د غزې کړکېچ؛ تېر ۲۴ساعتونو کې د اسراییل په بمباریو کې غزه کې ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل په هوايي بمباریو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل په هوايي بمباریو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د مارچ له اوربند وروسته، پر غزه د اسراییل تر ټولو خونړي بریدونه ګڼي.
د غزې په شمال کې د یو روغتون مشر مروان السلطان وايي:« یوازې له نیمې شپې راهیسې مو ۵۸ شهیدان ترلاسه کړي او لا هم ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.»
هممهاله اسراییلي پوځ ویلي، چې پر غزه یې هوايي بردونه پیل کړي او په غزه کې د پراخو عملیاتو د پیلېدو لپاره یې خپل پوځیان راتول کړي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا، له دغه عملیاتو څخه یې موخه حماس ته ماتې ورکول او د یرغمل شویو کسانو ژغورل دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې او عربو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه (د اکتوبر ۱۵مه) جوړه شي. د منځني ختیځ کړکېچونه، اقتصادي همکارۍ او نړیوال بدلونونه به د دې ناستې مهم بحثونه وي.
پوتین د سیمې د کړکېچونو د حل په برخه کې د عربو هېوادونو رول ته په اشارې وویل: «روسیه د منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره د عربو هېوادونو سیاسي او ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.»
هغه دا هم وویل چې د سیمې د لانجمنو مسایلو حل باید د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په درناوي سره وشي.
که دا ناسته ترسره شي، نو دا به د روسیې او عربو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه لومړۍ رسمي سرمشریزه وي.

د امريکا د پخواني ولسمشر جو بايډن په يوه تازه افشا شوي غږیز کليپ کې، چې له ځانګړي څېړونکي رابرټ هور سره يې کړې، اعتراف کړی چې د افغانستان په تړاو یې یو مهم او محرم سند د «تاریخ لپاره» ساتلی دی.
د فاکس نيوز د راپور له مخې، دا سند د پخواني ولسمشر د کور په کتابتون کې ساتل شوی او هور ترې پوښتلي، چې دا سند یې ولې له ځان سره خوندي کړی دی؟ بايډن وويل، نه پوهېږي چې ولې يې دا سند ساتلی و. هغه زياته کړه: «نه پوهېږم چې پوه وم دا سند لرم، خو دومره مهم نه و چې پرې فکر وکړم.»
څېړونکي رابرټ هور بايډن ته يادونه وکړه، چې مشهور ليکوالان لکه باب ووډوارډ او جولز ويټکاور هم په خپلو کتابونو کې د دغه سند يادونه کړې ده. هغه وپوښتل: «ايا دا سند د تاريخي يا خبري ارزښت له امله ساتل شوی و؟ بايډن ځواب ورکړ: «زما ګومان دا دی چې ما غوښتل دا سند د تاريخ لپاره وساتم. زما مطلب دا دی چې دا د افغانستان پر وړاندې زما دريځ و. له تاريخي نظره، زه باور لرم چې ځينې وختونه په نړۍ کې بنسټيز بدلونونه راځي، په ځانګړي ډول د ټېکنالوژۍ له امله.»
په دغه غږیز کليپ کې بايډن بيا د ټېکنالوژۍ پر نړۍوالو ټولنو د اغېز په اړه خبرې وکړې، خو رابرت هور يې خبره پرې کړه څو بېرته د محرم سند موضوع ته راوګرځي. بايډن وويل: «نه، بخښنه غواړم، همدا لامل و چې غوښتل مې دا وساتم. دې موضوع له افغانستان سره هېڅ تړاو نه درلود.»
له هغه وروسته بيا د بايډن يو وکيل خبرو ته داخل شو او له رابرت هور څخه يې غوښتنه وکړه، چې د وضاحت لپاره له فرضي سناريوګانو ډډه وکړي، ځکه چې بايډن مخکې ويلي وو، نه پوهېږي ولې يې دا سند درلود. هور ځواب ورکړ: «زما په اند، اوس بايد لږ استراحت وکړو.»
د دې غږيز ثبت نورو برخو کې ښکاري چې بايډن له ځينو ذهني ګډوډيو سره مخ و، هغه د خپل زوی د مړینې نېټه هېره کړې وه او د بارک اوباما د مرستیال په توګه یې دندې د پای نېټه هم نه وه یاده.
