د امریکا د استازو جرګې دوو غړو د افغان کډوالو لپاره د ۲۰ زرو اضافي ویزو غوښتنه کړې

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو جیسن کرو او زیک نون په یوه لیک کې د افغان کډوالو لپاره د ۲۰۰۰۰ ویزو د تصویب غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو جیسن کرو او زیک نون په یوه لیک کې د افغان کډوالو لپاره د ۲۰۰۰۰ ویزو د تصویب غوښتنه کړې ده.
جیسن کرو په خپله ویبپاڼه خپاره کړي لیک کې د امریکا د استازو جرګې له مشر، د ملي امنیت فرعي کمېټې دوه ګوندیزو غړو، بهرنیو چارو وزارت او له هغې کمیټې څخه، چې د امریکا په کانګرس کې اړوند پروګرامونه چمتو کوي غوښتي، چې د افغان کډوالو لپاره یادې شل زره ویزې د کډوالۍ ځانګړو ویزو د پروګرام په چوکاټ کې د ۲۰۲۶ مالي کال په قانون کې شاملې کړي.
په لیک کې راغلي دي: «د امریکا کډوالۍ ځانګړو وېزو لپاره وړ افغانانو په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د متحده ایالاتو په مشرۍ د ډیموکراسۍ او پوځي هڅو کې خدمت کړی، زموږ امنیت او پیاوړتیا ته یې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړل. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې د افغانستان SIV پروګرام لپاره کافي ویزې شته او د پروګرام د فعال ساتلو لپاره اړین دي ترڅو د جګړې په وخت کې د دې متحدینو امنیت ډاډمن شي.»
د امریکا د کانګرس دغه غړي جیسن کرو وايي، چې په افغانستان کې د امریکا متحدینو د امریکا لهخوا د ترسره شوي تفتیش «طلايي معیار» پوره کړی دی.
د لیک په یوه برخه کې راغلي: «د امریکا حکومت ژمن و، چې زموږ ژمنې پوره کړي او په وروستیو کلونو کې یې د پروسس او بیا میشتیدنې د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره لوی ګامونه پورته کړي دي. د امریکا خلکو هیڅکله زموږ د نږدې افغان متحدینو لپاره په خپل ملاتړ کې سستي نه ده کړې، د خپلو افغان متحدینو خوندي کول زمونږ دوامداره ملګرتیا ته اړتیا لري ترڅو دا ماموریت بشپړ شي.»
په لیک کې وړاندې راغلي، چې د امریکا کانګرس باید د پخوانیو تړونونو په اساس عمل وکړي ترڅو اجرایوي څانګه وکولی شي هغو افغان وګړو ته ویزې ورکړي، چې د طالبانو، القاعدې او نورو دښمنو ډلو له خوا د متحده ایالاتو لپاره د دوی د خدماتو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان وګړو لپاره د امریکا کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د افغان امریکایی متحدینو د ساتنې قانون له لارې نافذ شو، ترڅو د هغو افغان - امریکایی پناه غوښتونکو لپاره د ژوند ژغورنې لاره چمتو کړي چې د امریکایی سرتیرو، ډیپلوماتانو او قراردادیانو سره د کار کولو په پایله کې د مرګ له سزا او نورو جدي کواښونو سره مخ کیږي.
له هغه وخت راهیسې، دا پروګرام څو ځله ښه شوی، او هر ځل د دوه اړخیزو او د امریکا د دواړو مجلسونو د پام وړ ملاتړ شوی دی.


هند غواړي چې د اندوس سیند له سیستم څخه د اوبو اخیستل ډېر کړي، ترڅو د پاکستان کرنیزو سیمو ته د بهیدونکو اوبو بهیر ته جدي ګواښ پېښ کړي. د رویټرز د راپور له مخې، هند په دې کار سره غواړي پر پاکستان اوبه کمې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اړوندو چارواکو ته امر کړی چې د چناب، جهلم او اندوس سیندونو؛ کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون (سند هوکړه) له مخې پاکستان ته ځانګړي شوي، د اوبو پروژو د پلي کېدو چټکتیا ته لومړیتوب ورکړي.
