• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني طالبانو د وزیرستان په شیوا سیمه کې «دولتي ښوونځي» تړلي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

پښتون سیاستوال او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې تحریک طالبان پاکستان د وزیرستان په شیوا سیمه کې دولتي ښوونځي تړلي دي. په ویډیو کې د وسله والو یو ډلمشر زده‌کوونکو او ښوونکو ته وايي، چې نور دې ښوونځي ته نه راځي.

په دغه ښوونځي کې د «ټي ټي پي» یوه ډله وسله وال ولاړ دي، ښوونکو او زده کوونکو ته وايي، چې له دې وروسته دې ښوونځي ته نه راځي.

زده‌کوونکي او ښوونکي ټول د وسله والو د ډلمشر خبرو ته غوږ دي. هغه ورته وايي، چې له دې وروسته په «شیوا تحصیل کې» دولتي ښوونځیو ته تګ بند دی.

د «ټي ټي پي» دغه ویډیوي کلېپ ته د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر او د‌ پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ هم غبرګون ښودلی.

هغه اندېښنه ښودلې، چې «ټي ټي پي» د وزیرستان په «شیوا تحصیل» کې د دولتي ښوونځیو په تړل کیدو سره «ماشومان د زده کړو له حق» څخه محروم کړي دي.

هغه دا څرګندونې د (غوايي ۲۷مه) د خواله رسنیو پر اېکس پاڼه کړي. محس داوړ زیاته کړې: «دا تازه اقدام څرګندوي چې په سیمه کې حکومت نشته او وسله والې ډلې په ازاده توګه ګرځي. ماشومان او ښوونکي په نښه کېږي. دا څه ډول واک دی؟ دولت چېرته دی؟»

ښوونکي، زده کوونکي او د «ټي ټي پي» جنګیالي

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ښوونځي په انګړ کې ولاړ دي. زده کوونکي له له درسي ټولګیو راویستل شوي او تر شنه اسمان لاندې د «ټي ټي پي» وسله والو خبرې اوري.

100%

د وسله والو یو ډلمشر وايي: «د هلکانو او نجونو پرمخ د دولتي ښوونځیو د بندیدو پرېکړه د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړې ده او تر هغې چې بند نه شي،‌ نو دا ښوونځي به هم تړلي وي.»

دغې ویډیو کې د وسله پره لاس جنګیالي په خبره: «موږ د ښوونځیو د ورانولو نیت نه لرو او دا مې زړه بېخي نه مني‌ چې د دې وړکو سکول دې خراب شي.»

د پاکستاني طالبانو دا پېغام رسوونکی وسله وال زیاتوي، چې د دولتي ښوونځیو زده کوونکو لپاره یې په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ویډیو کې ښکاري، چې یو وسله وال د ښوونځي له زده‌کوونکو چارچاپېره ګرځي،‌ هغه ګوته پر ماشه اېښې او اخوا دېخوا ګوري او ورته ناست زده کوونکي د پاکستاني طالب دغه تګ راتګ پسې سترګې اړوي او غلي غلي یې څاري.

100%

پښتونخوا کې زیاتیدونکی تاوتریخوالی

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر کابل د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا کې د دوی متحدې وسله والې ډلې «ټي ټي پي» هم سترګې وکړې او خپل فعالیتونه یې پراخ کړل.

د راپورونو له مخې دغې ډلې له امریکایي‌ ځواکونو څخه «پاتې شویو وسلو» ته هم لاسرسی پیدا کړ او همدې چارې هم د دوی د فعالیتونو په چټکیدو کې مرسته وکړه.

د شمالي او سویلي وزیرستان تر څنګ د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ اوس یاد وسله وال د‌ پاکستاني پوځیانو سره په نښتو اخته وي او د پراخې مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکوي.

همدا راز د‌ پاکستان پوځ هم د دغې وسله والې ډلې پر ضد خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي.

