• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولادیمیر زېلېنسکي: د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د ولادیمیر پوتین انتظار کوم

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولادیمیر زېلېنسکي ته د پوتین د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو سپارښتنه وکړه، د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو موافقه وکړي.

پوتین هم د شپې مهال یوه ټلویزیوني وینا کې د دې وړاندیز وکړ، چې روسیه او اوکراین باید د مې میاشتې په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وکړي.

خو دا روښانه نه ده، چې پوتین به پخپله شخصاً حاضر شي او که نه.

زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین انتظار کوم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي.»

دا وړاندیز څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې د اروپا لویو قدرتونو د شنبې په ورځ له پوتین څخه وغوښتل، چې پرته له قید و شرطه دې ۳۰ ورځنی اوربند ومني، که نه نو له "سترو" بندیزونو سره به مخ شي.

دا دریځ په اوکراین کې د ټرمپ استازي، کیت کیلګ هم د یکشنبې په ورځ تایید کړ.

زېلېنسکي هم ویلي و، چې اوکراین خبرو ته چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې مسکو د ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

نریندرا مودي وايي د پاکستان خلاف «سندور» عملیات پای ته نه دي رسېدلي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند توافق باوجود، حکومتي سرچینو څرګنده کړې چې سندور عملیات تر اوسه پای ته نه دي رسیدلي. هند ویلي، چې د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري او تر هغه به لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی.

د یکشنبې په ورځ، د هند صدراعظم نریندرا مودي د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د ملي امنیت مشاور اجیت دوول، د دفاعي کارکوونکو مشر جنرال انیل چوهان، د هوايي ځواک مشر ای پي سینګ، د سمندري ځواک مشر دینهش کمار تریپات او د اردو مشر جنرل اپندر دویدي سره په نوي ډیلي کې ناسته کړې ده.

د سرچینو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي له خپلو پوځونو غوښتنه کړې چې د هر پاکستاني ناوړه اقدام په وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

هغه ویلي، سندور عملیات پای ته نه دي رسیدلي، د هند ځواب ورکولو کې یو نوی معیار رامنځته شوی چې د سرحدي تروریزم په وړاندې قوي او ډاډمن دی».

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، سرچینو ویلي چې که پاکستان برید وکړي، هند به په زیات ځواک سره ځواب ورکړي او که پاکستان ودریږي، هند به هم ودریږي.

نوی ډیلی له اسلام اباد سره یوازې د پوځي عملیاتو د مشرانو د عمومي خونې له لارې خبرې کوي او سرچینې وایي چې بله کومه موضوع د بحث وړ نه ده.

سرچینه وايي، « د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري. دا تړون به تر هغه لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی».

جرمني څلور افغان پناه‌ غوښتونکي بېرته لوکزامبورګ ته شړلي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د جرمني فدرالي پولیسو ویلي، چې څلور تنه افغانان، چې د ټرېر په ښار کې له یوه بس څخه نیول شوي وو، بېرته لوګزامبورګ ته شړل شوي دي.

دغو کسانو له دې وړاندې په یونان کې د پناه غوښتنې غوښتنه کړې وه او د هغو کسانو له ډلې نه وو، چې له شړلو مستثنی ګڼل کېږي.

د پولیسو ویاند شتېفان ډېن وویل چې دا څلور کسان، دوه ښځې او دوه نارینه، د ټرېر د اورګاډي په تمځای کې د مسافر وړونکي بس د تلاشۍ پر مهال وموندل شول. د نوموړي په وینا، دا اقدام د لوګزامبورګ له پولیسو سره په همغږۍ ترسره شوی دی.

د جرمني د ار این ډي د رپوټ له مخې، پولیسو ویلي، یاد کسان له هغو «خطر سره مخ کسانو» له ډلې وو چې د شړلو له قانون څخه معاف وي، لکه حامله ښځې یا بې سرپرسته ماشومان.

دا شړنه د جرمني د کورنیو چارو نوي وزیر الکساندر دوبرېندت تر امر وروسته شوې، چې د پنجشنبې په ورځ یې د سرحدي کنټرول د سختولو حکم ورکړی و.

د ټرېر د فدرالي پولیسو ویاند زیاته کړه چې کنټرول چارې د لوګزامبورګ او بلجیم له پولو سره هم زیاتې شوې او تمه ده چې بله اونۍ به د فدرالي پولیسو نور پرسونل هم د سرحدونو د کنټرول لپاره اضافه شي.

