د پاکستان پـوځ وايي هیڅ هندی پیلوټ یې نه دی نیولی

د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.

د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.


اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې رسمي غوښتنه کړې چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه بېرته واخلي. د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې جګړې پر سر د اسراییلي اعتراضونو د صلاحیت ارزونه پيل کړې ده.
د محکمې ویبپاڼې ته د مې پر۹مه نېټه وړاندې شوي اسناد، چې د اسراییل مرستیال لوی څارنوال ګیلاد لاسلیک کړي، ښيي چې تل ابیب همداراز غواړي په فلسطیني سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو په اړه د ای سي سي تحقیقات ودرول شي.
محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۱مه د نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر او د حماس یوه مشر ابراهیم المصري د نیولو حکمونه صادر کړي وو. محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د راپورونو له مخې، چې وايي المصري وژل شوی، د هغه د نیولو حکم بېرته اخېستی.
اسراییل، چې د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت نه مني او په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه ردوي، د نتنیاهو او ګالانت پر ضد د حکمونو د قانونیت مخالفت کوي.
د اپرېل په میاشت کې، د محکمې د اعتراضونو څانګې حکم وکړ چې د قضاوت خونې قاضیان باید د اسراییل د اعتراضونو قانوني بنسټ وڅېړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بیاکتنه به په کومه بڼه وي او د پرېکړې لپاره هم کوم وخت ټاکل شوی نه دی.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د مېوې فصل لپاره د خپل ام صادرات د مې میاشتې پر ۲۵مه پیل کړي، چې هدف یې د ۹۰ میلیونه ډالرو عاید ترلاسه کول دي. دغه ام افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او د نړۍ نورو هېوادونو ته استول کیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د امو د صادراتو نېټه تایید کړې ده، چې د صادراتو د پالیسۍ له مخې ټاکل شوې او د اړوندو ادارو ترمنځ له مفصلو مشورو وروسته نهایی شوې ده.
پاکستان په نړۍ کې د امو څلورم لوی صادروونکی او شپږم لوی تولیدوونکی هېواد دی، چې هر کال شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه میټریک ټنه ام تولیدوي.
له دې جملې نه شاوخوا ۶ تر ۷ سلنه، یا له۰.۱۳ څخه تر ۰.۱۶ میلیونه ټنه، نږدې ۷۹ هېوادونو ته صادریږي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خلیج د همکاریو شورا هېوادونه د پاکستاني ام تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۷۵ سلنه صادرات همدې سیمې ته کېږي.
له دې ډلې امارات، افغانستان او ایران مهم واردوونکي دي او افغانستان منځنۍ اسیا ته د ام د لیږد یوه مهمه ترانزیتي لاره ګڼل کېږي. برسېره پر دې، بریټانیا او متحده ایالات هم د پاکستاني ام مهم بازارونه دي.
تېر کال پاکستان د ام له صادراتو څخه تر ۹۰ میلیونه ډالر زیات عاید ترلاسه کړ او سږ کال هم ورته هدف ټاکل شوی.
پاکستاني ام داسې مهال افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته استول کیږي، چې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال هر کال پاکستان خپلې لارې پر افغان سوداګرو تړي، چې په میلیونونو ډالره زیان ور اوړي.

د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.
د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان لهخوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.
دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په ناسته کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به اسلام اباد ته هېڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.
یادې ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې دغه ژمنې په یوې درې اړخیزه غونډه کې چې د چین ځانګړي استازي هم پکې ګډون لاره؛ شوې دي.
د دغې ناستې موخه د درېیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
سراج الدین حقاني پاکستاني استازي ته ډاډ ورکړی، چې د هند او او پاکستان په روانه کشاله کې دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن اوسي.
راپور کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د طالبانو له لوري چین او پاکستان سره د متقابل درناوي او تفاهم په دوام ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد نه کارول کېږي.
یادې ورځپاڼې کابل ته د محمد صادق سفر بریالی بللی او ډاډ یې څرګند کړی، چې هلته یې د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ګټورې ناستې ولاړې کړې دي.
دا داسې مهال ده، چې پاکستان په وار وار طالبانو ته ګوته نیولې چې «ټيټيپي» ته یې په افغان خاوره کې خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.
تر دې څو اونۍ دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او بیا یې هیله څرګنده کړه، چې له طالبانو سره یې د سیمې او پاکستان د امنیت په تړاو ګټور بحثونه کړي دي.
په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې نا امنۍ د اسلام اباد لپاره لوی سرخوږی ګڼل کېږي او د خپل باور له مخې غواړي، چې پر افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مخه ډب کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند وروسته د کراچۍ په بندر کې د تېلو وړونکو بېړیو تګ راتګ عادي شوی دی. د معلوماتو له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ ۱۹ بېړیو په دغه بندر کې لنګر اچولی دی.
د کراچۍ بندر ادارې په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، پکې ویلي چې بېړیو ته بیا اجازه ورکړل شوې چې د وارداتو او صادراتو مالونه بندر ته راوړي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د ګمرک ادارې لهخوا د کارګو معاینه هم بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د بندر د سرچینو له قوله خبر ورکړی، تمه ده چې له دوشنبې څخه د کیماړي ـ منوره ترمنځ کښتۍ هم بېرته د معمول مطابق فعالیت پیل کړي.
د بندر په اعلامیه کې راغلي، چې له ۱۹ بېړیو څخه د ۱۶ لکه ټنه سوداګریزو مالونو د لېږد بهیر روان دی.