بل لوري ته د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو طالبانو په خپله خاوره کې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې ته خوندي پناه ځایونه ورکړي او ان ملاتړ یې هم کوي.

که څه هم طالبانو د پاکستان دغه څرګندونې رد کړې،‌ خو ملګرو ملتونو په خپل وروستي امنیتي راپور کې هم ورته اندېښنه څرګنده کړه.

په دې راپور کې راغلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون پاکستاني طالبانو خوندي پټنځایونه موندلي دي.

پر کابل اوسنیو واکمنو د پخواني جمهوري نظام او بهرینو ځواکونو پر ضد د جګړې پر مهال له ښوونځيو څخه د سپر په توګه کار اخیستلو او اوس برېښي چې «ټي ټي پي» هم دغه لاره نیولې ده.

پښتونخوا او د ملکي وګړو مرګ ژوبله

د سختدریځۍ او نا امنۍ له ډېروالي سره په پښتونخوا کې د ملکي وګړو ژوند هم له جدي ننګوونو سره مخ شوی دی.

د مئ میاشتې په ۱۵مه نېټه پاکستاني پوځیانو د ډېره اسماعیل خان د دره زینده شیخ میله کلي کې د یوې کورنۍ پر پنځو ماشومانو مرمۍ ورولې او ټپیان کړي یې دي.

100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یادې پېښې د غندلو تر څنګ ویلي، چې د‌ پاکستان پوځ په پښتنو سیمو کې د وسله والو پر ځای ملکي وګړي په نښه کوي.

له دغې پېښې یوه اوونۍ مخکې د مئ په ۷مه نېټه بیا د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ اړوند په تېرا سیمه کې پاکستاني پوځیانو د ملکي وګړو پر کورونو مرمۍ وېشتې وې.

100%

په یاده پېښه کې د ماشومانو په ګډون سپین ږیري هم ټپیان شوي وو.

همدا راز نیوکې کېږي چې د‌ «ټي ټي پي» د بریدونو له کبله هم وخت ناوخت ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي او اړ شوي چې له خپلو سیمو کډې وکړي.

پښتانه سیاستوال او غبرګونونه

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په ګډون یو شمېر نورو پښتنو سیاستوالو په پښتونخوا کې د نا امنۍ روانو څپو اندېښمن کړي او ان د تېر کوچني اختر پر مهال د یاد سیاسي ګوند مشر د همدې ناکراریو له کبله د اختر مبارکیو لپاره د یو بل کورونو ته له ورتګه هم خلک منعه کړل.

د پښتونخوا سیاستوالو په وار وار ویلي، چې د پاکستان پوځ په لوی لاس په دغه ایالت کې د جګړې اور ګرم ساتلی او د وسله والو د له منځه وړلو لپاره یې چندان ګټور اقدامات هم نه دي کړي.

همدا راز اندېښنه ښوډل شوې وه، چې د یاد ایالت یو شمېر سیمې هم اوس د «پاکستاني طالبانو په ولکه» کې دي او د حکومت واکمني په کې کمه شوې ده.

هدفي وژنې، ځانمرګي بریدونه او مخامخ وسله وال بریدونه د اندېښنې وړ مسلې بلل شوې دي.

د «ټي ټي پي» تر څنګ داعش وسله والې ډلې هم تېره اوونۍ د پېښور په څمکنیو کې د‌ پولیسو پر یو پوستې ځانمرګی برید وکړ، چې په کې د پولیسو یو ځايی مشر لیاقت خان تر څنګ یو عسکر هم ووژل شو.

له «‌ټي ټي پي» سره کړکېچنې خبرې

پر کابل د افغان طالبانو له واکمنۍ سره سم اسلام اباد هڅه وکړه، چې د یادې ډلې د نفوذ څخه‌ په ګټه اخیستنې له «ټي ټي پي» سره د سولې خبرې اترې وکړي او په همدې موخه د‌ پاکستان پوځ د سولې یوه جرګه هم کابل ته لېږلې وه.

