ټرمپ یوځل بیا وویل چې چین په بګرام اډه کې دی

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې د امریکا پوځي اډه کې یوځل بیا وویل، چې متحده ایالات باید د بګرام اډه ساتلې وای، ځکه دا له چین څخه یوازې یو ساعت فاصله لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې د امریکا پوځي اډه کې یوځل بیا وویل، چې متحده ایالات باید د بګرام اډه ساتلې وای، ځکه دا له چین څخه یوازې یو ساعت فاصله لري.
هغه زیاته کړه: « په عزت او ځواک سره وتلو او د افغانستان فاجعه به نه پېښېده».
ټرمپ وویل: « تاسې پوهېږئ چې اوس چین په بګرام کې دی».
ټرمپ په العدید هوايي اډه کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پر مهال، د جو بایډن د حکومت پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ نږدې وو چې د بایډن د پالیسیو له امله له منځني ختیز څخه لاس واخلو». نوموړي ټینګار وکړ: «موږ به له منځني ختیځ څخه ساتنه وکړو».
ټرمپ دا هم وویل چې امریکا له ایران سره هوکړې ته «ډېره نږدې» شوې ده.
نوموړي له تهران سره د خبرو اترو پر مهال د واشنګټن جدي دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ایران تر یوه بریده د هوکړې له موادو سره موافقه کړې ده».
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د ایران موضوع په هوښیارۍ حل کړو، نه په زور».