جرمنی د کډوالو د اخراج لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ پراخوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د جرمني د بایرن ایالت مشر او دمسیحي سوسیال ګوند رییس مارکوس زودر وايي، د جرمني په پولو کې د پناه غوښتونکو د ردولو په برخه کې هېڅ قانوني خنډ نه ویني او برلین دا کار کولای شي او کویې یې. نوموړي د جرمني بیلد ورځپاڼې ته وویل، چې «دا د سخت دریځ یو پیاوړی پیل دی او نور هم را روان دي».

زودر ددغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرېندت څخه تمه کړې، چې د کډوالۍ په نورو برخو کې هم سخت دریځ غوره کړي.

نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه د خلکو د انتقال الوتنې بندېږي او د خوندي اصلي هېوادونو لیست به پراخ شي چې د شړلو چاره چټکه شي.

دوبرېندت تېره اونۍ په یوه رسمي فرمان کې د دې اجازه ورکړې چې د جرمني له سرحده بهر پناه غوښتونکي رد شي ، خو له اروپایي قوانینو سره ددې پرېکړې مطابقت تر پوښتنې لاندې راغلی.

د اتریش او پولنډ چارواکو پر دغو نويو اقداماتو نیوکه کړې ده.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي، « موږ تمه لرو چې جرمني به په هر اقدام کې د اروپایي قانون پابند پاتې شي. هر هغه اقدام چې له دې اصولو سرغړونه کوي، زموږ له خوا د منلو وړ نه دی».

د پولنډ لومړي وزیر دونالد توسک هم د جرمني له نوې کړنلارې ناخوښي ښوولې او له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره یې د لیدنې پر مهال خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د جرمني د پولیسو اتحادیې مشر ویلي، « زموږ همکاران به هر پناه غوښتونکی بېرته واستوي، پرته له دې چې هغه حامله ښځه، ناروغ، یا بې سرپرسته ماشوم وي».

مارکوس زودر ویلي چې دا اقدامات به خلک وهڅوي چې له جرمني د تګ پرېکړه وکړي، ځکه دلته به د پاتې کېدو تمې کمې وي.

جرمني په دغه هېواد کې په جرمونو او جنایي پېښو کې د کډوالو له ګډون وروسته د مهاجرت او کډوالۍ په برخه کې خپل قوانین سخت کړي او نوی حکومت غواړي دغه سختي نوره هم ډېره کړي.

زېلېنسکي وايي پوتین دې تر خبرو وړاندې اوربند اعلان کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي نن یکشنبه له روسیې وغوښتل چې د مې تر۱۲ نېټې د غیرمشروط اوربند پخلی وکړي او که دا اوربند عملي شي، کیېف به د خبرو لپاره چمتو وي.

د اروپا لویو قدرتونو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د زېلینسکي د ۳۰ ورځني غیرمشروط اوربند ملاتړ ترلاسه کړ.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې پر سهار په غبرګون کې وړاندیز وکړ چې له کېیف سره به مستقیمې خبرې د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې پیل کړي.

زېلینسکي پر ایکس ولیکل، « دا یو مثبت ګام دی چې روسانو اوس د جګړې پای ته رسولو په اړه فکر پیل کړی دی، د هرې جګړې د پای لپاره لومړی ګام اوربند دی».

هغه زیاته کړه: « د جګړې دوام لپاره هېڅ دلیل نشته، حتا د یوې ورځې لپاره هم. موږ له روسیې تمه لرو چې سبا، د مې ۱۲مې څخه د بشپړ، دوامدار او باور وړ اوربند پخلی وکړي او موږ خبرو ته چمتو یو».

د ولسمشر زېلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک پر ټېلېګرام ولیکل، « لومړی دې اوربند وشي، بیا نور څه».

هغه خبرداری ورکړ، چې «روسیه باید جګړې ته د دوام ورکولو نیت د مبهمو اعلامیو تر شا پټ نه کړي».

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې له اوکراین سره دې د مې په ۱۵مه نېټه، د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو لړۍ له هیڅ ډول مخکېنیو شرطونو پرته بېرته پیل شي.

