• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په برېتانیا کې د خپلو وګړو د نیولو په غبرګون، برتانوی ډیپلومات احضار کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې د برېتانیا سفارت چارسمبالی احضار کړی؛ ترڅو د برېتانیا له‌خوا د ایراني وګړو د نیولو او پر ایران د «ناسمو تورونو» د لګولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د برېتانیا پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۷ تنه ایراني وګړي نیولي وو.

دغه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي:« د دغه ډول اقداماتو ناسمې پایلې چې ښايي سیاسي موخې ولري او د ایران پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ مسوولیت به یې د برېتانیا پر غاړه وي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا په نوښار کې زهرجنو خوړو د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ پولیس وایي، نن د دوشنبې په سهار د (غويي ۲۹مه) د بره اضاخېلو په کلي کې درې ماشومان چې دوه یې خویندې او یو یې ورور دی د زهرجنو خوږو مټایانو په خوړلو مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي، د دغو ماشومانو مور هم «زهرجن مټایان» خوړلي او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په مړو شویو ماشومانو کې مریم اته کاله، حریم شپږ کاله او ورور یې یومان څلور کاله عمر درلود.

هندي رسنۍ: د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني په پاکستان کې وژل شوی دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د هند (اېن ډي ټي وي) راپور ورکړی، چې د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني چې په ابو سیف الله نظاماني مشهور و؛ د پاکستان په سند ایالت کې وژل شوی دی. د راپور له مخې؛ نوموړی په هند کې په ګڼو «ترهګریزو بریدونو» کې ښکېل و.

راپور کې راغلي، ابو سیف الله نظاماني (رضاالله نظاماني) چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا د خوندي امنیت څخه برخمن و؛ په ۲۰۰۶ کال کې د هند په «ار اېس اېس» مرکزي دفتر د برید اصلي پلان جوړونکی و.

همدا راز د لشکر طیبه ډلې دغه جګپوړی غړی، «نظاماني» په ۲۰۰۵ کال د هند په بنګلور کې د دغه هېواد د ساینس انسټیټیوټ په برید او په ۲۰۰۱ کال په رامپور کې د «سي ار پي اېف» په کمپ برید کې ښکېل و.

په راپور کې راغلي، چې ابو سیف الله د سند ایالت بدین ولسوالۍ په متلي بازار کې خپل کور ته نږدې د نامعلومه وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

‏د معلوماتو له مخې؛ ابو سیف الله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو او ملکي خلکو بریدونو کې هم ښکېل و او پاکستان کې ورته د غازي ابو سیف الله لقب ورکول شوی و.

‏د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې تړاو څه ویلي دي.

بلوچستان کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان بازار کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او د یوه قومي مشر په ګډون ۲۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

د پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې؛ چاودنه په سیمه کې د «ایف سي ځواکونه» د چاوڼۍ د شا دېوال سره نږدې جبار مارکېټ ته څېرمه رامنځته شوې.

د قلعه عبدالله ولسوالۍ د پولیسو مرستیال ریاض خان په وینا؛ له چاودنې وروسته وسله‌والو بریدګرو او امنیتي ځواکونو پر یو او بل ډزې وکړې، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات شو.

ښاغلي ریاض منلې، چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي؛ خو په قلعه عبدالله کې د محدوده روغتیایي زېربناوو له امله ځیني ټپیان د درملنې لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.

هغه په ټپیانو کې د یوه قومي مشر حاجي فیض الله خان او د هغه د ساتونکي د تپي کېدو خبر ورکوي؛ خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې بیا څه نه دي ویلي.

په تېرو وروستیو کې په بلوچستان او پښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله‌والو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دغه هېواد یې لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د وسله‌والو ډلو ملاتړ او پټنځایونه یادوي؛ خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او دا یې د دوی د ځواکونو کمزوري بللې ده.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي ادعا کړې وه، چې بلوڅ وسله‌وال او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي.

ملاله یوسفزۍ د جګړه‌ ځپلي لبنان د ماشومانو د تعلیم لپاره د ۱.۵ لکه ډالرو مرسته وکړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د لبنان جګړه‌ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د یو نیم لک امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي: «که څه هم د اوربند اعلان شوی، خو د اسراییلي هوايي بریدونو له امله د سوېلي لبنان څخه تر ۱۵ لکه ډېر کسان بې‌کوره شوي دي.»

نوموړې زیاته کړه: «په لبنان کې زرګونه ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې دي او هغوی ته د خوندي او با ثباته زده کړه ییز چاپېریال زمینه برابره نه ده.»

ملالې یوسفزۍ دغه راز وویل: «ما ته ویاړ دی چې اعلان وکړم، ملاله فنډ تازه د لبنان د زده‌کړې او بیارغونې هڅو لپاره بېړنۍ ۱۵۰ زره ډالري مرسته کړې ده.»

په لبنان کې روانې جګړې د ماشومانو ژوند ته سترې ننګونې راولاړ کړي دي، چې د تعلیم، روغتیا، او رواني وضعیت په برخه کې یې ژورې اغېزې لرلې دي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۴مه نېټه د لبنان د پوهنې وزارت او یونېسف په ګډه د ۳۸۷،۰۰۰ ماشومانو د ښوونځیو ته د راستنېدو لپاره یوه بېړنۍ طرحه پیل کړه، خو د جګړې له امله د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې یوازې ۳۵۰ ښوونځي پرانیستل شول، چې په ډېرو کې یې د ښوونکو او زده کوونکو رواني فشارونه او د ښوونې منابعو کمښت شتون لري.

د جګړې له امله، د لبنان په بېلابېلو برخو کې ۱.۲ مېلیونه خلک بې ځایه شوي دي، چې د ښوونځیو نږدې ۵۰۰ یې د پناه ځایونو په توګه کارول کېږي

یونېسف په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۶۵۸.۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو د ماشومانو تعلیم، روغتیا، او رواني ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

مېرڅ: اروپایې مشران د ټرمپ او پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، اروپایې مشران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

ټرمپ اعلان کړی، هغه پلان لري چې د مې په ۱۹مه د سهار په ۱۰ بجو له پوتین سره خبرې وکړي او ترهغه وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وغږېږي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې دغه خبرې اترې به د اوربند لامل شي.

مېرڅ د پاپ لیو څوارلسم د لوړې مراسمو په څنډه کې د واتیکان څخه خبریالانو ته وویل، چې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌ير سټارمر او دی به د پوتین له ټلیفوني اړیکې مخکې له ټرمپ سره خبرې وکړي.

مېرڅ وویل: «موږ اوس موافقه کړې چې بیا به خبرې وکړو، د څلورو دولتونو او حکومتونو مشران او د امریکا ولسمشر د دې خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ یوازې دا هیله کولی شو چې اوس به (د اوربند په لور) نور پرمختګ وشي.»

مېرڅ وویل، چې هغه دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ټرمپ-پوتین د راتلونکي ټلیفوني خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.

د اروپايي مشرانو خبرې اترې به له ټرمپ سره یوه اوونۍ وروسته له هغه وشي چې مېرڅ، مکرون، سټارمر او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د امریکا له ولسمشر سره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې وکړې، چې روسیه دې د مې له ۱۲مې نیټې څخه پیل کېدونکی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ومني..

ټرمپ د دې وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او موافقه یې وکړه، چې که روسیه موافقه ونه کړي نو واشنګټن به پر روسیې بندیزونه ولګوي.