• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې ۷۱۰ پولیس له نظامي زده کړو فارغ کړل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

طالبان وايي، په بلخ ولایت کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ سرتېري نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي زده کړوفارغ شوي. د یادې ډلې په وینا، په دې دوره کې ۷۱۰ سرتېري له دريو مياشتو نظامي او فکري زده کړو فارغ شول، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتی اژانس د رپوټ له مخې نن سې شنبه، د غويي ۲۳مه، په بلخ کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ پولیسو د فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندان پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ له فارغو شویو پولیسو غوښتنه وکړه، چې «طالبان بايد د نظامي رتبو لپاره نه بلکې د تقوا او غوره کارنامو لپاره او د اسلامي تاریخ د رنګین ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي».

د بلخ ولایت د طالبانو د تعلیماتو مرکز قوماندان محمد صابر الفت په یادو مراسمو کې د طالبانو مسلکي کول خپل کاري لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

طالبان په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د شل فیصده تنقیص د تطبیق په درشل کې دي خو دې مسالې ددې ډلې غړو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو له‌پاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون رامنځته کړ.

دغه کمېسیون دا دنده لري، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنیدو په صورت کې د هغوی د استوګنې، ژوند ژواک، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو له‌پاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

طالبان وايي چې دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولینو په وینا، تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، خوست، کندهار، نیمروز، هرات، فاریاب، پکتیا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

له پاکستان او ایران څخه هره ورځ لسګونه افغان کډوال په جبر بېرته هېواد ته استول کېږي، چې طالبانو د سرحدي سیمو په اوږدو کې ورته لنډمهاله کمپونه جوړ کړي دي.

ندا محمد ندیم: په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې پوهنتونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده. د ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبرۍ شورا ناسته کې مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوې.

ندا محمد ندیم په دې ناسته کې وویل:«په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.»

ندا محمد ندیم همداراز د دې وزارت له بېلابېلو مسولینو او د شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلې کړنې د اسلامي ارزښتونو سره سمې کړي او اسلامي نظام ته د خپلې ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د دولتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د څارنې لارښود، د طالبانو د تحصیلي نهادونو د فوق لیسانس پروګامونو د ازموینې لارښود، د تحصیلي بنسټونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لیسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې، دغه ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای دیني مدرسو ته زیات تمرکز کړی دی او د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله اوس د ځوانانو لېوالتیا د عصري زده کړو پر وړاندې راکمه شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې تېرو درېیو کالو کې شاوخوا ۲۳ زره مدرسې جوړې شوي دي.

طالبان: یو چینایي شرکت د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د "سن جینګ الکتریک"په نوم چینایي شرکت په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دغه شرکت له استازي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي او د پانګونې موضوع یې ورسره څېړلې ده.

د سن جینګ الکتریک شرکت استازي په دې لیدنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان له شتمنیو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو، څخه د برېښنا تولید له‌پاره استفاده وکړي. نوموړي له وزارت څخه د لازمو اسانتیاوو او همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

زاهد په دې ناسته کې وویل: "افغانستان د پانګونې لپاره یو خوندي او مناسب چاپېریال لري او اوس مهال په بېلابېلو سکتورونو کې بې‌سارې اسانتیاوې برابرې شوې دي."

نوموړي له دغه شرکت څخه غوښتي چې خپل کاري پلان د پانګونې له ریاست سره شریک کړي، ترڅو د ریاست متخصصین پرې تخنیکي نظریات ورکړي او د پلان د لا پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

باید وویل شي، چې افغانستان د خپلو پراخو طبیعي زیرمو او کانونو په لرلو سره په سیمه او نړۍ کې ځانګړی مقام لري.

د کارپوهانو په وینا، که دغه زېرمې په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان به په راتلونکي کې د سیمې یو له بډایه هېوادونو څخه شي.

د یادونې وړ ده چې دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې طالب چارواکي هڅه کوي بهرني پانګوال وهڅوي څو په انرژي، کانونو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

طالبان: د تورخم له لارې راوړل شوي وراسته ۱۳ موټره الوګان مو بېرته پاکستان ته ور وګرځول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

په ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وایي، چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې د راوړل شویو ۱۴ لارۍ الوګانو څخه یې ۱۳ موټره وراسته شوي هغه بېرته پاکستان ته ور ګرځولي دي.

په دغه ولایت کې د کرنې ریاست طالب چارواکي وایي، چې له ټولو لاریو څخه یې نمونې معاینه او وکتلې چې معلومه شوه، یاد راوړل شوي الوګان بې کیفیته دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مشر مولوي محمد ولي محسن ځایي رسنیو ته ویلي، «د ۱۴ لاریو له جملې یې ۱۳ لارۍ وراسته او یوه لارۍ یې باکیفیته و چې د راتګ اجازه ورکړل شوې.»

په ننګرهار کې د کرنې د برخې متخصیص ډاکټر لاجبر شینواری افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «اوس په ننګرهار کې د الوګانو د کرلو وخت نږدې دی، بزګران د کښت لپاره خپلې ځمکې تیاروي، که درست او اصلاح شوي تخمونه وکرل شي نو دهقانان به یو څه ګټه تر لاسه کړي، که نه نو ټوله خواري یې پر سیند لاهو کېږي.»

هغه زیاته کړه: «د کرنې د برخې چارواکي باید د تخمونو په وارداتو کې کفیت ته ډیره توجه وکړي، ځکه غیر اصلاح شوي تخمونه کولې شي د خلکو خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ کړي»

بلخوا په ننګرهار کې د کرنې د برخې چارواکي په سوداګرو غږ کوي، چې هېواد ته بې کیفیته توکې نه راوړي.

د طالبانو روغتیا وزیر د بې پولې ډاکټرانو له مشر سره د روغتیایي مرکزونو پر پراختیا خبرې کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت لپاره د دغې ډلې وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان له مشر مېکایل لیپي سره د دغه سازمان اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پرختیا په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه خبرې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو مشر او استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په روغتیایي خدمتونو کې روڼتیا، له دغه وزارت سره پر ښې همغږۍ ‏او د داومداره ګټورو خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ‏په دغه لیدنه کې د بې پولې ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا ژمنه کړې او د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.
‏ ‏د خبرپاڼې په ټکو؛ ښاغلي لیپي دارنګه په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې پر دوامداره روغتیایي خدمتونو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال شي.

له بل پلوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر ښاغلي میکاېل سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

ښاغلي نعیم ويلي، د ملاهبت الله د فرمان له مخې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي مېکایل د مېندو او د هغوی د ماشومانو روغتیا او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.