• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ رسنۍ: سراج الدین حقاني پاکستان ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت ډاډ ورکړی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په ناسته کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به اسلام اباد ته هېڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.

یادې ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې دغه ژمنې په یوې درې اړخیزه غونډه کې چې د چین ځانګړي استازي هم پکې ګډون لاره؛ شوې دي.

د دغې ناستې موخه د درېیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

سراج الدین حقاني پاکستاني استازي ته ډاډ ورکړی، چې د هند او‌ او پاکستان په روانه کشاله کې دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن اوسي.

راپور کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د طالبانو له لوري چین او‌ پاکستان سره د متقابل درناوي او تفاهم په دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد او‌ په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد نه کارول کېږي.

یادې ورځپاڼې کابل ته د محمد صادق سفر بریالی بللی او ډاډ یې څرګند کړی، چې هلته یې د‌ پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ګټورې ناستې ولاړې کړې دي.

دا داسې مهال ده، چې پاکستان په وار وار طالبانو ته ګوته نیولې چې «ټي‌ټي‌پي» ته یې په افغان خاوره کې خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.

تر دې څو اونۍ دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او بیا یې هیله‌ څرګنده کړه، چې له طالبانو سره یې د سیمې او‌ پاکستان د امنیت په تړاو ګټور بحثونه کړي دي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې نا امنۍ د اسلام اباد لپاره لوی سرخوږی ګڼل کېږي او د خپل باور له مخې غواړي، چې پر افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مخه ډب کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکایی څېړونکی: چین د افغانستان په نادره فلزاتو د ولکې ټینګولو هڅه کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

امریکایی څېړونکی او د سولې په انسټیټیوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا پروګرام پخوانی مشر سکاټ وارډن وايي، چین هڅه کوي چې د افغانستان په نادره فلزاتو خپله ولکه ټینګه کړي.

د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې؛ وارډن د ټرمپ ادارې له‌خوا د امریکا د سولې انسټیټیوټ تړل هم وغندل او ویې ویل، چې دا په منځني ختیځ کې د چین لپاره یوه ډالۍ کېدای شي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ فعالیتونه د تېر کال (د مارچ په ۱۷مه) د ټرمپ ادارې له‌خوا وځنډول شول او ډېری کارکوونکي یې له دندو ګوښه شول.

سکاټ وارډن په دغه انسټیټیوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا د پروګرام رییس و.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د هغه له حوالې لیکلي، په داسې وخت کې چې چین د خپلې "یو کمربند، یوې لارې" پروژې له لارې په سیمه کې لویه پانګونه کوي؛ د امریکا د سولې انسټیټیوټ تړل د بیجېنګ لپاره یوه ډالۍ کېدای شي.

ښاغلي وارډن ویلي، چې افغانستان په پاکستان او منځنۍ اسیا کې د چین د ګټو د نښلولو لپاره خورا مهم دی.

د دغه پخواني امریکایي چارواکي په وینا؛ چین د پاکستان په زېربناوو کې لویه پانګونه کړې او همدارنګه یې په منځنۍ اسیا کې په زېربناوو، سوداګرۍ او انرژۍ سکتورونو کې خپله پانګونه زیاته کړې ده.

سکاټ وارډن وویل:« د چین د نفوذ ساحه د سیمه‌ییز اتصال او د نادره ځمکنیو عناصرو د کېندنې په تړاو (هغه عناصر چې په افغانستان کې ډېر دي؛ خو لا تر اوسه کېندل شوي نه دي) چین هڅه کوي، چې په دغې سیمه کې خپله ولکه او نفوذ پراخ کړي.»

دغه امریکایی څېړونکی وايي، چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP) کارکوونکو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بشري حقونو د سرغړونو او د ترهګرۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره ان د افغان وګړو او سیاسي مشرانو سره هم کار کړی و.

ښاغلي وارډن وویل:« د سیمې د ټیکاو لپاره د امریکا د سولې انسټیټیوټ هڅې د هېواد د دولتي ادارو پرتله ډېر کم لګښت لرونکې او خورا اغېزمنې وې.»

ندا محمد ندیم: هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» دی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» بلل کېږي. د هغه په خبره، ډاکټران باید ځانونه د «ګمراه» شویو ملایانو‌ په څېر جامع الکمالات نه کړي او باید یوازې په خپله تخصصي برخه کې کار وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د (غويي ۲۱مه) د کابل په طبي پوهنتون کې د زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «کوښښ وکړه، د خپلې وړتیا مطابق اجرات وکړه. زموږ علماوو څخه په دغه دیني برخه کې که یوه پوښتنه چا څخه وکړه او ده ځواب کړه خپله هم ګمراه دی او نور هم ګمراهان کوي.»

د نوموړي په خبره، ډاکټران له خپل تخصص څخه دباندې هم د هر ډول ناروغیو درملنې کوي چې دا چاره ناسمه کړنه ده.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزیر له ډاکټرانو څخه غوښتي، چې د نړۍ په عصري سېسټم د جراحۍ ترسره کولو او درملنې له چارو سره ځانونه بلد کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو نجونې د طبي زده‌کړو په ګډون له هر ډول لوړو زده‌کړو څخه بې برخې کړې دي.

ندا محمد ندیم د نجونو د زده‌کړو په تړاو د خپل مشر ملا هبت الله له لوري د لګول شویو سختدریځه بندیزونو څخه خورا په جدي ډول ننګه کوي.