دغې جرګې له ډېرو خبرو اترو وروسته نه یوازې دا چې کومې پایلې ته ونه رسیده بلکې «پاکستاني طالبانو خپلو فعالیتونو» ته لا زور ورکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغو خبرو منځګړی و،‌ خو هغه هم ونه توانید چې «ټي ټي پي» له پاکستان سره د سولې په خبرو اترو کې کومې پایلې ته ورسوي. اوس د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور څو څو ځله وویل چې چمتو دی په دغه ایالت کې د نا امنیو د مخنېوي لپاره خپله مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي او کابل ته لاړ شي خو اسلام اباد د تګ اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ګنډاپور د دغې غوښتنې په غبرګون کې ویلي وو، چې هېڅوک د دوی له اجازې پرته له «‌پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو» یا هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو لپاره نه شي تللی.

پاکستان د نا امنۍ په جال کې

هم مهاله بیا د «‌ټي ټي پي» تر څنګ د بلوڅ بېلتون پالو وسله واله ډله هم د‌ پاکستان د‌ پوځ لپاره یو بل لوی سرخوږی دی او دغه ډلې بیا په بلوچستان کې خپل خوځښتونه ګړندي کړي دي.

دغې ډلې په تېرو څو میاشتو کې د امنیتي ادارو پر کارکوونکو لوی لوی بریدونه کړي، چې تر ټولو خونړی هغه یې د جعفر اېکسپرېس پر اورګاډي ګڼل کېږي.

په یاد برید کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو د «۳۰۰ غړو» د برمته کیدو او وژل کیدو ادعاوې وکړې،‌ خو پوځ بیا وویل چې یاد برید یې په شاه تنبولی دی.

پاکستان د طالبانو تر څنګ هند ته هم ګوته نېسي، چې د دغو وسله والو ډلو تر شاه یې د ملاتړ لاسونه دي.

همدا راز یاد هېواد د وسله والو پر ضد خپل استخباراتي او پوځي عملیات هم چټک کړي دي،‌ خو ښکاري چې زیاتیدونکې نا امني لا هم نه ده کنټرول شوې.

د پاکستان حکومت په وار وار دا څرګنده کړې، چې د دوی په هېواد کې روانې نا امنۍ او په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون به د سیمې امنیت ته پراخ زیان ورسوي، خو افغان طالبانو بیا ویلي چې «تر واک لاندې خاوره» به یې د هېڅ چا پر ضد ونه کارول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت تېره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې تېره ورځ ۶۹۰ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا ایالت کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، په ستنو شویو کډوالو کې ۱۴۲ تنه د(ACC) کارت لرونکي او ۵۴۸ تنه نور بې اسناده افغانان وو.

دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې ۶۷۳ تنه یې د تورخم او ۱۷ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغې ادارې معلومات ښیي چې تر دې مهاله د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

د امریکا سترې محکمې د وینزویلایي کډوالو د ایستلو مخالفت وکړ

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۱

د امریکا ستره محکمه وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه‌شي کولای سملاسي یو شمېر وینزویلايي کډوال له متحده‌ایالاتونو نه وباسي. د ټرمپ ادارې دا پرېکړه د ۱۷۹۸ کال یوه قانون پر بنسټ کړې ده.

دا قانون چې د «دښمن بهرنيانو قانون» په نوم پېژندل کېږي، د جګړو په وخت کې د دښمن هېوادونو له خلکو نه غوښتنه کوي چې سملاسي له امريکا نه ووځي. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې دا قانون د هغو نارینه‌وو پر وړاندې وکاروي چې د وینزویلا د جرمي ډلو د غړو په تور نیول شوي دي.

دوو قاضيانوله دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، خو د سترې محکمې ډېرو قاضيانو پرېکړه کړې چې تر نورو څېړنو پورې د ایستلو بهیر وځنډوي. اوس دا قضيه د بیا ارزونې په موخه د استیناف محکمې ته استول شوې ده.

