• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو برېتانیا، فرانسې او کاناډا ته: د اکټوبر ۷مې د نسل‌وژنې عاملانو ته جایزه ورکوئ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د برېتانیا، فرانسې او کاناډا د مشرانو وروستي ګډ بیان ته په غبرګون کې چې پکې د اسراییل پر وړاندې د نورو اقداماتو په ګډون د هدفمندو بندیزونو ګواښ شوی، وویل: «تاسو په اصل کې د اکټوبر ۷مې د نسل‌وژنې برید عاملانو ته جایزه ورکوئ.»

د نوموړي په خبره، په غزه کې به جګړې هغه وخت پای ته ورسېږي، چې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، حماس خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، د حماس مشران تبعید ته ولاړ شي او غزه خلع سلاح شي.
دا په داسې حال کې ده، چې انګلستان، فرانسې او کاناډا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل پراخ بریدونه وغندل او ګواښ یې وکړ، که چېرې اسراییل تازه بریدونه ونه دروي او د بشري مرستو بندیز لرې نه کړي، د دوی له اقداماتو سره به مخ شي.
اسراییل د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د مرستو لړۍ درولې ده، مګر د یکشنبې په ورځ یې اعلان وکړ، چې دوی به د اکمالاتي لاریو محدود شمېر ته اجازه ورکړي.
تازه د انګلستان، فرانسې او کاناډا هېوادونو په یوه ګډ بیان کې راغلي «موږ به د نتنیاهو حکومت د دې ناوړه کړنو تعقیبولو پر دوام چوپ پاتې نه شو.»
دوی وویل: «موږ ژمن یو چې د دوه اړخیزې حل لارې ترلاسه کولو لپاره د فلسطین دولت د ونډې په توګه وپېژنو او د دې هدف لپاره له نورو سره کار کولو ته چمتو یو.»
دا بیان د ۲۲ هېوادونو په ګډون د انګلستان، فرانسې او کاناډا له خوا د ګډې غوښتنې سره سمون لري، چې اسراییل باید سمدلاسه «غزې ته د مرستو رسولو بشپړ بیا پیل ته اجازه ورکړي.»

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

ایران په برېتانیا کې د خپلو وګړو د نیولو په غبرګون، برتانوی ډیپلومات احضار کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې د برېتانیا سفارت چارسمبالی احضار کړی؛ ترڅو د برېتانیا له‌خوا د ایراني وګړو د نیولو او پر ایران د «ناسمو تورونو» د لګولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د برېتانیا پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۷ تنه ایراني وګړي نیولي وو.

دغه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي:« د دغه ډول اقداماتو ناسمې پایلې چې ښايي سیاسي موخې ولري او د ایران پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ مسوولیت به یې د برېتانیا پر غاړه وي.»

د پښتونخوا په نوښار کې زهرجنو خوړو د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ پولیس وایي، نن د دوشنبې په سهار د (غويي ۲۹مه) د بره اضاخېلو په کلي کې درې ماشومان چې دوه یې خویندې او یو یې ورور دی د زهرجنو خوږو مټایانو په خوړلو مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي، د دغو ماشومانو مور هم «زهرجن مټایان» خوړلي او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په مړو شویو ماشومانو کې مریم اته کاله، حریم شپږ کاله او ورور یې یومان څلور کاله عمر درلود.

اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.

د کیف سیمه‌ییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

اسراییل په ۴۸ ساعتونو کې په غزه کې ۲۰۰ فلسطینیان وژلي او ۳ لکه یې بې ځایه کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.

په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»

یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.

په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ​​ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»

په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله شاوخوا ۳۴کسان مړه شوي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي.

په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي.

د طوفانونو له امله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.

د کینټاکي والي انډي بشیر د طوفان په اړه وویل، چې دا یوه بده فاجعه ده او د ژغورنې او برېښنا د بیارغونې لپاره یې تر ۷۰۰زیات ژغورونکي ځای پر ځای کړي دي.

د سینټ لوییس ښارواله کارا سپینسر وایي، چې دا طوفان د ښار لپاره د بدترینو طوفانونو څخه و او د ښار په ځینو برخو کې یې د بېړني حالت اعلان کړی دی.

د طوفانونو له امله د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لینونه، د برېښنا د رسولو شبکې او ځینې مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي.