• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي رسنۍ: د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني په پاکستان کې وژل شوی دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د هند (اېن ډي ټي وي) راپور ورکړی، چې د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني چې په ابو سیف الله نظاماني مشهور و؛ د پاکستان په سند ایالت کې وژل شوی دی. د راپور له مخې؛ نوموړی په هند کې په ګڼو «ترهګریزو بریدونو» کې ښکېل و.

راپور کې راغلي، ابو سیف الله نظاماني (رضاالله نظاماني) چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا د خوندي امنیت څخه برخمن و؛ په ۲۰۰۶ کال کې د هند په «ار اېس اېس» مرکزي دفتر د برید اصلي پلان جوړونکی و.

همدا راز د لشکر طیبه ډلې دغه جګپوړی غړی، «نظاماني» په ۲۰۰۵ کال د هند په بنګلور کې د دغه هېواد د ساینس انسټیټیوټ په برید او په ۲۰۰۱ کال په رامپور کې د «سي ار پي اېف» په کمپ برید کې ښکېل و.

په راپور کې راغلي، چې ابو سیف الله د سند ایالت بدین ولسوالۍ په متلي بازار کې خپل کور ته نږدې د نامعلومه وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

‏د معلوماتو له مخې؛ ابو سیف الله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو او ملکي خلکو بریدونو کې هم ښکېل و او پاکستان کې ورته د غازي ابو سیف الله لقب ورکول شوی و.

‏د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې تړاو څه ویلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان بازار کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او د یوه قومي مشر په ګډون ۲۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

د پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې؛ چاودنه په سیمه کې د «ایف سي ځواکونه» د چاوڼۍ د شا دېوال سره نږدې جبار مارکېټ ته څېرمه رامنځته شوې.

د قلعه عبدالله ولسوالۍ د پولیسو مرستیال ریاض خان په وینا؛ له چاودنې وروسته وسله‌والو بریدګرو او امنیتي ځواکونو پر یو او بل ډزې وکړې، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات شو.

ښاغلي ریاض منلې، چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي؛ خو په قلعه عبدالله کې د محدوده روغتیایي زېربناوو له امله ځیني ټپیان د درملنې لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.

هغه په ټپیانو کې د یوه قومي مشر حاجي فیض الله خان او د هغه د ساتونکي د تپي کېدو خبر ورکوي؛ خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې بیا څه نه دي ویلي.

په تېرو وروستیو کې په بلوچستان او پښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله‌والو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دغه هېواد یې لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د وسله‌والو ډلو ملاتړ او پټنځایونه یادوي؛ خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او دا یې د دوی د ځواکونو کمزوري بللې ده.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي ادعا کړې وه، چې بلوڅ وسله‌وال او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي.

ملاله یوسفزۍ د جګړه‌ ځپلي لبنان د ماشومانو د تعلیم لپاره د ۱.۵ لکه ډالرو مرسته وکړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د لبنان جګړه‌ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د یو نیم لک امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي: «که څه هم د اوربند اعلان شوی، خو د اسراییلي هوايي بریدونو له امله د سوېلي لبنان څخه تر ۱۵ لکه ډېر کسان بې‌کوره شوي دي.»

نوموړې زیاته کړه: «په لبنان کې زرګونه ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې دي او هغوی ته د خوندي او با ثباته زده کړه ییز چاپېریال زمینه برابره نه ده.»

ملالې یوسفزۍ دغه راز وویل: «ما ته ویاړ دی چې اعلان وکړم، ملاله فنډ تازه د لبنان د زده‌کړې او بیارغونې هڅو لپاره بېړنۍ ۱۵۰ زره ډالري مرسته کړې ده.»

په لبنان کې روانې جګړې د ماشومانو ژوند ته سترې ننګونې راولاړ کړي دي، چې د تعلیم، روغتیا، او رواني وضعیت په برخه کې یې ژورې اغېزې لرلې دي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۴مه نېټه د لبنان د پوهنې وزارت او یونېسف په ګډه د ۳۸۷،۰۰۰ ماشومانو د ښوونځیو ته د راستنېدو لپاره یوه بېړنۍ طرحه پیل کړه، خو د جګړې له امله د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې یوازې ۳۵۰ ښوونځي پرانیستل شول، چې په ډېرو کې یې د ښوونکو او زده کوونکو رواني فشارونه او د ښوونې منابعو کمښت شتون لري.

د جګړې له امله، د لبنان په بېلابېلو برخو کې ۱.۲ مېلیونه خلک بې ځایه شوي دي، چې د ښوونځیو نږدې ۵۰۰ یې د پناه ځایونو په توګه کارول کېږي

یونېسف په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۶۵۸.۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو د ماشومانو تعلیم، روغتیا، او رواني ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان د پوځ کنایه: هند امریکا نه دی او پاکستان افغانستان نه دی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د یکشنبې په ورځ هند ته خبرداری ورکړی، چې که د پاکستان پر خاورې هر ډول تېری وکړي، نو «د ژر، پرېکنده او سخت غبرګون» سره به مخ شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان به د هند برلاسی ونه مني.