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي چې سترې محکمې له دغه هېواده د مجرمانو د ایستلو مخه نیولې ده. هغه د «ټرین ډي اراګوا» په نوم یوه جرمي ډله ترهګر اعلان کړې او امر یې کړی چې غړي یې باید سملاسي له متحده‌ایالاتونو څخه و ایستل شي.

د درېیو وزیرانو استعفا؛ لیبیا کې سلګونه لاریون‌کوونکي د لومړي وزیر استعفا غواړي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې سلګونو کسان د پراخو لاریونونو په ترڅ کې د دغه د هېواد د ملي یووالي حکومت د لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه استعفا غواړي. د کابینې لږترلږه درېیو وزیرانو د لاریونونو په ملاتړ استعفا ورکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، لاریون‌کوونکو د لومړي وزیر دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې چې د امنیتي ځواکونو د یو غړي د وژل‌کېدو لامل شوه.

په طرابلس ښار کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته، د خلکو لاریونونه ډېر شول. د ملګرو ملتونو په وینا، په دې جګړو کې اته ملکيان ووژل شول. لاریون‌کوونکي وايي چې سملاسي دې په دغه هېواد کې ټاکنې وشي.

عبدالحمید الدبیبه په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې پروسې له لارې واک ته ورسېد، خو تر اوسه پورې ټاکنې د سیاسي اختلافاتو له امله ځنډول شوې دي.

په غزه کې د اسراییل مرګوني بریدونه؛ پنجشنبه او جمعه ۲۵۰ کسان وژل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د جمعې په ورځ د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا، د پنجشنبې له سهار راهیسې په غزه کې د اسراییل بریدونو له ۲۵۰څخه زیات کسان وژلي دي، چې د مارچ په میاشت کې د اوربند له ماتېدو راهیسې د هوایي بریدونو تر ټولو وژونکې مرحله ده، او تمه کیږي چې ډیر ژر به یو نوی ځمکنی برید هم وشي.

د جمعې په ورځ د هوايي او توپخانې بریدونه د ګڼې ګوڼې ډکو شمالي برخو باندې متمرکزې وې، په دغه سیمو کې د شپې لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

سره له دې چې په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړل شوی او نړۍوال د غزې د محاصرې په پای ته رسولو باندې فشار راوړي، اسراییل خپل هوایي بریدونه زیات کړې او د پولې په اوږدو کې یې زغره وال ځواکونه ځای په ځای کړي،

د جمعې په ورځ د نیمې شپې څخه مخکې، د اسراییلو پوځ وویل چې د تیرې ورځې په جریان کې یې ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړل او د غزې په تړانګه کې د سیمو کنټرول ترلاسه کولو لپاره یې تازه ځواکونه لېږلي دي.

این بي سي نیوز: امریکا لیبیا ته د یو میلیون فلسطینیانو د لېږدولو پلان جوړوي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۱

د این بي سي نیوز د پنځه با خبره سرچینو په حواله د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره په یوه پلان کار کوي چې د غزې له تړانګې څخه تر یو ملیون پورې فلسطینیان په دایمي توګه لیبیا ته انتقال کړي.

این بي سي د یو پخواني امریکايي چارواکي او دوه سرچینو چې مخامخ دغه معلوماتو ته لاسرسی لري دا راپور هم ورکړی چې دا پلان دومره جدي تر غور لاندې دی چې امریکا د لیبیا له مشرتابه سره په دې اړه بحث کړی دی.

د این بي سي له دغه ډلې د درې کسانو په حواله لیکي، د فلسطینیانو د بیا میشتیدنې په بدل کې، اداره به لیبیا ته د میلیاردونو ډالرو فنډونه خوشې کړي چې امریکا د یوې لسیزې څخه ډیر وخت دمخه کنګل کړي وو.

این بي سي نیوز ددغه سرچینو نومونه ندي خپاره کړي.