• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ د جګړه‌ ځپلي لبنان د ماشومانو د تعلیم لپاره د ۱.۵ لکه ډالرو مرسته وکړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د لبنان جګړه‌ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د یو نیم لک امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي: «که څه هم د اوربند اعلان شوی، خو د اسراییلي هوايي بریدونو له امله د سوېلي لبنان څخه تر ۱۵ لکه ډېر کسان بې‌کوره شوي دي.»

نوموړې زیاته کړه: «په لبنان کې زرګونه ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې دي او هغوی ته د خوندي او با ثباته زده کړه ییز چاپېریال زمینه برابره نه ده.»

ملالې یوسفزۍ دغه راز وویل: «ما ته ویاړ دی چې اعلان وکړم، ملاله فنډ تازه د لبنان د زده‌کړې او بیارغونې هڅو لپاره بېړنۍ ۱۵۰ زره ډالري مرسته کړې ده.»

په لبنان کې روانې جګړې د ماشومانو ژوند ته سترې ننګونې راولاړ کړي دي، چې د تعلیم، روغتیا، او رواني وضعیت په برخه کې یې ژورې اغېزې لرلې دي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۴مه نېټه د لبنان د پوهنې وزارت او یونېسف په ګډه د ۳۸۷،۰۰۰ ماشومانو د ښوونځیو ته د راستنېدو لپاره یوه بېړنۍ طرحه پیل کړه، خو د جګړې له امله د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې یوازې ۳۵۰ ښوونځي پرانیستل شول، چې په ډېرو کې یې د ښوونکو او زده کوونکو رواني فشارونه او د ښوونې منابعو کمښت شتون لري.

د جګړې له امله، د لبنان په بېلابېلو برخو کې ۱.۲ مېلیونه خلک بې ځایه شوي دي، چې د ښوونځیو نږدې ۵۰۰ یې د پناه ځایونو په توګه کارول کېږي

یونېسف په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۶۵۸.۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو د ماشومانو تعلیم، روغتیا، او رواني ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

مېرڅ: اروپایې مشران د ټرمپ او پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، اروپایې مشران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

ټرمپ اعلان کړی، هغه پلان لري چې د مې په ۱۹مه د سهار په ۱۰ بجو له پوتین سره خبرې وکړي او ترهغه وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وغږېږي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې دغه خبرې اترې به د اوربند لامل شي.

مېرڅ د پاپ لیو څوارلسم د لوړې مراسمو په څنډه کې د واتیکان څخه خبریالانو ته وویل، چې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌ير سټارمر او دی به د پوتین له ټلیفوني اړیکې مخکې له ټرمپ سره خبرې وکړي.

مېرڅ وویل: «موږ اوس موافقه کړې چې بیا به خبرې وکړو، د څلورو دولتونو او حکومتونو مشران او د امریکا ولسمشر د دې خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ یوازې دا هیله کولی شو چې اوس به (د اوربند په لور) نور پرمختګ وشي.»

مېرڅ وویل، چې هغه دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ټرمپ-پوتین د راتلونکي ټلیفوني خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.

د اروپايي مشرانو خبرې اترې به له ټرمپ سره یوه اوونۍ وروسته له هغه وشي چې مېرڅ، مکرون، سټارمر او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د امریکا له ولسمشر سره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې وکړې، چې روسیه دې د مې له ۱۲مې نیټې څخه پیل کېدونکی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ومني..

ټرمپ د دې وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او موافقه یې وکړه، چې که روسیه موافقه ونه کړي نو واشنګټن به پر روسیې بندیزونه ولګوي.

عباس عراقچي: ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د منځنۍ اسیا په چارو کې د ډونالډ ټرمپ د ځانکړي استازي هغه څرګندونو ته په غبرګون چې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه نه ورکوي، ویلي: «دا څرګندونې د مذاکراتو له واقعیت څخه لرې دي او په ایران کې به غني کول دوام و مومي.»

د منځنۍ اسیا په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي:« د یورانیمو نه غني کول زموږ سره او روښانه کرښه ده. موږ به ایران ته د یو سلنې یورانیمو د غني کولو اجازه ور نه کړو.»

د نوموړي دغه څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سخت غبرګون ښودلی.

عراقچي ویلي، چې ایران به د یورانیمو غني کولو ته وام ورکړي.

عباس عراقچي زیاته کړه: «دا څرګندونې د مذاکراتو له واقعیت څخه لري دي او په ایران کې به غني کول دوام ومومي.»

عراقچي ویلي، چې د یورانیمو غني کولو ته لاسرسی د ایران علمي پرمختګ او لویه لاسته راوړنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو پنځم پړاو به ډېر ژر پیل شي.