پوتین د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې هغه سوله‌ ییزې خبرې یادې کړې چې د مسکو تر پراخ یرغل لږ وروسته په استانبول کې ترسره شوې او ویې ویل چې غواړي دا بهیر بیا له سره پیل شي او دا ځل هم بې له کوم شرطه.

پوتین وویل: «موږ له اوکراین سره جدي خبرو ته ژمن یو».

هغه دا هم زیاته کړه چې دی د اوربند منلو امکان نه ردوي، خو وایي دا موضوع به د مستقیمو خبرو په جریان کې وڅېړل شي.

د هند او پاکستان میلیارد ډالري جګړه؛ قیمتي توغندي، عصري الوتکې،‌ ویجاړۍ او انساني بیه

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۵ GMT+۱
•
خبرخونه

د هند او پاکستان ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږ دواړه لوريو ته د پوځیانو په ګډون «۹۷» کسان وژل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. د دواړو هېوادونو د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په دغه تازه نښتو کې نږدې دوه مېلیارده ډالر لګښت راغلی.

د دغو دوو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه (د اپرېل په ۲۲مه) په هندي کشمیر کې د وسله‌والو د یوې ډلې له لوري د ۲۶سېلانیانو تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه.

ډیلي پاکستان مېشته وسله‌واله ډله «جیش محمد» د یاد برید مسووله وبلله او د «سېندور» په نامه یې پر پاکستان پوځي عمليات پيل کړل.

په دغو عملياتو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې د وسله‌والو مرکزونه او پوځي زېربناوې تر هدف لاندې ونيول شوې.

د هند وسلې او پوځي تاکتيکونه

هند په دغو بریدونو کې له پرمختللو «رافایل» جنګي جېټ الوتکو، ۳۰۰ کیلومتره واټن وهونکو SCALP EG کروز توغندیو، د ځیرکو HAMMER بمونو او له غږ هم تېزو یا BrahMos توغندیو کار واخيست.

هند ادعا کړې وه، چې په مظفر اباد،‌ کوټلي، راولپنډۍ، سیالکوټ، مریدکي او بهاولپور کې یې د ترهګرو تر څنګ د پاکستان مهم پوځي مرکزونه په نښه کړي وو.

هند همداراز S-400 پرمختللی هوايي دفاعي سيسټم فعال کړ؛ تر څو د پاکستان توغندي او الوتکې شنډې کړي؛ خو د شنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) بریدونو کې دا په ډاګه شوه، چې دغه سېسټم د پاکستان د توغندیزو او هوايي بریدونو مخه ډب نه شوه کړای.

د پاکستان غبرګون او ځوابي بریدونه

پاکستان د هند تر بریدونو وروسته د «بنيان المرصوص» په نوم خپل عمليات پيل کړل. د پاکستان J-10C جنګي الوتکې چې ورته «زورور مار» نوم هم کارول شوی، له PL-15 هوا پر هوا توغندیو او Ra’ad-II کروزه توغندیو سره جګړې ته واستول شوې.

پاکستان د هند په څېر د ځانمرګو ډرون الوتکو څخه هم کار واخیست، چې پکې «براق» او چينايي نمونې شاملې وې.

د «بېزنس انسایډر» نیوز ډاټ کام د راپورونو له مخې؛ پاکستان د هند په جمو کشمیر او شمالي پنجاب کې د وسلو ګودامونه او رادارونه ووېشتل او د «نصر» په نوم لنډ واټن بالستيکي توغنديو سره یې د هند پر پرمختلليو پوځي مرکزونو هم بريدونه کړي.

انساني زیان

په هند کې چارواکو د ۱۹ سرتېرو او ۳۳ ولسي وګړو وژل کېدل تاييد کړي دي. دا کسان ډېری د توغنديزو او بې ‌پيلوټه بريدونو له امله په ګرداسپور، پټانکوټ او د جمو کشمیر پولو ته څېرمو کليو کې ووژل شول. له ۱۲۰ زيات کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۱۸ زره خلک له جګړه‌ييزو سيمو بې ‌ځايه شوي دي.

په پاکستان کې د دفاعي سرچینو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري چې په کې ۱۲ د پلي لېوا افسران هم شامل دي، د کنټرول کرښې ته نږدې وژل شوي دي.

همداراز د هند د هوايي او توغنديزو بریدونو له امله کوټلي، مظفراباد او راولاکوټ کې ۳۰ ولسي وګړي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو؛ وژل شوي دي.