رویټرز ته شپږو باوري سرچینو ویلي، چې یو له مهمو پلانونو څخه چې بحث پرې روان دی، د چناب سیند پر اوږدو د رنبیر کانال اوږدوالی له ۶۰ کیلومتره ۱۲۰ کیلومتره ته لوړول دي.
دا کانال اصلاً د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې جوړ شوی و، او دا مهال له چناب څخه پاکستان ته اوبه رسوي.
ویل کیږي، که دا کانال پراخ شي هند ته به دا امکان ورکړي چې پر هره ثانیه کې ۱۵۰ متره مکعبه اوبه واخلي، په داسې حال کې چې له دغه کانال څخه د اوبو اوسنۍ اخیستنه شاوخوا ۴۰ متره مکعبه ده.
مودي روانه اوونۍ په یوه وینا کې، که څه هم له پاکستان سره یې د اوبو د تړون یادونه ونه کړه، خو په تونده لهجه یې وویل، «اوبه او وینه یوځای نه شي بهیدلی.»
د هند د اوبو او سیندیزو چارو وزیر، سيارپاټیل ویلي: «موږ به د لومړي وزیر مودي خبرې او سپارښتنې عملي کړو، او دا ډاډ به ترلاسه کړو چې یو څاڅکی اوبه هم بهر ته لاړې نه شي.»
اسلام اباد د تېر اپریل په میاشت کې د هند له لوري د(سند هوکړه)د تړون له لغوه کولو وروسته وویل: «پاکستان پورې اړوند د اوبو د جریان د بندولو یا اړولو هر ډول هڅه د جګړې عمل ګڼي.»
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره ورځ په یوه ناسته کې قانون جوړونکو ته وویل، چې حکومت یې هند ته پیغام ورکړی، چې د تړون ځنډول ناقانونه دی او اسلام اباد دا د نافذ پاتې کیدو په توګه ګڼي.
هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو هوکړه هغه وخت وځنډوله، چې په هندي کشمیر کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول.
هند یاد برید یو ترهګریز عمل وباله او په دغه برید کې یې د څو تنو پاکستانیانو د لاس لرلو خبر ورکړ، خو پاکستان خپل لاس لرل رد کړل.
سره له دې هم د دغو دوو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د لسیزې تر ټولو بده جګړه رامنځته شوه او له څو ورځو پرله پسې نښتو وروسته دواړو هېوادونو اوربند ته غاړه کیښوده.

د انډیا ډاټ کام په نوم یوې هندي رسنۍ ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې نورې د پخوا په څېر خوږې نه دي پاتې او وايي، هند په دې هڅه کې دی، چې له طالبانو سره اړیکې نږدې او پاکستان څنډې ته کړي. دغه رسنۍ باور لري، چې هند د دغې نوې سیاسي لوبې پر مټ غواړي پاکستان منزوي کړي.
د راپور له مخې، دغه ترینګلتیاوو هند ته دا فرصت ورکړی، چې په سیمه ییز سیاست کې له نوې سټراټېژۍ سره فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ تازه ټلېفوني اړیکه او هند ته د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر تګ د دغه مستقیمو اړیکو نوی فصل ګڼل کېږي.
صدر ابراهیم د پاکستان ضد او ایران ته نږدې څېره بلل شوې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هغه د مئ میاشتې په لومړیو کې ډیلي ته یو پټ سفر کړی او هلته یې له هندي چارواکو سره د سیمې د امنیت په تړاو ناسته کړې ده.
یاد سفر اسلام اباد ته د یوه «ګونګ او پټ پېغام» رسولو هڅه بلل شوې ده.
نوي ډیلي سره د هغه نږدېوالی د اسلام اباد لپاره یو جدي خبرداری ګڼل شوی، ځکه هغه ملا هبتالله ته له نږدې کسانو او په طالبانو کې د ځانګړي نفوذ څښتن بلل کېږي.
انډیا ډاټ کام ویلي، د افغانستان په تړاو د هند تازه تګلاره د ارمانونو پر ځای په واقعیتونو ولاړه او پخوا یې هم په افغانستان کې د ولسواکۍ پراختیا، ښځو حقونو او په ځینو ودانیزو پروژو کې ونډه اخیستې ده.
