طالبان: څه باندې ۲۰ زره بېرته راستنېدونکو کډوالو ته مو د زده کړو زمینه برابره کړې ده

د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کوي، چې څه باندې ۲۰ زره کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته یې د زده کړو زمینې برابرې کړي دي.

د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکوي، چې یاد شمېر کسانو ته د تېر کال په لړ کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
طالبان په داسې حال کې دغو کډوالو ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو خبر ورکوي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه په چټکۍ او دوامداره توګه زرګونه افغانان اېستل شوي دي.
ډېری ستانه شوي کډوال سرپناه، زده کړو، روغتیایي خدمتونو او لسګونو نورو مواردو ته د نه لاسرسي له امله سرټکوي.
د دې ترڅنګ، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق بیا د روان کال په پیل کې اندېښنه ښودلې وه، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د پراخو محدودیتونو او د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ډېری هلکان هم له زده کړو زړه تورې شوي او له هېواد څخه د وتلو په هڅه کې دي.