د ټرمپ ګواښ: که د روسیې او اوکراین په مذاکراتو کې پرمختګ و نه شي، دی به شاته شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که د روسیې او اوکراین په مذاکراتو کې پرمختګ و نه شي، نو هغه به د اوکراین پروړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو هڅې پرېږدي.
ټرمپ وایي: «زه تاسو ته وایم، که چېرې د جګړو د پای ته رسېدو په برخه کې هوکړې ته و نه رسېدلئ، نو زه یوازې شاته ځم او تاسو به دوام ورکوئ.»
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې، چې هغه باور لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه پای ته ورسوي.