• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د سعودي عربستان ولیعهد بن سلمان خپل "ملګری" وباله

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ رسمي خبرې اترې یو ساعت وړاندې د ریاض په الیمامه شاهي ماڼۍ کې پیل شوې. د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ په شاهي ماڼۍ کې بن سلمان خپل "ملګری" وباله او ویې ویل چې دواړو ښې اړیکې جوړې کړې دي.

ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې موږ یو بل ډېر سره خوښ کړي دي."

هغه د سعودي ولیعهد ته دا هم وویل: "موږ له کلونو راهیسې ښې اړیکې لرو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "موږ هغه وخت ولیدل کله چې تاسو سپینې ماڼۍ ته راغلئ، زما ډېر ښه په یاد دي، زه د دې ځوان په لیدو ډېر متاثره شوی وم. دی ډېر ځوان او له خپل عمر څخه ډېر پوه و. زه فکر کوم شاید هغه وخت به ۳۱ کلن و، خو ډېر هوښیار و. زموږ اړیکې هلته سره نږدې شوې.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کیېف: زیلېنسکي له پوټین پرته د استانبول په خبرو اترو کې برخه نه اخلي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر ویلي، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله د استانبول په خبرو کې برخه وانخلي، هغه به هم ګډون و نه کړي.

دا څرګندونې د زیلینسکي سلاکار میخایلو پودولیاک د سې‌شنبې په ورځ وکړې او کرملېن یې وننګاوه، چې که رښتیا د سولې غوښتونکی وي، پوتین باید حاضر شي.

دا غونډه چې ټاکل شوې د پنجششنبې په ورځ په استانبول کې ترسره شي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې نویو هڅو یوه مهمه برخه ده. ټرمپ وړاندیز کړی چې که د سولې امکان وي، ښايي خپله هم پکې ګډون وکړي.

کرملېن تر اوسه نه‌دي ویلي چې پوتین به استانبول ته لاړ شي.

د روسیې ویاند دمیتري پسکوف ویلي: « د خبرو اترو لپاره چمتووالی روان دی، نور به تبصره نه کوو.»

اروپايي مشران هم د اوکراین ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې که روسیه د دوشنبې له ورځې بې‌قید او شرطه اوربند ونه مني، نو پر مسکو به نوي سخت بندیزونه ولګوي.

فرانسې خبرداری ورکړی چې دا بندیزونه به د روسیې نفت او مالي سکتور هدف وګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکراین، بریتانیا، فرانسې، جرمني، پولنډ او اروپايي ټولنې له چارواکو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ، چې دا مهال د خلیج د څلور ورځني سفر په پیل کې سعودي عربستان ته رسېدلی، وړاندیز کړی چې ښايي استانبول ته لاړ شي. هغه وویل: « دا امکان لري، خو کار باید بشپړ شي. د پنجشنبې ورځ مه هېروئ».

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د برېتانیايي ځواکونو احتمالي جنګي جرمونه دې بې پرې وپلټل شي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا د ناقانونه وژنو او د هغو د پټولو ادعاوې خورا جدي دي او باید د شفافې او خپلواکې پلټنې له لارې وڅېړل شي.

دا څرګندونې د بریتانیا د بښنې نړیوال سازمان مشر ساشا دیشموک، د بي بي سي پانوراما له هغې څېړنې وروسته وکړې چې پکې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا په افغانستان کې د بندیانو، ماشومانو او ټپیانو د قصدي وژنو ادعا شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) غړو په قصدي ډول بندیان، ماشومان او ټپیان وژلي او بیا یې دا پېښې پټې کړي دي. راپور وايي، دا ادعاوې د جنګي جرمونو له جدي شواهدو سره مل دي او همدا لامل دی چې د برېتانیا حکومت اوس د عامه پلټنې لپاره یو رسمي تحقیق پیل کړی دی.

دیشموک زیاته کړه: "دغه ادعاوې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي او که دا ادعاوې رښتیا وي، نو دا به د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه وي."

نوموړي همداراز اندېښنه وښوده چې د دغو پېښو ادعاوې د کلونو موده رانغاړي او ښايي د دفاع وزارت په دننه کې د یوې ادارې له لوري د سیسټماټیکو پټولو، جعلي راپورونو جوړولو او د څېړنو د مخنیوي هڅې شوې وي.

هغه ټینګار وکړ چې روانه عامه پلټنه باید خپلواکه وي، کافي مالي او حقوقي امکانات ولري او وکولای شي ټول اړوند شواهد، حتا محرم اسنادترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې د جنګي جرمونو تور پرې لګېدلی، باید د رتبې له پامه پرته په بریتانیا یا که اړتیا وي، د جرمونو نړیواله محکمه کې محاکمه شي.»

د بښنې نړیوال سازمان وايي، عدالت باید ونه ځنډېږي، ځکه قربانیان او ولس د بشپړ حقیقت، شفافیت او حساب ورکونې غوښتونکي دي.

طالبانو د ترکمنستان له سفیر سره د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پيلېدو خبرې وکړې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزیر محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې پرمهال د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پیلېدو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين او بیا رغولو په اړه خبرې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د رپوټ له مخې، د طالبانو د ټولګټو وزیر محمد عیسی ثاني د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په تړاو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړه لوري د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نويو تاسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو جوړولو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو ټولګټو وزیر په کابل کې د ترکمنستان سفیر ته وویل:« افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.»

محمدعیسی ثاني زیاته کړې چې دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې پانګونه وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير يې د افغانستان يو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزيټي مسير بللی.

ریاض ته د ټرمپ سفر؛ ټرمپ، بن سلمان او ماسک لنډې خبرې اترې سره کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ، محمد بن سلمان او ایلن ماسک په سعودي عربستان کې د امریکا د ولسمشر د هرکلي په مراسمو کې له یو بل سره لنډې خبرې اترې وکړې.

عربي رسنیو هم راپور ورکړی، چې لسګونه امریکایي او سعودي سوداګر به د سې شنبې په ورځ په شاهي دربار کې د ټرمپ د ریاض د سفر په مناسبت په "سوداګریزه غرمنۍ" کې ګډون وکړي.

دا پروګرام به د سعودي عربستان د ولیعهد په کوربه‌توب ترسره شي.

د ګډونوالو د لېست له مخې، د ریاض شاهي دربار به د شاوخوا ۲۵۰کسان کوربه‌توب وکړي، چې دا د متحده ایالاتو او سعودي عربستان ترمنځ د سوداګریزو تړونونو او پراخې همکارۍ لپاره د ټرمپ لومړیتوب په ګوته کوي.

امریکا پر عربي اماراتو د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

ابوظبي ته د ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر متحده عربي اماراتو یې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو او الوتکو د خرڅلاو اجازه یې صادره کړې ده.

دغه خلیج هېواد ته وړاندیز شوي پلور کې شپږ بوینګ CH-47 چینوک هلیکوپټرې او نور پوځي تجهیزات شامل دي، چې ارزښت یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نظامي چارو ادارې په وینا، دا خرڅلاو به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «متحده عربي امارات به دا تجهیزات د لټون او ژغورنې عملیاتو، طبیعي پیښو سره د مرستې، بشري ملاتړ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وکاروي.»

امریکایي چارواکو زیاته کړه: «متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ملګری دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پیل کړ.