• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نریندرا مودي وايي د پاکستان خلاف «سندور» عملیات پای ته نه دي رسېدلي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند توافق باوجود، حکومتي سرچینو څرګنده کړې چې سندور عملیات تر اوسه پای ته نه دي رسیدلي. هند ویلي، چې د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري او تر هغه به لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی.

د یکشنبې په ورځ، د هند صدراعظم نریندرا مودي د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د ملي امنیت مشاور اجیت دوول، د دفاعي کارکوونکو مشر جنرال انیل چوهان، د هوايي ځواک مشر ای پي سینګ، د سمندري ځواک مشر دینهش کمار تریپات او د اردو مشر جنرل اپندر دویدي سره په نوي ډیلي کې ناسته کړې ده.

د سرچینو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي له خپلو پوځونو غوښتنه کړې چې د هر پاکستاني ناوړه اقدام په وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

هغه ویلي، سندور عملیات پای ته نه دي رسیدلي، د هند ځواب ورکولو کې یو نوی معیار رامنځته شوی چې د سرحدي تروریزم په وړاندې قوي او ډاډمن دی».

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، سرچینو ویلي چې که پاکستان برید وکړي، هند به په زیات ځواک سره ځواب ورکړي او که پاکستان ودریږي، هند به هم ودریږي.

نوی ډیلی له اسلام اباد سره یوازې د پوځي عملیاتو د مشرانو د عمومي خونې له لارې خبرې کوي او سرچینې وایي چې بله کومه موضوع د بحث وړ نه ده.

سرچینه وايي، « د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري. دا تړون به تر هغه لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

دیمیتري پیسکوف: کرملین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند او فشارونو په اړه فکر وکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې روسیه به د کییف له خوا د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د وروستي وړاندیز په اړه فکر وکړي.

نوموړي دغه خبرې د مې په ۱۰مه له سی اېن اېن سره په مرکه کې وکړې.

زېلېنسکي او اروپایي مشرانو د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ غوښتنه کړې، چې روسیه د مې په ۱۲مه نېټه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.

که چېرې روسیه دا وړاندیز رد کړي، اروپا او امریکا به په سختو بندیزونو ځواب ورکړي.

د اوربند د وړاندیز په اړه پیسکوف وویل: «موږ باید د دې په اړه فکر وکړو . دا نوي پرمختګونه دي. موږ خپل دریځ لرو.»

پیسکوف د اروپا له خوا د زیاتېدونکي فشار په اړه زیاته کړه: «اروپا په حقیقت کې زموږ سره په ښکاره ډول مخ کېږي او موږ ورسره عادت شوي یو.»

پیسکوف دا هم یادونه وکړه، چې مسکو د "منځګړیتوب هڅو" ستاینه کوي، مګر زیاته یې کړه چې په روسیې فشار راوړل خورا بې ګټې دي.

پر ۱۰۱ روسي کښتیو بندیز؛ برېټانیا وايي، د روسیې د جګړې ماشین دروو

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د برېټانیا حکومت د روسیې پر وړاندې ترټولو ستر بندیز اعلان کړ. دغه بندیز د روسیې د تېلو لېږدونکې ۱۰۱ کښتۍ په نښه کوي.

د برېټانیا حکومت وايي چې دا کښتۍ د روسیې د «پټو بېړیو» برخه ده. برېټانیا زیاتوي چې دغو کښتیو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تر ۲۴ مېلیارد ډالرو ډېر توکي لېږدولي دي. همداراز پر یوې بلې کښتۍ، څو روسي وګړو او شرکتونو هم بندیزونه ولګول شول.

د کېیف اېنډېپېنډېنټ د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د دغو بندیزونو موخه د روسیې د تېلو عوایدو مخه نیول دي، ترڅو دغه هېواد ونه شي کولای له دې عوایدو څخه د اوکراین د جګړې د دوام لپاره کار واخلي.

د برېټانیا لومړي وزیر کېر سټارمر وویل:«روسیه زموږ امنیت ته ګواښ دی. موږ غواړو د هغې پټ د تېلو لېږدونکو پټې کښتۍ له منځه یوسو او د جګړې ماشین یې د تېلو له پیسو څخه محروم کړو.»

دا پرېکړه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده. ویل کېږي په دې غونډه کې د ناټو ۱۰ اروپايي غړو هېوادونو ګډون درلود.

همداراز، دغو ۱۰ اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې چې له اوکراین سره خپله همکاري زیاته کړي، اوکرایني سرتیري وروزي او د جګړې د تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.

امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ته موافقه وکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د تسنیم نیمه رسمي خبري اژانس د جمعې په ورځ د ایران د پلاوي د یوه غړي په حواله راپور ورکړی چې ایران موافقه کړې چې د یکشنبې په ورځ په عمان کې له متحده ایالاتو سره د غیر مستقیم اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړي.

یوې سرچینې چې د دغه خبرو اترو په اړه معلومات لري، العربیه انګلیسي ته وویل چې دوی تمه لري چې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو لپاره عمان ته سفر وکړي.

د خبرو اترو وروستی پړاو، چې په پیل کې د می په دریمه نیټه په روم کې ټاکل شوی و، وځنډول شو، ددغه ځنډ لامل د منځګړي عمان لخوا "لوژستیکي دلایل" په ګوته شول.

تسنیم د ایران د پلاوي د یوه غړي له خولې وویل: "د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د عمان د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیز وروسته، تهران خپله موافقه اعلان کړه."

"په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو پای ته رسیدلی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه یې امریکا وایستله، ګواښ کړی چې که د هغه له ادارې سره د اوږدې مودې شخړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شي، نو پر ایران به بمباري وکړي.

د پاکستان ځانګړی استازی: د خر لاڅې لاره د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانېستل شوه

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خر لاڅې لارې د پرانېستلو اعلان وکړ.

محمد صادق د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:«له افغانستان سره سوداګریز فعالیتونه د خر لاڅې له لارې بیا پیل شول.»

دا لار مخکې په پاړه چنار کې د سړک د بندیدو له امله تړل شوي وه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د خر لاڅې لارې د خلاصېدو اعلان کابل ته له رسیدو څو ساعته وروسته وکړ.

په سوېلې سوډان کې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د مرستې رسونې مخه نیولې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د سوېلي سوډان د نیل سیند په اوږدو کې روانې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د خوړو توکو او درملو رسېدو مخه نیولې ده. رویټرز خبري اژانس وايي، یوه میاشت وشوه چې د جګړې شدت نه کمېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام او یونېسف د پنجشنبې په ورځ ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د «اپر نیل» ایالت لپاره چمتو شوې مرستې به د مې میاشتې تر پایه ختمې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام استازي وویل: «د جګړې پرمهال ماشومان تل ترټولو ډېر زیانمن کېږي. که مرستې ور ونه رسېږي، هغوی به نور هم ناروغه او پر خوارځواکۍ اخته شي.»

سوېلي سوډان محدود پاخه سړکونه لري او د نیل سیند خلکو ته د مرستې رسونې لپاره ډېر مهم دی، خو د جګړې له امله د اوبو لارې هم ناامنه شوې دي.

یادو بنسټونو په واضح ډول نه دي ویلي چې کومې ډلې جګړه کوي، خو له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د نیل سیند ته څېرمه د دولتي ځواکونو او «سپین پوځ» په نوم ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا جګړې د ولسمشر لومړي مرستیال ریک ماچار د نیول‌کېدو لامل شوې او په هېواد کې یې سیاسي ناورین لا ژور کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي په سوېلي سوډان کې یو وار بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

تر دې مخکې یوه کورنۍ جګړه په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسېده.