پر اوکراین د روسیې په هوايي برید کې نهه ملکي وګړي ووژل شول

د ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې، د اوکراین په شمال ختیځ کې پر یوه مساپر وړونکي بس د روسیې د هوايي برید له امله نهه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. ویل کیږي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په شمال ختیځ «سوم» سیمه کې یو موټر په نښه کړ.

دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په استانبول کې د روسیې او کیف د پلاويو ترمنځ د خبرو اترو لومړي پړاو پای ته رسېدلی او دواړه خواوې د زرګونو جنګي بندیانو د تبادلې په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي دي.