په بېلابېلو وختونو کې د نوموړي څرګندونې جنجالي شوې دي او تر نیوکو لاندې راغلې دي.

د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په وار، وار د عصري زده‌کړو ضد څرګندونې کړې دي، چې په دې لړۍ کې د دغه ډلې د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي عصري علوم «مباح» بللي دي.

ایرانی چارواکی: د دوغارون په پوله د لاریو ځنډېدل به د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د ایران د تایباد مرستیال والي مهدي رجبي وایي، چې د دوغارون په اقتصادي مرکزونو کې د ایران او افغانستان د ټرانزیټي لاریو تګ راتګ ځنډېدل به دواړه هېوادونه له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړي.

د ایراني رسنۍ ایرنا د راپور له مخې؛ رجبي د دوغارون له ګمرک څخه د لیدنې پر مهال ویلي:« دغه رسمي لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ده، چې هره ورځ له زرو څخه ډېرې لارۍ صادراتي، ټرانزیټي او وارداتي توکي لېږدوي.»

هغه د دغه لاریو د ځنډېدو لامل په اړه ویلي:« د دغه دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د لاریو د ننوتلو او وتلو لړۍ ګړندۍ کول او ساده کول د احتمالي پېښو، په ځانګړې توګه د اور لګېدنې په مخنیوي کې لوی رول لوبوي.»

هغه ویلي، د پرله پسې ټینګار سره، سره په دوغارون کې د مسوولو ادارو له‌خوا په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې او تجهیزات نه دي چمتو شوي.

د هغه په وینا؛ بې له شکه د دوغارون په ګمرکونو کې د اړینو زېربناوو په چمتو کولو کې د ټولو ملي، ولایتي او سیمه‌ییزو ادارو همغږي، تعامل او ملاتړ د ایران او افغانستان ترمنځ د تعاملاتو د کچې په لوړولو کې لوی رول لوبوي.

طالبانو له فرانسې غوښتي، چې کابل کې خپل سفارت پرانېزي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین څخه غوښتي، چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته پرانېزي.

شاهین دغه غوښتنه د (غویي ۲۱مه) په قطر کې د یوې ګډې ناستې پر مهال کړې ده.

په دغې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي اړیکو او بشري مرستو خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر همدا راز له فرانسې غوښتي، چې د لرغونو اثارو په برخه کې خپلې مرستې پراخه کړي.

طالبان داسې مهال له فرانسې څخه په کابل کې د سفارت د پرانېستلو غوښتنه کوي، چې د دغه ډلې په بیا ځل واکمنېدو سره ډېری لوېدیځو هېوادونو او امریکا خپل سفارتونه وتړل.

د روسیې، چین، پاکستان او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون ځینو عربي هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانېستي ساتلي دي.

یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، تر هغې چې طالبان د ښځو حقونو، بشري ازادیو، جمهوري ارزښتنو او بیان ازادۍ تر څنګ د افغانانو نورو بنسټیزو حقونو ورکړه تضمین نه کړي؛ نو هېڅکله به له دغه ډلې سره ډېپلوماټیک تعامل ته زړه ښه نه کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم د امریکا تر څنګ له یو شمېر لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې دې خپل سفارتونه پرانېزي؛ خو دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده شوې.

تازه مېوې؛ ننګرهار کې سږ کال د شفتالو حاصلات نږدې ۹‌زره ټنه اټکل شوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۱۵ولسوالیو کې د شفتالو باغونه جوړ شوي چې سږ کال یې حاصلات ۹۸۳۵ مټریک ټنه اټکل شوي دي.

د دغه ریاست د ویاند اجمل سبحاني د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې په ۲۶۰۰جریبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي دي. کامه د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو ده، چې د شفتالانو بڼونه په کې جوړ شوي دي او بڼوال سږ کال د ښو حاصلاتو څخه خوښ برېښي.

هنر خان چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بڼ پالنه کوي، سږ کال یې د شفتالانو ګټې وټې ته هیلې ډېرې دي او هیله لري چې په ښه بیه یې وپلوري.

هغه زیاتوي: «سږ کال بار هم ډېر دی او دانه یې هم ښایسته رنګ داره ده.»

د شفتالو دغه بڼونه د بڼوالو تر څنګ د عامو خلکو لپاره هم د روزګار ښه وسیله ګرځېدلې ده.

د محمد یونس په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکي له خپل دې کاروباره خوښ برېښي.

هغه وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له بڼوال شفتالان اخلي او بیا یې په بازارونو کې پلوري.

نوموړي وویل: «ډېر ځوانان راسره نور کار کوي، یو څو روپۍ غریبۍ کوو د خپلې کورنۍ لپاره.»

د کرنیزو چارو کارپوهان باور لري، چې ننګرهار د شفتالانو د حاصلاتو لپاره مناسب اقلیم لري او باید ورته پراختیا ورکړل شي.

یاد ولایت کې له دې سربېره مالټې، سټروس، هندواڼې، خټکي، زردالو، خرما او ډول، ډول نورې مېوې هم د حاصلاتو لویه برخه جوړوي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یوه تازه راپور کې بیا خبرداری ورکړی، چې سږ کال به په افغانستان کې د تودوخې کچه لوړه وي او په اوسط ډول به د بارانونو کچه هم ټیټه وي؛ نو له همدې امله په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دغه اقلیمي بدلون له امله به کرنیز حاصلات هم اغېزمن شي.