• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له جوماتونو څخه د ملا امامانو کورونو ته پر غځېدلې برېښنا بندیز ولګاوه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت سوداګریز رییس امیر عبدالله جهاند وایي، د ملا هبت الله د امر له مخې «ملا امامان» تر دې وروسته نه شي کولای چې د جومات برېښنا د خپلو شخصي کورونو لپاره وکاروي.

هغه د (غویي ۲۸مه) په یوه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې، چې امامان باید خپلو کورونو ته په خپل لګښت جلا میټر ولګوي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.

د کیف سیمه‌ییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ایران: د افغانستان په اړه بحث د «تهران فورم» یو له مهمو موضوعاتو دی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سعید خطیب زاده وايي، چې د افغانستان په اړه بحث د «تهران فورم» یو له مهمو موضوعاتو دی.

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، خطیب زاده ټینګار کړی چې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حضور د افغانستان په اړه د بحث اړتیا لا ډېره کړې ده.

د تهران د خبرو اترو فورم چې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاوو پکې ګډون کړی و، پرون (شنبه، د مئ په ۱۷مه) پیل شو او د روانې میاشتې تر ۲۹مې پورې به دوام وکړي.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ.

هغه لا دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او دواړو خواوو د افغان کډوالو د وضعیت او د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د هغه پېښې له امله چې د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ابراهیم رییسي د وژنې لامل شوه؛ دغه فورم ترسره نه شو.

په دې فورم کې چې ټاکل شوې ده، په دوو ورځو کې ۴۰غونډې ترسره شي؛ د بهرنیو چارو وزیرانو او د حکومتونو استازو، پخوانیو سفیرانو او چارواکو او روڼ اندو ګډون کړی دی.

روسیه په افغانستان کې د «نفتو کېندنې» پیلوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۱

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وايي، د «اېنتکو»‌ په نوم یو روسي شرکت په افغانستان کې د ځمکې دننه د نفتو د موندلو څېړنه (جیولوجیکي سروې) کړې او ډېر ژر به د نفتو د کېندلو چارې پیل کړي.

نوموړی پرته له دې چې د کره نېټې یادونه وکړي، د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نووستی ته یې ویلي، چې په افغانستان کې به د نفتو د تصفیه کولو یوه کارخونه هم جوړه شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د (غويي ۲۷مه) یاد اژانس ته منلې، چې له یوه روسي شرکت سره یې د نفتو استخراج اړوند تړون لاسلیک کړی دی.

هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نفتو د سرچینو پراخولو او د تصفیه ‌خونې د جوړېدو په اړه هم له روسیې سره هوکړې شوې وویل: «هو، د همکاریو یو تړون مو لاسلیک کړی.»

د نورالدین عزیزی په وینا، دغه تړون د «روسیې او اسلامي نړۍ» د غونډې پر مهال په کازان ښار کې شوی دی.

طالبانو د (غويي ۲۶مه) تایید کړه، چې له روسیې سره یې پنځه بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه هوکړې د افغانستان - روسیې د اقتصادي فورم پر مهال د یادې ډلې د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ترمنځ لاسلیک شوې.

په دغه تړونو کې ټرانسپورټي همکارۍ، د سوداګرۍ کچې لوړول او د شخصي شرکتونو له لوري د نفتو او ګازو استخراج شامل دی.

عبدالغني برادر د (غويي ۲۴مه) د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان اقتصادي کنفرانس شپاړسمې دورې ناستې لپاره تاتارستان ته تللی و.

هغه بېرته افغانستان ته تر راستنېدو وروسته خپل څلور ورځنی سفر «له لاسته راوړنو ډک» وباله.

له دې سره، سره روسیې طالبان د «ترهګریزو ډلو» په نوملړ کې ځنډولي او په یاد هېواد کې یې د یادې ډلې د سفیر په کچه د استازي منلو ته زړه ښه کړی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم منلې، چې طالبانو مسکو ته خپل سفیر ورپېژندلی او د منل کېدو په تړاو یې ارزونه کېږي.

خواجه اصف:کلونه مو د طالبانو ملاتړ وکړ،‌ خو نن دوی زموږ پرضد له هند او اسراییل سره ولاړ دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې،‌ پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.

هم‌مهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.

همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.

نوموړی د‌ پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.

پاکستان نږدې ۲۰۰ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته لېږلي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۹۳ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د (غويي په ۲۸مه) د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې څخه تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غويي په ۲۵مې او ۲۶مې) نېټو د سپین بولدک له لارې اېستل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې روانه ده او پولیس کور په کور هره ورځ د نیول کېدو عملیات کوي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې؛ یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۱۳۰زرو څخه ډېر افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جون میاشتې له پای ته رسېدو سره سم به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

د «پي او ار» کارت لرونکو شمېر له یو نیم مېلیون افغانانو څخه ډېر ښوول شوی دی او پاکستان ګواښ کړی؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو په زوره به یې وشړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.