دا غږيز کلېپ د امريکا د کانګرس تر اوږدو فشارونو وروسته خپور شو، څو د بايډن د حافظې کمزوري او ذهني حالت روښانه شي.
د راپور له مخې ياد محرم سند کې د افغانستان تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو نظامي وضعیت، بهرنیو تګلارو، حساسو استخباراتي سرچینو او لارو چارو په تړاو معلومات ذکر شوي دي.

امریکایي رسنۍ (اې بي سي نیوز) وایي، چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په شمالي کلیفورینا کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له امریکا څخه ووځي.
د اې بي سي نیوز په راپور کې راغلي، چې دغو کډوالو ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «د امریکا پریښودو وخت دی.په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو هڅه مه کوئ. فدرالي حکومت به تاسو ومومي. مهرباني وکړئ سمدلاسه له متحده ایالاتو څخه ووځئ.»
د کډوالۍ د برخې وکیلې سپوږمۍ ناصري، چې د هغې ډیری مراجعینونو دا خبرداری ترلاسه کړی، وویل: «ډیر خلک له دې ویرې چې هسې نه د کورني امنیت لخوا ونیول شي، خپل عادي فعالیتونه نه کوي او ان چې د خوراکي توکو د پیرودلو لپاره هم بهر تګ نه کوي.»
دغه امریکایي رسنۍ افغانانو ته د لېږل شوي لیک په اساس وایي، چې «دا کسان نور په قانوني ډول په متحده ایالاتو کې کار نه شي کولی.»
اې بي سي نیوز په خپل راپور کې یادونه کړې، چې په ۲۰۲۱کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت وزارت ته امر وکړ چې ځینو هغو افغانانو ته چې د وړتیا بیا کتنه یې شوې وه، اجازه ورکړي چې په قانوني بڼه او د لنډمهاله قانوني حیثیت سره متحده ایالاتو ته راشي.
د خپرو شویو جزیاتو له مخې، دغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې باید په اوو ورځو کې له امریکا ووځي.

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو جیسن کرو او زیک نون په یوه لیک کې د افغان کډوالو لپاره د ۲۰۰۰۰ ویزو د تصویب غوښتنه کړې ده.
جیسن کرو په خپله ویبپاڼه خپاره کړي لیک کې د امریکا د استازو جرګې له مشر، د ملي امنیت فرعي کمېټې دوه ګوندیزو غړو، بهرنیو چارو وزارت او له هغې کمیټې څخه، چې د امریکا په کانګرس کې اړوند پروګرامونه چمتو کوي غوښتي، چې د افغان کډوالو لپاره یادې شل زره ویزې د کډوالۍ ځانګړو ویزو د پروګرام په چوکاټ کې د ۲۰۲۶ مالي کال په قانون کې شاملې کړي.
په لیک کې راغلي دي: «د امریکا کډوالۍ ځانګړو وېزو لپاره وړ افغانانو په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د متحده ایالاتو په مشرۍ د ډیموکراسۍ او پوځي هڅو کې خدمت کړی، زموږ امنیت او پیاوړتیا ته یې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړل. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې د افغانستان SIV پروګرام لپاره کافي ویزې شته او د پروګرام د فعال ساتلو لپاره اړین دي ترڅو د جګړې په وخت کې د دې متحدینو امنیت ډاډمن شي.»
د امریکا د کانګرس دغه غړي جیسن کرو وايي، چې په افغانستان کې د امریکا متحدینو د امریکا لهخوا د ترسره شوي تفتیش «طلايي معیار» پوره کړی دی.
د لیک په یوه برخه کې راغلي: «د امریکا حکومت ژمن و، چې زموږ ژمنې پوره کړي او په وروستیو کلونو کې یې د پروسس او بیا میشتیدنې د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره لوی ګامونه پورته کړي دي. د امریکا خلکو هیڅکله زموږ د نږدې افغان متحدینو لپاره په خپل ملاتړ کې سستي نه ده کړې، د خپلو افغان متحدینو خوندي کول زمونږ دوامداره ملګرتیا ته اړتیا لري ترڅو دا ماموریت بشپړ شي.»
