لندن او ۲۵ هېوادونو له اسراییل څخه وغوښتل چې غزې ته د بشري مرستو د بشپړ پیل اجازه ورکړي

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې لندن له ۲۵ نورو هېوادونو سره یو ځای له اسراییل څخه وغوښتل، څو ژر تر ژره غزې ته د بشري مرستو د بشپړ بیا پیل اجازه ورکړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې لندن له ۲۵ نورو هېوادونو سره یو ځای له اسراییل څخه وغوښتل، څو ژر تر ژره غزې ته د بشري مرستو د بشپړ بیا پیل اجازه ورکړي.
د نوموړي په وینا، هغه محدودې مرستې چې غزې ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې، هېڅ ډول بسنه نه کوي.
ملګرو ملتونو د مرستو د وړاندې کولو په برخه کې د نویو طرحو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دوی په خبره، اسراییل باید دا تضمین کړي چې ملګري ملتونه او د مرستو رسولو ادارې وکولای شي په غزه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې د برېتانیا سفارت چارسمبالی احضار کړی؛ ترڅو د برېتانیا لهخوا د ایراني وګړو د نیولو او پر ایران د «ناسمو تورونو» د لګولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د برېتانیا پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۷ تنه ایراني وګړي نیولي وو.
دغه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي:« د دغه ډول اقداماتو ناسمې پایلې چې ښايي سیاسي موخې ولري او د ایران پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ مسوولیت به یې د برېتانیا پر غاړه وي.»
د خېبر پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ پولیس وایي، نن د دوشنبې په سهار د (غويي ۲۹مه) د بره اضاخېلو په کلي کې درې ماشومان چې دوه یې خویندې او یو یې ورور دی د زهرجنو خوږو مټایانو په خوړلو مړه شوي دي.
روغتیايي چارواکو ویلي، د دغو ماشومانو مور هم «زهرجن مټایان» خوړلي او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
په مړو شویو ماشومانو کې مریم اته کاله، حریم شپږ کاله او ورور یې یومان څلور کاله عمر درلود.
د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.
د کیف سیمهییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»
یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.
په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»
په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»
د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي.
په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي.
د طوفانونو له امله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.
د کینټاکي والي انډي بشیر د طوفان په اړه وویل، چې دا یوه بده فاجعه ده او د ژغورنې او برېښنا د بیارغونې لپاره یې تر ۷۰۰زیات ژغورونکي ځای پر ځای کړي دي.
د سینټ لوییس ښارواله کارا سپینسر وایي، چې دا طوفان د ښار لپاره د بدترینو طوفانونو څخه و او د ښار په ځینو برخو کې یې د بېړني حالت اعلان کړی دی.
د طوفانونو له امله د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لینونه، د برېښنا د رسولو شبکې او ځینې مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي.