د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د «نا امنۍ خلاف» لاریون روان دی

د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن دوشنبه د (غويي ۲۹مه) له سهار راهیسې په سیمه کې د نا امنۍ، هدفي وژنو او د وسله‌والو تښتونو پر ضد لاریون روان دی.

د معلوماتو له مخې؛ ځايي بازار تړل شوی او لاریونوالو له حکومته غوښتي، چې باید د خلکو سر و مال خوندي کړي.