکسپاڼې کې د جمهوري نظام چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب کړی او لیکلي یې دي: «په دې سړي مې خواه بده شوه، له زړه ورباندې خپه شوم. په زرهاوو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هېواد ته راشي، د نورو افغانانو په څېر عام ژوند ته دوام ورکړي. نه به خپله غمجن وي نه به نور هېوادوال خپه کوي، دلته امن امان دی، هیچاته مشکل نشته.»
د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یاد چارواکی، داسې مهال په افغانستان کې د امن ادعا کوي چې د بشري حقونو بنسټونه، خبریالان، ښځینه فعالانې او د جمهوري نظام پخواني چارواکي په وار-وار دغې ډلې له څار، توقیف او ناوړه چلندونو نه شکایت لري.
دا څرګندونې که له یوې خوا ظاهري خواخوږي ښودل شوې، خو له بل پلو ته د طالبانو هغه دریځ تکراروي چې ځانونه د هېواد یوازیني حاکمان بولي او په جلاوطنۍ کې د جمهوري نظام نورو افغان چارواکو ته د تښتېدلو خطاب کوي.
د یادونې ده چې د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د کینیا د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د دغه ښار د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.
د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د مخدره موادو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبدالظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.
راپورونه وايي چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډېپلوماتیک یادښت استولی چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پهکې شوې ده.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د ظاهر قدیر د نیولکېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲ سوه زره افغان کډوالو کې هغه ۳۰۰ افغان عیسویان هم د موقت اوسېدو لپاره امریکا ته ولاړل، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. ددغه کډوالو سرنویشت اوس نا معلوم دی.
یوې امریکایي رسنۍ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) ویلي، چې په امریکا کې اوس مهال دغه افغان عیسویان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
افغان عیسویانو رسنيو ته ویلي، که د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې پاته شوي وايی، نو د عقيدې (ایمان) له مخې یې ژوند له خطر سره مخ کېده.
د امریکا مذهبي مشرانو ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزيرې کريسټي ته په یوه لیک د افغان عیسویانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې.
په لیک کې ویل شوي: «زموږ د کډوالۍ په سیسټم کې قانوني اصلاحات شروع دي، د هغو کسانو بشري پارولو موقف باید وساتل شي، چې له خطر سره مخ دي: لکه افغان عیسویان او مسلمانې کورنۍ که افغانستان ته واستول شي له مرګ سره مخ کيږي. مذهبې ازادي د امریکا د هڅو یوه برخه ده.»
په خبر کې ویل شوي، چې طالبان له عیسویانو په اړه ناسم فکر لري او دغه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.
