د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو مشرانو خبرې وکړې

په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو رییسانو نن ماښام د وروستیو شخړو په اړه خبرې کړې دي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د هند پر وخت د شپې اته بجې خپل ولس ته ددې جګړې په اړه وینا کوي.

په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو رییسانو نن ماښام د وروستیو شخړو په اړه خبرې کړې دي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د هند پر وخت د شپې اته بجې خپل ولس ته ددې جګړې په اړه وینا کوي.
هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی، چې تمه کیږي مودي د سندور عملیاتو او د جګړې د عواملو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپرېس ټربیون وايي، چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو رییسانو د تودې کرښې یا هاټ لاین له لارې خبرې کړې دي.
دا خبرې د وروستیو کړکېچونو په رڼا کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ارزول کېږي.
پاکستان او هند د متحده ایالاتو په منځګړتوب د شنبې په ورځ د یو بشپړ او سملاسي اوربند اعلان وکړ، چې له مخې یې دواړو خواوو ته ډزبندي شوې.


د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې رسمي غوښتنه کړې چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه بېرته واخلي. د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې جګړې پر سر د اسراییلي اعتراضونو د صلاحیت ارزونه پيل کړې ده.
د محکمې ویبپاڼې ته د مې پر۹مه نېټه وړاندې شوي اسناد، چې د اسراییل مرستیال لوی څارنوال ګیلاد لاسلیک کړي، ښيي چې تل ابیب همداراز غواړي په فلسطیني سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو په اړه د ای سي سي تحقیقات ودرول شي.
محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۱مه د نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر او د حماس یوه مشر ابراهیم المصري د نیولو حکمونه صادر کړي وو. محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د راپورونو له مخې، چې وايي المصري وژل شوی، د هغه د نیولو حکم بېرته اخېستی.
اسراییل، چې د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت نه مني او په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه ردوي، د نتنیاهو او ګالانت پر ضد د حکمونو د قانونیت مخالفت کوي.
د اپرېل په میاشت کې، د محکمې د اعتراضونو څانګې حکم وکړ چې د قضاوت خونې قاضیان باید د اسراییل د اعتراضونو قانوني بنسټ وڅېړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بیاکتنه به په کومه بڼه وي او د پرېکړې لپاره هم کوم وخت ټاکل شوی نه دی.

د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.
د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان لهخوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.
دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

