ټرمپ: د خلیجي هېوادونو سفر به مې تاریخي سفر وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلیجي هېوادونو ته خپل سفر «تاریخي» وباله، ځکه چې هغه د خپل لومړي رسمي بهرني سفر لپاره سعودي عربستان ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلیجي هېوادونو ته خپل سفر «تاریخي» وباله، ځکه چې هغه د خپل لومړي رسمي بهرني سفر لپاره سعودي عربستان ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زه نن سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته په یوه تاریخي سفر روان یم.»
تمه کیږي، چې د امریکا ولسمشر به د سې شنبې په سهار ریاض ته ورسېږي او منځني ختیځ ته به خپل درې ورځنی سفر پیل کړي، چې پکې قطر او متحده عربي امارات شامل دي.
له دې سره، ټاکل شوې چې ټرمپ به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم د خبرو اترو لپاره وګوري.
د چهارشنبې په ورځ به د امریکا ولسمشر د خلیج همکارۍ شورا-امریکا سرمشریزه کې ګډون وکړي.


د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ خپل ولس ته په یوه وینا کې وویل چې سندور عملیات د پاکستان مېشتو ترهګرو پر ضد یو تاریخي او ستراتیژیک ګام و او خبرداری یې ورکړ چې هند به د پاکستان راتلونکي هر حرکت څاري.
مودي په خپله وینا کې وویل: « سندور عملیات یوازې یو نوم نه دی. د مې پر شپږمه شپه او سبا نړۍ ولیدل چې هند څنګه د پاکستان دننه د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه وکړل».
ده زیاته کړه، دا عملیات دومره ژور وو، چې ترهګر یې حیران کړل: « ترهګرو دا خوب کې هم نه وو لیدلي چې هند به دومره ستر ګام واخلي. خو کله چې د ملت او وطن خبره راځي، هند پولادي فیصلې کوي».
د هند د لومړي وزیر په وینا، د بهاولپور او مریدکي په څېر سیمو کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه چې نوموړي « د نړیوالې ترهګرۍ پوهنتونونه» وبلل، په نښه شول. مودي زیاته کړه، « د سپټمبر ۱۱مې پېښه که وي او که نورې سترې پېښې، له همدې مرکزونو سره یې تړاو او رېښې دي».
مودي وویل، چې په دغو بریدونو کې نه یوازې د ترهګرو ودانۍ، بلکې د هغوی حوصلې هم ویجاړې شوې.
هغه زیاته کړه، « د هغوی مشران، چې په پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د هند پر ضد یې پلانونه جوړول، له منځه یووړل شول».
د هند لومړي وزیر پر پاکستان نیوکه وکړه چې د ترهګرو پر ضد د هند د همکارۍ پر ځای، یې پر هند بریدونه پیل کړل او ملکي ځایونه یې په نښه کړل.
مودي زیاته کړه، « د هند له دغو عملیاتو پاکستان وارخطا شو او په دې وارخطايي کې یې د ترهګرو خلاف د هند د همکارۍ پرځای پر هند بریدونه پیل کړل او پر ښوونځیو او مذهبي ځایونو یې بریدونه وکړل. دې کې خپله پاکستان بې نقابه شو او نړۍ ولیدل چې څنګه د پاکستان بې پیلوټه الوتکې او توغندي په اسمان کې له منځه یووړل او د پاکستان پر سینې یې بریدونه وکړل».
مودي پاکستان ته د خبرداري ډول وویل، چې ترهګري او دولت او وینې او اوبه یوځای پرمخ نه شي تلای.
مودي وویل چې هند په درېو ورځو د پاکستان په زړه کې د ترهګرو اډې کنډواله کړې.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان هر راتلونکی اقدام به تر سخت نظر لاندې وي، « د هند درې واړه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي».
مودي په دې جګړه کې پر خپلو وسلو او ځواکونو وویاړل او ویې ویل، چې هند خپلې وسلې وکارولې.
دا وینا داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان د جنرالانو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلې دي، او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوام لري.

په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو رییسانو نن ماښام د وروستیو شخړو په اړه خبرې کړې دي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د هند پر وخت د شپې اته بجې خپل ولس ته ددې جګړې په اړه وینا کوي.
هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی، چې تمه کیږي مودي د سندور عملیاتو او د جګړې د عواملو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپرېس ټربیون وايي، چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو رییسانو د تودې کرښې یا هاټ لاین له لارې خبرې کړې دي.
دا خبرې د وروستیو کړکېچونو په رڼا کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ارزول کېږي.
پاکستان او هند د متحده ایالاتو په منځګړتوب د شنبې په ورځ د یو بشپړ او سملاسي اوربند اعلان وکړ، چې له مخې یې دواړو خواوو ته ډزبندي شوې.

د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې رسمي غوښتنه کړې چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه بېرته واخلي. د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې جګړې پر سر د اسراییلي اعتراضونو د صلاحیت ارزونه پيل کړې ده.
د محکمې ویبپاڼې ته د مې پر۹مه نېټه وړاندې شوي اسناد، چې د اسراییل مرستیال لوی څارنوال ګیلاد لاسلیک کړي، ښيي چې تل ابیب همداراز غواړي په فلسطیني سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو په اړه د ای سي سي تحقیقات ودرول شي.
محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۱مه د نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر او د حماس یوه مشر ابراهیم المصري د نیولو حکمونه صادر کړي وو. محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د راپورونو له مخې، چې وايي المصري وژل شوی، د هغه د نیولو حکم بېرته اخېستی.
اسراییل، چې د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت نه مني او په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه ردوي، د نتنیاهو او ګالانت پر ضد د حکمونو د قانونیت مخالفت کوي.
د اپرېل په میاشت کې، د محکمې د اعتراضونو څانګې حکم وکړ چې د قضاوت خونې قاضیان باید د اسراییل د اعتراضونو قانوني بنسټ وڅېړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بیاکتنه به په کومه بڼه وي او د پرېکړې لپاره هم کوم وخت ټاکل شوی نه دی.

د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.
د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان لهخوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.
دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.