راپور کې زیاته شوې، چې هند د دغه نوي تعامل پر بنسټ غواړي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد ونه کارول شي او هلته خپلې ګټې خوندي کړي.
له بلې خوا طالبان هم د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي. له ډیلي سره د طالبانو اړیکې د دغه ډلې د باور ډېریدو او نړۍوال اعتبار ترلاسه کیدو لپاره هم مهمې بلل شوي دي.
همدا راز ویل شوي، سره له دې چې چین په افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه پراخ کړي، خو افغانان د بېجینګ په نیت شکونه لري.
په پای کې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې د شته ناورینو د راکمولو لپاره ګټور بلل شوي.
اخوا بیا د افغانستان د مخکني جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان دغو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې هند د پخواني حکومت د پرځېدو پر مهال افغانانو ته شاه کړه.
هغې نیوکه کړې د هند په اړیکو کې عام افغانان هېڅ ځای نه لري.

پښتون سیاستوال او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې تحریک طالبان پاکستان د وزیرستان په شیوا سیمه کې دولتي ښوونځي تړلي دي. په ویډیو کې د وسله والو یو ډلمشر زدهکوونکو او ښوونکو ته وايي، چې نور دې ښوونځي ته نه راځي.
په دغه ښوونځي کې د «ټي ټي پي» یوه ډله وسله وال ولاړ دي، ښوونکو او زده کوونکو ته وايي، چې له دې وروسته دې ښوونځي ته نه راځي.
زدهکوونکي او ښوونکي ټول د وسله والو د ډلمشر خبرو ته غوږ دي. هغه ورته وايي، چې له دې وروسته په «شیوا تحصیل کې» دولتي ښوونځیو ته تګ بند دی.
د «ټي ټي پي» دغه ویډیوي کلېپ ته د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ هم غبرګون ښودلی.
هغه اندېښنه ښودلې، چې «ټي ټي پي» د وزیرستان په «شیوا تحصیل» کې د دولتي ښوونځیو په تړل کیدو سره «ماشومان د زده کړو له حق» څخه محروم کړي دي.
هغه دا څرګندونې د (غوايي ۲۷مه) د خواله رسنیو پر اېکس پاڼه کړي. محس داوړ زیاته کړې: «دا تازه اقدام څرګندوي چې په سیمه کې حکومت نشته او وسله والې ډلې په ازاده توګه ګرځي. ماشومان او ښوونکي په نښه کېږي. دا څه ډول واک دی؟ دولت چېرته دی؟»
ښوونکي، زده کوونکي او د «ټي ټي پي» جنګیالي
په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ښوونځي په انګړ کې ولاړ دي. زده کوونکي له له درسي ټولګیو راویستل شوي او تر شنه اسمان لاندې د «ټي ټي پي» وسله والو خبرې اوري.

د وسله والو یو ډلمشر وايي: «د هلکانو او نجونو پرمخ د دولتي ښوونځیو د بندیدو پرېکړه د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړې ده او تر هغې چې بند نه شي، نو دا ښوونځي به هم تړلي وي.»
دغې ویډیو کې د وسله پره لاس جنګیالي په خبره: «موږ د ښوونځیو د ورانولو نیت نه لرو او دا مې زړه بېخي نه مني چې د دې وړکو سکول دې خراب شي.»
د پاکستاني طالبانو دا پېغام رسوونکی وسله وال زیاتوي، چې د دولتي ښوونځیو زده کوونکو لپاره یې په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ویډیو کې ښکاري، چې یو وسله وال د ښوونځي له زدهکوونکو چارچاپېره ګرځي، هغه ګوته پر ماشه اېښې او اخوا دېخوا ګوري او ورته ناست زده کوونکي د پاکستاني طالب دغه تګ راتګ پسې سترګې اړوي او غلي غلي یې څاري.

پښتونخوا کې زیاتیدونکی تاوتریخوالی
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر کابل د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا کې د دوی متحدې وسله والې ډلې «ټي ټي پي» هم سترګې وکړې او خپل فعالیتونه یې پراخ کړل.
د راپورونو له مخې دغې ډلې له امریکایي ځواکونو څخه «پاتې شویو وسلو» ته هم لاسرسی پیدا کړ او همدې چارې هم د دوی د فعالیتونو په چټکیدو کې مرسته وکړه.