شاوخوا ۸۵ تنه ژوبل شوي او له ۱۲ زره زيات خلک له خپلو مېنو بې‌ ځايه شوي دي. د ميرپور او راولپنډۍ روغتونونه د ټروما رواني څپو ناروغان د بسترونو له کمښت سره هم مخ شوي دي.

پر بهاولپور د هند په بریدونو کې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د خپلې کورنۍ د لس تنو غړو او خپلو څلور ملګرو د وژل کېدو خبر هم تایید کړ.

مالي لګښتونه

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هند د «سېندور» عملياتو لګښت تر ۱.۸ مېليارد ډالرو اوښتی. يوازې ورځنی لګښت يې ۱۴۶۰ کروړه روپۍ (شاوخوا ۱۷۵ مېليونه ډالر) ښوول شوی، چې په کې د وسلو، سون‌ توکو، لوژستیک، استخباراتي الوتنو او هوايي بریدونو لګښتونه شامل دي.

همداراز هند ته د ملکي زېربناوو زيان ۲۴۰ مېليونه ډالر اټکل شوی دی.

د پاکستان د «بنيان المرصوص» عملياتو لګښت هم تر لسګونه مېلیون ډالرو زیات ښوول شوی. دغه لګښتونه داسې مهال دي، چې پاکستان له وړاندې د پیسو نړۍوال صندوق (IMF) له سخت فشار، د اسعارو له بې ‌ثباتۍ، د پانګونو له کمېدو او له پراخ اقتصادي ناورین سره مخ دی. 

ډېپلوماټيکې هڅې او د ناورین پراخېدو وېره

سره له دې چې امريکا، سعودي عربستان او چين د منځګړتوب هڅې کړې دي؛ خو (د مئ په ۱۰مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی اوربند لا هم په نازک حالت کې ښکاري.

د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته دواړو خواوو يو بل د اوربند پر نقض تورن کړل. راپورونه وايي، چې د پونچ او هویلي په برخو کې د توپونو ډزې شوې دي او د څارونکو ډرونونو پروازونه هم ليدل شوي دي.

د هندي مسلمانانو د یوه مشهور ګوند اتحاد المسلمین مشر اسدالدین اوېسي ویلي، تر هغې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې وي او د دغه هېواد خاوره د هند پر ضد کارول کېږي؛ نو د دایمي اوربند هېڅ ډول څرک نه لیدل کېږي.

د جګړې نوې بڼه او نړۍوالې اندېښنې

دغه جګړه د سوېلي اسيا د جګړې په تاکتيکونو کې يو خطرناک بدلون ښکاري. دواړه هېوادونه پر بې پېلوټه الوتکو، کروز توغنديو، درنو وسلو او پر برېښنايي جګړې تمرکز کوي، چې د ځمکنیو ځواکونو له ښکېلتیا یې ډډه کړې.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې دغه ډيجيټلي جګړه د اټومي توان لرونکو هېوادونو ترمنځ د جګړې چټکې پراخېدو ته اسانتیاوې برابروي.

د کاناډا او برېټانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې د هند او‌ پاکستان ترمنځ کرښو ته نږدې سیمو له ورتګ څخه ډډه وکړي.

نظامي بودجه او اوږدمهالې پايلې

د سوېډن د سټاکهولم د سوله‌ییزو مطالعاتو نړۍوال انسټیټیوټ (SIPRI) د ۲۰۲۴ د راپور له مخې؛ هند په تېر کال کې ۷۳.۶ ميليارده ډالر پوځي بودجه لرله، چې دا هېواد يې د نړۍ څلورم لوی دفاعي مصرفوونکی ګرځولی.

پاکستان ۱۰.۴ مېليارد ډالره پوځي بودجه لرله، چې دا يې د خپل ناخالص کورني توليد ۳.۶ سلنه جوړوي. تازه جګړې دغه بودجې نورې هم تر فشار لاندې راوستې دي او د‌ پاکستان مالي ثبات یې نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

که څه هم دواړه خواوې د تاکتيکي برياليتوب دعوه کوي؛ خو ښکاري چې دواړه لوري له اقتصادي اړخه له دې جګړې خوښ نه دي.

د سیاسي چارو شنونکو خبرداری ورکړی،‌ که د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دایمي حل لپاره اقدامات او سیاسي خبرې ونشي؛ نو د داړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به دا جګړه هېڅکله وروستۍ ونه شمېرل شي.