پولنډ له جرمني نه شړل کېدونکي دوه افغان کډوال ونه منل

د پولنډ سرحدي پولیسو دوه هغه افغان کډوال ونه منل، چې پر پوله له اوښتلو وروسته له جرمني نه بېرته دغه هېواد ته شړل کېدل. د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، دغه پېښه د برانډنبورګ ایالت د ګوبن ښار په سرحدي سیمه کې شوې.