چودري په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا برید او دغه راز پر غزې د اسراییل بریدونو ته په اشارې وویل: «واقعیت دا دی چې هند امریکا نه دی او پاکستان افغانستان نه دی. له دې سره هند اسراییل نه دی او پاکستان فلسطین نه دی.»

نوموړي دا څرګندونې د ترکيې اناډولو خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ به هېڅکله د هند برلاسي ته غاړه کېنږدو. هر څومره چې هند دا موضوع ژر درک کړي، د سیمې او نړۍ د سولې لپاره به هماغومره ښه وي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې نښتې وشوې خو د نړۍوالو فشارونو له امله بندې شوې.

چودري د هند د تورونو په غبرګون وویل، چې ترهګري، افراطیت او کرکه د هند داخلي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: «د مودي حکومت د مسلمانانو، سیکانو او نورو لږکیو په ځپلو سره کرکه، افراطیت او ترهګري لا زیاته کړې.»

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه: «په پاکستان کې د ترسره شوو ټولو تروریستي فعالیتونو تر شا د هند ملاتړ او هڅونه ده. ګڼ شواهد شته چې دا پېښې له هند سره تړي.»

چودري د هند د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو یادونه وکړه چې د پاکستان پر بېلابېلو برخو شوي.

نوموړي وویل: «هند هڅه وکړه چې د بې‌ګناه ماشومانو او ښځو د وژنو پر وړاندې زموږ عادلانه غچ ته خنډ شي، خو هېر یې کړل چې موږ هغه ولس نه یو چې وویریږو یا شاتګ وکړو. موږ هېڅکله هم د ظلم یا تېري پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، نه به یې ټیټ کړو.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان سولې ته ژمن دی او ملاتړ یې کوي، خو که ورته برید وشي نو ځواب به ورکړي.

هغه وویل: «که هند موږ وپاروي، برید وکړي یا تېری وکړي، زموږ ځواب به ژر او پرېکنده وي. په دې کې هېڅ شک نه شته.»

چودري یادونه وکړه چې پاکستان د دوه اړخیز اوربند (چې د مې په لسمه لاسلیک شوی و) ته ژمن دی او عملي کوي، خو د هند له پوځ څخه به هر ډول پاروونکې هڅې ته ځواب ورکړي.

مېرڅ: اروپایې مشران د ټرمپ او پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، اروپایې مشران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

ټرمپ اعلان کړی، هغه پلان لري چې د مې په ۱۹مه د سهار په ۱۰ بجو له پوتین سره خبرې وکړي او ترهغه وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وغږېږي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې دغه خبرې اترې به د اوربند لامل شي.

مېرڅ د پاپ لیو څوارلسم د لوړې مراسمو په څنډه کې د واتیکان څخه خبریالانو ته وویل، چې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌ير سټارمر او دی به د پوتین له ټلیفوني اړیکې مخکې له ټرمپ سره خبرې وکړي.

مېرڅ وویل: «موږ اوس موافقه کړې چې بیا به خبرې وکړو، د څلورو دولتونو او حکومتونو مشران او د امریکا ولسمشر د دې خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ یوازې دا هیله کولی شو چې اوس به (د اوربند په لور) نور پرمختګ وشي.»

مېرڅ وویل، چې هغه دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ټرمپ-پوتین د راتلونکي ټلیفوني خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.

د اروپايي مشرانو خبرې اترې به له ټرمپ سره یوه اوونۍ وروسته له هغه وشي چې مېرڅ، مکرون، سټارمر او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د امریکا له ولسمشر سره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې وکړې، چې روسیه دې د مې له ۱۲مې نیټې څخه پیل کېدونکی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ومني..

ټرمپ د دې وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او موافقه یې وکړه، چې که روسیه موافقه ونه کړي نو واشنګټن به پر روسیې بندیزونه ولګوي.

عباس عراقچي: ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د منځنۍ اسیا په چارو کې د ډونالډ ټرمپ د ځانکړي استازي هغه څرګندونو ته په غبرګون چې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه نه ورکوي، ویلي: «دا څرګندونې د مذاکراتو له واقعیت څخه لرې دي او په ایران کې به غني کول دوام و مومي.»

د منځنۍ اسیا په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي:« د یورانیمو نه غني کول زموږ سره او روښانه کرښه ده. موږ به ایران ته د یو سلنې یورانیمو د غني کولو اجازه ور نه کړو.»

د نوموړي دغه څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سخت غبرګون ښودلی.

عراقچي ویلي، چې ایران به د یورانیمو غني کولو ته وام ورکړي.

عباس عراقچي زیاته کړه: «دا څرګندونې د مذاکراتو له واقعیت څخه لري دي او په ایران کې به غني کول دوام ومومي.»

عراقچي ویلي، چې د یورانیمو غني کولو ته لاسرسی د ایران علمي پرمختګ او لویه لاسته راوړنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو پنځم پړاو به ډېر ژر پیل شي.

عراقچي له امریکا سره د څلورم پړاو مذاکراتو وروسته ویلي، چې د یورانیمو غني کول لا هم د دواړو غاړو ترمنځ یو بنسټیز اختلاف دی.