په لیک کې وړاندې راغلي، چې د امریکا کانګرس باید د پخوانیو تړونونو په اساس عمل وکړي ترڅو اجرایوي څانګه وکولی شي هغو افغان وګړو ته ویزې ورکړي، چې د طالبانو، القاعدې او نورو دښمنو ډلو له خوا د متحده ایالاتو لپاره د دوی د خدماتو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان وګړو لپاره د امریکا کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د افغان امریکایی متحدینو د ساتنې قانون له لارې نافذ شو، ترڅو د هغو افغان - امریکایی پناه غوښتونکو لپاره د ژوند ژغورنې لاره چمتو کړي چې د امریکایی سرتیرو، ډیپلوماتانو او قراردادیانو سره د کار کولو په پایله کې د مرګ له سزا او نورو جدي کواښونو سره مخ کیږي.
له هغه وخت راهیسې، دا پروګرام څو ځله ښه شوی، او هر ځل د دوه اړخیزو او د امریکا د دواړو مجلسونو د پام وړ ملاتړ شوی دی.

هند غواړي چې د اندوس سیند له سیستم څخه د اوبو اخیستل ډېر کړي، ترڅو د پاکستان کرنیزو سیمو ته د بهیدونکو اوبو بهیر ته جدي ګواښ پېښ کړي. د رویټرز د راپور له مخې، هند په دې کار سره غواړي پر پاکستان اوبه کمې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اړوندو چارواکو ته امر کړی چې د چناب، جهلم او اندوس سیندونو؛ کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون (سند هوکړه) له مخې پاکستان ته ځانګړي شوي، د اوبو پروژو د پلي کېدو چټکتیا ته لومړیتوب ورکړي.
رویټرز ته شپږو باوري سرچینو ویلي، چې یو له مهمو پلانونو څخه چې بحث پرې روان دی، د چناب سیند پر اوږدو د رنبیر کانال اوږدوالی له ۶۰ کیلومتره ۱۲۰ کیلومتره ته لوړول دي.
دا کانال اصلاً د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې جوړ شوی و، او دا مهال له چناب څخه پاکستان ته اوبه رسوي.
ویل کیږي، که دا کانال پراخ شي هند ته به دا امکان ورکړي چې پر هره ثانیه کې ۱۵۰ متره مکعبه اوبه واخلي، په داسې حال کې چې له دغه کانال څخه د اوبو اوسنۍ اخیستنه شاوخوا ۴۰ متره مکعبه ده.
مودي روانه اوونۍ په یوه وینا کې، که څه هم له پاکستان سره یې د اوبو د تړون یادونه ونه کړه، خو په تونده لهجه یې وویل، «اوبه او وینه یوځای نه شي بهیدلی.»
د هند د اوبو او سیندیزو چارو وزیر، سيارپاټیل ویلي: «موږ به د لومړي وزیر مودي خبرې او سپارښتنې عملي کړو، او دا ډاډ به ترلاسه کړو چې یو څاڅکی اوبه هم بهر ته لاړې نه شي.»
اسلام اباد د تېر اپریل په میاشت کې د هند له لوري د(سند هوکړه)د تړون له لغوه کولو وروسته وویل: «پاکستان پورې اړوند د اوبو د جریان د بندولو یا اړولو هر ډول هڅه د جګړې عمل ګڼي.»
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره ورځ په یوه ناسته کې قانون جوړونکو ته وویل، چې حکومت یې هند ته پیغام ورکړی، چې د تړون ځنډول ناقانونه دی او اسلام اباد دا د نافذ پاتې کیدو په توګه ګڼي.
هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو هوکړه هغه وخت وځنډوله، چې په هندي کشمیر کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول.
هند یاد برید یو ترهګریز عمل وباله او په دغه برید کې یې د څو تنو پاکستانیانو د لاس لرلو خبر ورکړ، خو پاکستان خپل لاس لرل رد کړل.
سره له دې هم د دغو دوو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د لسیزې تر ټولو بده جګړه رامنځته شوه او له څو ورځو پرله پسې نښتو وروسته دواړو هېوادونو اوربند ته غاړه کیښوده.