د شمالي او سویلي وزیرستان تر څنګ د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ اوس یاد وسله وال د پاکستاني پوځیانو سره په نښتو اخته وي او د پراخې مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکوي.
همدا راز د پاکستان پوځ هم د دغې وسله والې ډلې پر ضد خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي.
بل لوري ته د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو طالبانو په خپله خاوره کې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې ته خوندي پناه ځایونه ورکړي او ان ملاتړ یې هم کوي.
که څه هم طالبانو د پاکستان دغه څرګندونې رد کړې، خو ملګرو ملتونو په خپل وروستي امنیتي راپور کې هم ورته اندېښنه څرګنده کړه.
په دې راپور کې راغلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون پاکستاني طالبانو خوندي پټنځایونه موندلي دي.
پر کابل اوسنیو واکمنو د پخواني جمهوري نظام او بهرینو ځواکونو پر ضد د جګړې پر مهال له ښوونځيو څخه د سپر په توګه کار اخیستلو او اوس برېښي چې «ټي ټي پي» هم دغه لاره نیولې ده.
پښتونخوا او د ملکي وګړو مرګ ژوبله
د سختدریځۍ او نا امنۍ له ډېروالي سره په پښتونخوا کې د ملکي وګړو ژوند هم له جدي ننګوونو سره مخ شوی دی.
د مئ میاشتې په ۱۵مه نېټه پاکستاني پوځیانو د ډېره اسماعیل خان د دره زینده شیخ میله کلي کې د یوې کورنۍ پر پنځو ماشومانو مرمۍ ورولې او ټپیان کړي یې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یادې پېښې د غندلو تر څنګ ویلي، چې د پاکستان پوځ په پښتنو سیمو کې د وسله والو پر ځای ملکي وګړي په نښه کوي.
له دغې پېښې یوه اوونۍ مخکې د مئ په ۷مه نېټه بیا د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ اړوند په تېرا سیمه کې پاکستاني پوځیانو د ملکي وګړو پر کورونو مرمۍ وېشتې وې.

په یاده پېښه کې د ماشومانو په ګډون سپین ږیري هم ټپیان شوي وو.
همدا راز نیوکې کېږي چې د «ټي ټي پي» د بریدونو له کبله هم وخت ناوخت ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي او اړ شوي چې له خپلو سیمو کډې وکړي.
پښتانه سیاستوال او غبرګونونه
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په ګډون یو شمېر نورو پښتنو سیاستوالو په پښتونخوا کې د نا امنۍ روانو څپو اندېښمن کړي او ان د تېر کوچني اختر پر مهال د یاد سیاسي ګوند مشر د همدې ناکراریو له کبله د اختر مبارکیو لپاره د یو بل کورونو ته له ورتګه هم خلک منعه کړل.
د پښتونخوا سیاستوالو په وار وار ویلي، چې د پاکستان پوځ په لوی لاس په دغه ایالت کې د جګړې اور ګرم ساتلی او د وسله والو د له منځه وړلو لپاره یې چندان ګټور اقدامات هم نه دي کړي.
همدا راز اندېښنه ښوډل شوې وه، چې د یاد ایالت یو شمېر سیمې هم اوس د «پاکستاني طالبانو په ولکه» کې دي او د حکومت واکمني په کې کمه شوې ده.
هدفي وژنې، ځانمرګي بریدونه او مخامخ وسله وال بریدونه د اندېښنې وړ مسلې بلل شوې دي.
د «ټي ټي پي» تر څنګ داعش وسله والې ډلې هم تېره اوونۍ د پېښور په څمکنیو کې د پولیسو پر یو پوستې ځانمرګی برید وکړ، چې په کې د پولیسو یو ځايی مشر لیاقت خان تر څنګ یو عسکر هم ووژل شو.
له «ټي ټي پي» سره کړکېچنې خبرې
پر کابل د افغان طالبانو له واکمنۍ سره سم اسلام اباد هڅه وکړه، چې د یادې ډلې د نفوذ څخه په ګټه اخیستنې له «ټي ټي پي» سره د سولې خبرې اترې وکړي او په همدې موخه د پاکستان پوځ د سولې یوه جرګه هم کابل ته لېږلې وه.