عراقچي له امریکا سره د څلورم پړاو مذاکراتو وروسته ویلي، چې د یورانیمو غني کول لا هم د دواړو غاړو ترمنځ یو بنسټیز اختلاف دی.

د اسراییل ځمکني عملیات؛ حماس د اوربند او د بندیانو تبادلې وړاندیز وکړ

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

پر غزې د اسراییل تر خونړيو بریدونو وروسته، حماس وسله‌والې ډلې د دوه میاشتني اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. ورته مهال اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په غزه کې پراخ ځمکني عملیات پېل کړي دي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سي‌اېن‌اېن ته وویل چې ډلې یې په غزه کې د دوه میاشتني اوربند او د ۳۰۰ فلسطیني امنیتي بندیانو د خوشې‌کېدو په بدل کې له اووه څخه تر نهو پورې اسراییلي یرغملو د خوشې‌کېدو هوکړې ده.

دې سره جوخت، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د غزې په شمالي او سوېلي برخو کې «پراخ ځمکني عملیات» پیل کړي دي.

اسراییل دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د دواړو خواوو سرچینو وویل چې په قطر کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس ترمنځ د غېرمستقیمو خبرواترو په نوي پړاو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییل په هوايي بمباریو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

چارواکي همدا راز زیاتوي چې د قوي هوایي بریدونو له امله زیات شمېر کسان له پرېوتو ودانیو لاندې پاتې دي او اسراییلي ځواکونه امبولانسونو او مرستندویه ټیمو نه ته اجازه نه ورکوي چې جسدونه را وباسي.

ویتکاف: له ایران سره هره معامله کې باید د یورانیمو د نه غني کولو موافقه شامله وي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د امریکا ځانګړي استازي استیو ویتکاف د یکشنبې په ورځ وویل، چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په هره معامله کې باید د یورانیمو د نه غني کولو موافقه شامله وي.

په داسې حال کې چې ویتکاف د یورانیمو د غني کولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ بیا تکرار کړی.

نوموړي له اې بي سي رسنۍ سره خبرو کې وویل: «موږ یوه ډېره روښانه سره کرښه لرو او هغه د یورانیمو غني کول دي. موږ د غني کولو وړتیا حتی یو سلنې ته هم اجازه نشو ورکولی.»

استیو ویتکاف وویل، د ټرمپ ادارې له نظره هر څه «د یوې داسې معاملې سره پیلېږي چې بډایه کول پکې شامل نه وي. موږ دا نشو کولی، ځکه چې غني کول د وسلو جوړولو ته اجازه ورکوي او موږ به اجازه ورنکړو چې دلته بم جوړ شي.»

د ویتکاف خبرو ته د تهران غبرګون ډېر چټک و.

د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له قوله وویل: «غیر واقعي تمې د خبرو اترو مخه نیسي، په ایران کې یورانیمو غني کول هغه څه نه دي چې ودرول شي.»

عراقچي د ویتکاف په اړه وویل: «زه فکر کوم چې هغه د خبرو اترو له واقعیت څخه په بشپړه توګه لرې دی.» بډایه کول به دوام ومومي.

ویتکاف زیاته کړه، چې هغه د خبرو اترو په اړه خوشبین دی او فکر کوي چې دواړه خواوې به په دې اوونۍ کې بیا په اروپا کې خبرې اترې وکړي.

عراقچي وویل، د خبرو اترو د راتلونکي پړاو نېټه او ځای به ډېر ژر اعلان شي.

رویټرز: روسیې د پوتین او ټرمپ تر ټلیفوني خبرو مخکې پر اوکراین قوي برید وکړ

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې روسیې د یکشنبې په ورځ پر اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو قوي برید وکړ. په دغه برید کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او تر اوسه د یوې ښځې د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی.

پر اوکراین د روسیې دغه برید د امریکا د ولمسشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټاکل شویو ټلیفوني خبرو یوه ورځ مخکې ترسره شوی دی.

بل‌خوا د اوکراین اسخباراتو ویلي، چې ښايي روسیه د یکشنې په ناوخته توغندیز برید هم وکړي، خو مسکو تر اوسه د کېیف د دغه تور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مهال، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي هڅه کوي، چې له واشنګتن سره خپلې اړېکې بېرته ښې کړ. نوموړي نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د پاپ لېو د معرفي‌کېدو د مراسمو په څنډه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال ډي جي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سره لیدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین او روسیې له درېیو کلونو وروسته لومړی مخامخ خبرې د جمعې په ورځ په ترکیه کې وکړي او دا خبرې د ټرمپ تر فشار لاندې شوې دي. دواړو خواوو د دې خبرو پرمهال د زرو زندانیانو د تبادلې هوکړه کړې، خو پر اوربند لا کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.