د قطر شاهي کورنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یوه لوکسه او لویه الوتکه ډالۍ کوي. امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې دا الوتکه به د ولسمشر د رسمي سفرونو لپاره د «اېر فورس ون» په توګه وکارول شي.
د ډیلي ټېلګراف د راپور له مخې، دا الوتکه چې ارزښت یې شاوخوا ۴۰۰مېلیون ډالره ده، د ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ پر مهال به د هغه په اختیار کې وي او بیا به د ۲۰۲۹ کال وروسته د ټرمپ یو خصوصي بنسټ ته وسپارل شي.
دا په دې معنا ده، چې ټرمپ به وکولای شي له ولسمشرۍ وروسته هم د یوه عادي وګړي په توګه له دې الوتکې ګټه واخلي.
دا کار د بهرنیو هېوادونو لهخوا په واشنګټن کې د نفوذ رامنځته کولو د هڅو په اړه ډېرې اخلاقي او حقوقي پوښتنې راولاړې کړې دي.
ټاکل شوې ده، چې ټرمپ دا اونۍ سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او تمه ده، چې په دې سفر کې له یادو هېوادونو سره څو تجارتي او امنیتي تړونونه هم لاسلیک شي.
اسماني ماڼۍ
د قطر بوینګ ۷۴۷-۸ الوتکه چې د "په اسمان ماڼۍ" شهرت لري، ژر تر ژره به د امریکا د ولسمشر د اړتیا وړ ځانګړو پوځي اسانتیاوو سره مجهزه شي.
ویل شوي، ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې د دې ۱۳ کلنې الوتکې کتنه د فلوریډا په ویسټ پالم بیچ نړۍوال هوایي ډګر کې کړې ده.
دا الوتکه چې یو له تر ټولو قیمتي ډالیو بلل شوې، د امریکا د حکومت لهخوا منل شوې ده.
د دې ډالۍ منل داسې شکونه راپارولي، چې ښايي دا کار د بهرنیو دولتونو نه د ډالیو اخیستو قانوني بندیز ته زیان ورسوي، خو سپینې ماڼۍ او د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې دا ډالۍ د اساسي قانون خلاف نه ده، ځکه دا شخص ته نه، بلکې یوې رسمي دولتي ادارې ته ورکړل شوې ده.
د امریکا په اساسي قانون کې راغلي: «هېڅ هغه څوک چې د امریکا د دولت منصب لري، نه شي کولای د کانګرس له اجازې پرته له کوم پاچا، شهزاده یا بهرني دولت څخه کومه ډالۍ، معاش، مقام، یا لقب ترلاسه کړي.»
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له بوینګ شرکت څخه د دوو نویو الوتکو غوښتنه کړې وه، څو د هغو زړو الوتکو ځای ونیسي، چې له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د ولسمشرانو له خوا کارول کېږي.
راپورونه ښيي، چې د دې الوتکو سپارل ښايي تر ۲۰۳۵ کال پورې وځنډېږي، چې دا کار د ټرمپ له نارضایتۍ سره مخ شوی دی.
نوموړي له اېلان ماسک څخه غوښتي، چې د سپارلو بهیر چټک کړي.
د ټرمپ د کورنۍ تجارتي ګټې په منځني ختیځ کې
تېره میاشت، د ټرمپ سوداګریز بنسټ چې د ټرمپ او د هغه د کورنۍ لهخوا اداره کېږي، په قطر کې خپله لومړنۍ لوکسه شتمنۍ پلورلې او همداراز پلان لري، چې په دوبۍ کې یو مېلیارډ ډالري لوړ اسمانڅوکې جوړ کړي، چې د دې اپارتمانونه به د کریپټو اسعارو له لارې پلورل کېږي.
اریک ټرمپ د ولسمشر ټرمپ زوی تازه دوبۍ ته تللی، ترڅو خپل کریپټو شرکت پراخ کړي.
ډان جونیر د ټرمپ بل زوی هم غواړي، قطر ته ولاړ شي او هلته د مالي پروژو هڅه کوي.
په دوبۍ کې یو «ټرمپ انټرنشنل ګالف کورس» جوړ شوی او د ټرمپ کورنۍ په جده کې هم یو لوړ برج لري.
همداراز په عمان کې د ۴ مېلیارد ډالرو په ارزښت د ګالف او استوګنې یوه ستره پروژه د دولتي ځمکې پر سر جوړېږي.
رابرت موګیلنسکي چې د واشنګټن د خلیجي هېوادونو د مطالعاتو په یوه موسسه کې کار کوي، تېلګراف ته ویلي: «ښکاري چې د خلیج دولتونه غواړي د ټرمپ له نوم څخه د نوې امریکايي ادارې سره د ښې اړیکې جوړولو لپاره استفاده وکړي.»
د سپینې ماڼۍ ویاند دا مسخره وبلله چې د ټرمپ سفر په منځني ختیځ کې د هغه او د هغه د کورنۍ سوداګریزو ګټو سره وصل دی.
هغه زیاته کړه، چې ټرمپ «د ولسمشر کېدو له امله مالي زیانونه ګاللي دي.»

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولادیمیر زېلېنسکي ته د پوتین د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو سپارښتنه وکړه، د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو موافقه وکړي.
پوتین هم د شپې مهال یوه ټلویزیوني وینا کې د دې وړاندیز وکړ، چې روسیه او اوکراین باید د مې میاشتې په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وکړي.
خو دا روښانه نه ده، چې پوتین به پخپله شخصاً حاضر شي او که نه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین انتظار کوم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي.»
دا وړاندیز څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې د اروپا لویو قدرتونو د شنبې په ورځ له پوتین څخه وغوښتل، چې پرته له قید و شرطه دې ۳۰ ورځنی اوربند ومني، که نه نو له "سترو" بندیزونو سره به مخ شي.
دا دریځ په اوکراین کې د ټرمپ استازي، کیت کیلګ هم د یکشنبې په ورځ تایید کړ.
زېلېنسکي هم ویلي و، چې اوکراین خبرو ته چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې مسکو د ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي.