• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه جګپوړي بریتانیايي جنرال بریتانیا ته د افغان شاهدانو د تګ مخه نیولې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۱

یو لوړپوړی بریتانیایی جنرال، چې په افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو مشري کوله، تورن شوی چې د یادو ځواکونو د جنګي جرمونو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره یې د افغان ځانګړو ځواکونو د سرتېرو سلګونه پناه غوښتنلیکونه رد کړي، څو دا احتمالي شاهدان برېتانیا ته لاړ نه شي.

جنرال سر ګوین جنکینز، چې اوس د بریټانیا د دفاع وزیر ستراتیژیک سلاکار دی، له هغه راهیسې له سختو نیوکو سره مخ دی، چې څرګنده شوې هغه دبریټانیا د ځانګړو ځواکونوله خوا د مشکوکو وژنو راپور نه و ورکړی او وروسته یې هغه افسر ته د پنا غوښتنو د ارزونې دنده وسپارله، چې پخپله هم د افغانستان په ماموریت کې ښکېل و.

د بي بي سي له څېړنو سره سم، د زرګونو افغان سرتیرو، په تېره د "ټریپلز" په نوم ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنلیکونه، چې له بریټانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې، رد شوي.

سرچینې وایي، ځینې دغه افغان سرتیري وروسته د طالبانو له‌خوا شکنجه او وژل شوي دي.

د بیځایه شویو افغانانو د مرستو پروګرام کارکوونکو د پروسې د اعتبار پر وړاندې شک څرګند کړی، او اسناد ښيي، چې بریتانیايي ځانګړو ځواکونو ته د "ویټو" حق ورکړل شوی و، څو د غوښتنلیکونو پایله بدله کړي.

یو پخوانی وزیر، جاني مرسر، د جنورۍ ۲۰۲۴ په یوه لیک کې د دغو ځواکونورول "د پام وړ تضاد" بللی و او خبرداری یې ورکړی، چې دا مساله به د افغان تحقیق ډلې له لوري بربنډه شي.

د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، هېڅ داسې شواهد نشته چې د افغان سرتېرو د شهادت مخه دې نیول شوې وي، خو بي بي سي وايي، چې د جنرال جنکینز د پرېکړو له امله، لسګونه افغان سرتیري برېتانیا ته نه دي پرېښودل شوي، چې دا د شفافو تحقیقاتو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د محمد صادق په ګډون؛ پاکستاني پلاوي او طالبانو په تورخم کې ناسته کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د تورخم کميسارۍ په انګړ کې د طالبانو د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ترمنځ دوه اړخیزه ناسته شوې. په دې ناسته کې د موجودو ستونزو حل او د خلکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دوشنبې په ورځ په تورخم ښارګوټي کې ناسته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي، د ناروغانو او مسافرو تګ‌راتګ، جنازو او ودونو، کډوالو ته د انساني چلند او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوی دی.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار وايي، چې دې ته ورته ناستې وخت ناوخت د دواړو لوریو له خوا ترسره کیږي، چې ځینې موضوعات پرې تر یوه بریده حل شوي او دې ناسته کې د پاتې نورو مسایلو د حل ژمنې وشوې.

ناسته کې دواړو لورو یو بل ته ډاډ ورکړی، چې د یادو ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق وایي، د تورخم په لویه لاره یې تورخم ښارګوټي کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو په غونډه کې ګډون کړی.

هغه پر خپل اېکس ولیکل، چې دا غونډه په دوستانه فضا، همکارۍ او متقابل درناوي کې ترسره شوې ده.

طالبان: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده‌کړې له خطر سره مخ کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونېسف) له استازي تاج‌الدین اویوواله سره کتلي دي. مطیع الله خالص وايي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده کړې له خطر مخ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له قوله لیکلي چې په دې کتنه کې خالص ویلي دي: «افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دی او د وچکالۍ دوام، بې وخته سېلابونه، د طبیعي منابعو تخریب او د هوا ککړتیا نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي بلکې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده‌کړې هم له خطر سره مخ کوي.»

هغه د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (ان‌ډي‌سي -۲) سند په چمتو کولو کې د «یونېسف» د تخنیکي همکارۍ مننه کړې او د «کاپ – ۳۰» اقلیمي کنفرانس لپاره د لار نقشې جوړولو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو د تنظیم او د هوا او اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خواصو د تحلیل په برخه کې یې د یادې ادارې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د «یونېسف» استازي هم د ماشومانو پر رواني، فزیکي او ټولنیز وضعیت او د اقلیمي بدلون پر ناوړو اغېزو خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې ماشومان د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي، ښوونځي پرېږدي او د خوارځواکۍ، ناروغیو او بې‌وزلۍ له ګواښونو سره مخ دي.

هرات کې ښوونکي: په وږې خېټه درس نه شو ورکولای، دوه میاشتې کیږي معاش مو نه دی اخېستی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

په هرات کې یو شمېر ښوونکي وایي چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي او د طالبانو له ادارې غواړي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. دوی ټینګار کوي چې په وږې خیټې، تشو جېبونو او مضطربو ذهنونو زده‌کوونکو ته تدریس نه‌شي کېدای.

یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم‌ یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په داسې حالت کې څنګه تمه لري چې موږ په حوصله، تمرکز او شوق سره ټولګي ته لاړ شو؟ دا ناشونې ده چې په لوږي او اندېښنو درس ور کړو».

دوی زیاتوي چې د معاشونو نه‌ورکولو د دوی د کورنیو ژوند له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړی، او حتا تر دې چې ښوونځي ته د تګ‌ راتګ کرایه نه‌لري.

یوه بله ښوونکې وایي، « موږ هم انسانان یو، مسوولیتونه لرو. معاش زموږ حق دی، نه کوم احسان. که د هېواد راتلونکی زموږ په لاس جوړېږي، باید زموږ اوسني وضعیت ته هم پام وشي».

دا یوازې د هرات ښوونکي نه‌دي. له دې وړاندې د کندهار، خوست او ننګرهار ښوونکو هم ورته شکایتونه کړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې چې د معاشونو ځنډ یې نه یوازې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د تدریس کیفیت هم تر اغېز لاندې راولي.

پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، طالبانو خپلو دولتي کارکوونکو ته ویلي وو چې ښايي د دریو میاشتو معاشونه یې وځنډېږي.

په داسې حال کې چې طالبان د پوهنې نظام پر «اسلامي کولو» تمرکز کوي، د ښوونکو دا اقتصادي بحران یوه ستره ننګونه ده چې کولی شي د هېواد د ښوونیز سیستم بنسټونه کمزوري کړي.

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ځینې افغان پانګوال چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په دریو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي. د یاد معاونیت وايي، چې له دې لارې به په مستقیم ډول ۶۰۰۰ کسانو ته کار پیدا شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د غويي ۲۲مه وویل، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په یوه ناسته کې افغان پانګوالو د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډې پانګونې ته تیاری ښودلی.

د یادو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره کړي او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه په نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي.

دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، عبدالغني برادر د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی کړی او ددې ډلې له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی.

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د «جنګي جنایتونو» د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان او عراق کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د بي بي سي د وروستي راپور په اړه غبرګون ښودلی.

هغه په ​​افغانستان کې د "جنګي جرمونو" د عاملینو حساب ورکولو او د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت پر اړتیا ټینګار وکړ.

په افغانستان او عراق کې د پخواني برېتانیايي ځانګړو ځواکونو د "جنګي جرمونو" افشا کولو په اړه د بي بي سي تازه راپور غبرګونونه راپارولي دي.

ریچارډ بېنېټ دغه راپور ټکان ورکوونکی بللی او ویلي یې دي: «دا انکشاف په افغانستان کې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د هر اړخیزې حساب ورکونې او عدالت اړتیا په ګوته کوي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي په افغانستان کې د "جنګي جرمونو" لپاره د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ، لکه څنګه چې د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د حساب ورکونې د میکانیزم نشتوالی به په هیواد کې د جرمونو شواهد له منځه یوسي.

د برېتانيا د ځانګړو ځواکونو يو شمېر پخوانيو غړو بي بي سي ته ويلي، چې په عراق او افغانستان کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو وسله وال په خوب کې وژلي او د ماشومانو په ګډون پر ملکي وګړو يې "لاسونه ور تړلي" او وژلي دي.