• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د پنجشېر ۳۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو په استخراج کې بوخت دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت ۳۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو په استخراج کې بوخت دي.

د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د دې ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري له قوله راپور کړی، چې یوازې د حصه اول ولسوالۍ ۲۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو د استخراج په برخه کې بوخت دي.
د نوموړي په وینا، یادې ډلې تراوسه شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د استخراج لپاره جوازونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
دغې ډلې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زېرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونو ته هم ورکړي دي.
اخوا، په دغې ډلې بیا تور دی چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نامعیاري ډول سپړي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله شاوخوا ۳۴کسان مړه شوي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي.

په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي.

د طوفانونو له امله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.

د کینټاکي والي انډي بشیر د طوفان په اړه وویل، چې دا یوه بده فاجعه ده او د ژغورنې او برېښنا د بیارغونې لپاره یې تر ۷۰۰زیات ژغورونکي ځای پر ځای کړي دي.

د سینټ لوییس ښارواله کارا سپینسر وایي، چې دا طوفان د ښار لپاره د بدترینو طوفانونو څخه و او د ښار په ځینو برخو کې یې د بېړني حالت اعلان کړی دی.

د طوفانونو له امله د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لینونه، د برېښنا د رسولو شبکې او ځینې مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

ټرمپ: راتلونکې دوشنبې به له پوتین او زېلېنسکي سره د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله لري چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي او د اوکراین او روسیې جګړه به پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر وايي، د دوشنې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د اړیکې موضوع به د روسي او اوکرایني سرتېرو د وینو تویولو بندول وي، چې هره اوونۍ تر ۵۰۰۰ وژل کېږي.»

همدارنګه نوموړی وايي، وروسته به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې او د ناټو سازمان له غړو سره هم خبرې وکړي.

ټرمپ هیله لري، چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي، اوربند به وشي او جګړه به پای ته ورسېږي..

د هند د کورنیو چارو وزیر: که څوک د هند پر خلکو برید وکړي، ځواب به یې دوه برابره سخت وي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه د ګوجرات ایالت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، په څرګنده توګه د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې نه یوازې قوي، بلکې دوه برابره سخت او پریکنده وي.

امېت شاه وايي، هندي ځواکونو د پاکستان ۱۰۰ کیلومتره دننه عملیات وکړل او هغو ترهګرو ته یې "مناسب او قوي" ځواب ورکړ، چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو پلانونه یې جوړول.

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه وویل: «په سیالکوټ او نورو ترهګریزو کمپونو کې هغو ترهګرو چې د نړیوالو ترهګریزو دسیسو پلانونه یې جوړول، زموږ د بمونو غږ ورته یو روښانه پیغام ورکړ.» نوموړي زیاته کړه، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې دوه برابره قوي، پرېکنده او د عبرت وړ وي.

د غزې کړکېچ؛ تېر ۲۴ساعتونو کې د اسراییل په بمباریو کې غزه کې ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۱

غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل په هوايي بمباریو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د مارچ له اوربند وروسته، پر غزه د اسراییل تر ټولو خونړي بریدونه ګڼي.

د غزې په شمال کې د یو روغتون مشر مروان السلطان وايي:« یوازې له نیمې شپې راهیسې مو ۵۸ شهیدان ترلاسه کړي او لا هم ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.»

هممهاله اسراییلي پوځ ویلي، چې پر غزه یې هوايي بردونه پیل کړي او په غزه کې د پراخو عملیاتو د پیلېدو لپاره یې خپل پوځیان راتول کړي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، له دغه عملیاتو څخه یې موخه حماس ته ماتې ورکول او د یرغمل شویو کسانو ژغورل دي.

پوتین: د روسیې او عرب هېوادونو سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه جوړه شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې او عربو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه (د اکتوبر ۱۵مه) جوړه شي. د منځني ختیځ کړکېچونه، اقتصادي همکارۍ او نړیوال بدلونونه به د دې ناستې مهم بحثونه وي.

پوتین د سیمې د کړکېچونو د حل په برخه کې د عربو هېوادونو رول ته په اشارې وویل: «روسیه د منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره د عربو هېوادونو سیاسي او ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.»

هغه دا هم وویل چې د سیمې د لانجمنو مسایلو حل باید د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په درناوي سره وشي.

که دا ناسته ترسره شي، نو دا به د روسیې او عربو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه لومړۍ رسمي سرمشریزه وي.