دغې جرګې له ډېرو خبرو اترو وروسته نه یوازې دا چې کومې پایلې ته ونه رسیده بلکې «پاکستاني طالبانو خپلو فعالیتونو» ته لا زور ورکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغو خبرو منځګړی و، خو هغه هم ونه توانید چې «ټي ټي پي» له پاکستان سره د سولې په خبرو اترو کې کومې پایلې ته ورسوي. اوس د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور څو څو ځله وویل چې چمتو دی په دغه ایالت کې د نا امنیو د مخنېوي لپاره خپله مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي او کابل ته لاړ شي خو اسلام اباد د تګ اجازه نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ګنډاپور د دغې غوښتنې په غبرګون کې ویلي وو، چې هېڅوک د دوی له اجازې پرته له «پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو» یا هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو لپاره نه شي تللی.
پاکستان د نا امنۍ په جال کې
هم مهاله بیا د «ټي ټي پي» تر څنګ د بلوڅ بېلتون پالو وسله واله ډله هم د پاکستان د پوځ لپاره یو بل لوی سرخوږی دی او دغه ډلې بیا په بلوچستان کې خپل خوځښتونه ګړندي کړي دي.
دغې ډلې په تېرو څو میاشتو کې د امنیتي ادارو پر کارکوونکو لوی لوی بریدونه کړي، چې تر ټولو خونړی هغه یې د جعفر اېکسپرېس پر اورګاډي ګڼل کېږي.
په یاد برید کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو د «۳۰۰ غړو» د برمته کیدو او وژل کیدو ادعاوې وکړې، خو پوځ بیا وویل چې یاد برید یې په شاه تنبولی دی.
پاکستان د طالبانو تر څنګ هند ته هم ګوته نېسي، چې د دغو وسله والو ډلو تر شاه یې د ملاتړ لاسونه دي.
همدا راز یاد هېواد د وسله والو پر ضد خپل استخباراتي او پوځي عملیات هم چټک کړي دي، خو ښکاري چې زیاتیدونکې نا امني لا هم نه ده کنټرول شوې.
د پاکستان حکومت په وار وار دا څرګنده کړې، چې د دوی په هېواد کې روانې نا امنۍ او په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون به د سیمې امنیت ته پراخ زیان ورسوي، خو افغان طالبانو بیا ویلي چې «تر واک لاندې خاوره» به یې د هېڅ چا پر ضد ونه کارول شي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې تېره ورځ ۶۹۰ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، په ستنو شویو کډوالو کې ۱۴۲ تنه د(ACC) کارت لرونکي او ۵۴۸ تنه نور بې اسناده افغانان وو.
دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې ۶۷۳ تنه یې د تورخم او ۱۷ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې معلومات ښیي چې تر دې مهاله د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

د امریکا ستره محکمه وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نهشي کولای سملاسي یو شمېر وینزویلايي کډوال له متحدهایالاتونو نه وباسي. د ټرمپ ادارې دا پرېکړه د ۱۷۹۸ کال یوه قانون پر بنسټ کړې ده.
دا قانون چې د «دښمن بهرنيانو قانون» په نوم پېژندل کېږي، د جګړو په وخت کې د دښمن هېوادونو له خلکو نه غوښتنه کوي چې سملاسي له امريکا نه ووځي. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې دا قانون د هغو نارینهوو پر وړاندې وکاروي چې د وینزویلا د جرمي ډلو د غړو په تور نیول شوي دي.
دوو قاضيانوله دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، خو د سترې محکمې ډېرو قاضيانو پرېکړه کړې چې تر نورو څېړنو پورې د ایستلو بهیر وځنډوي. اوس دا قضيه د بیا ارزونې په موخه د استیناف محکمې ته استول شوې ده.
د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي چې سترې محکمې له دغه هېواده د مجرمانو د ایستلو مخه نیولې ده. هغه د «ټرین ډي اراګوا» په نوم یوه جرمي ډله ترهګر اعلان کړې او امر یې کړی چې غړي یې باید سملاسي له متحدهایالاتونو څخه و ایستل شي.