• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د سخت توپان تر څنګ د باران له امله درې کسه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په بېلابېلو سیمو کې د سخت توپان تر څنګ د تېز باران له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د زړې سبزي منډوي سیمه کې د یوې ونې لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي. دغه دوه تنه د کاکا زامن وو او په سیمه کې یې د سبزۍ پلورلو روزګار کاوه.

په یوه بله جلا پېښه کې د رانو ګړهۍ اړوند سیمه کې د دېوال غورځېدو له امله یو شپږ کلن ماشوم مړ شوی دی.

د ژغورنې ډلو په وينا؛ د سخت باد له امله ونې، دېوالونه او د سوداګریزو اعلانونو لیک دړې په بېلابېلو سيمو کې لوېدلې دي، چې له امله يې خلکو ته د فزيکي زيانونو تر څنګ درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د پېښور مرستيال کمېشنر سليم اکرم ويلي: «په ټوليز ډول، درې تنه د خراب موسم له امله اړوندو پېښو کې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپيان شوي دي».

د ژغورنې ډلې ژوبل شوي کسان د «افغان کالونۍ»، «اسد انور کالونۍ» او «رانو ګړهۍ» له سيمو روغتونونو ته لېږدولي دي.

دغه توپان تر یوې ګرمې او لمرینې ورځې وروسته د یکشنبې په ماښام پیل شو. پېښور او شاوخوا سیمو کې لومړی تورې وریځې خورې شوې او پسې کرار، کرار له تېز باد سره باران هم پیل شو.

د پېښور په زياتو سيمو کې برېښنا هم پرې شوې وه. د برېښنا وېش ادارې (PESCO) په وينا، ۱۱۰ فېډرونه پرې شوي او د برېښنا لېنونه په ګڼو برخو کې زيانمن شوي، چې له امله يې په ځينو سيمو کې څو ساعته برېښنا بنده وه.

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور له یادو کورنیو سره خپله خواخوږي ښوولې ده.

هغه زیاته کړې: «زه د پېښور په يوه پېښه کې د يوه کوچني پر مړینه سخت خواشينی يم».

هغه امر کړی، چې د ټپیانو د درملنې په موخه دې بېړني اقدامات وشي او د قربانیانو تر څنګ دې له زیانمنو کورنیو سره هم د لازمو مرستو لپاره اقدامات وشي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هندي رسنۍ: د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني په پاکستان کې وژل شوی دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د هند (اېن ډي ټي وي) راپور ورکړی، چې د لشکر طیبه ډلې یو مشر رضاالله نظاماني چې په ابو سیف الله نظاماني مشهور و؛ د پاکستان په سند ایالت کې وژل شوی دی. د راپور له مخې؛ نوموړی په هند کې په ګڼو «ترهګریزو بریدونو» کې ښکېل و.

راپور کې راغلي، ابو سیف الله نظاماني (رضاالله نظاماني) چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا د خوندي امنیت څخه برخمن و؛ په ۲۰۰۶ کال کې د هند په «ار اېس اېس» مرکزي دفتر د برید اصلي پلان جوړونکی و.

همدا راز د لشکر طیبه ډلې دغه جګپوړی غړی، «نظاماني» په ۲۰۰۵ کال د هند په بنګلور کې د دغه هېواد د ساینس انسټیټیوټ په برید او په ۲۰۰۱ کال په رامپور کې د «سي ار پي اېف» په کمپ برید کې ښکېل و.

په راپور کې راغلي، چې ابو سیف الله د سند ایالت بدین ولسوالۍ په متلي بازار کې خپل کور ته نږدې د نامعلومه وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

‏د معلوماتو له مخې؛ ابو سیف الله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو او ملکي خلکو بریدونو کې هم ښکېل و او پاکستان کې ورته د غازي ابو سیف الله لقب ورکول شوی و.

‏د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې تړاو څه ویلي دي.

بلوچستان کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان بازار کې په یوې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او د یوه قومي مشر په ګډون ۲۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

د پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې؛ چاودنه په سیمه کې د «ایف سي ځواکونه» د چاوڼۍ د شا دېوال سره نږدې جبار مارکېټ ته څېرمه رامنځته شوې.

د قلعه عبدالله ولسوالۍ د پولیسو مرستیال ریاض خان په وینا؛ له چاودنې وروسته وسله‌والو بریدګرو او امنیتي ځواکونو پر یو او بل ډزې وکړې، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات شو.

ښاغلي ریاض منلې، چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي؛ خو په قلعه عبدالله کې د محدوده روغتیایي زېربناوو له امله ځیني ټپیان د درملنې لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.

هغه په ټپیانو کې د یوه قومي مشر حاجي فیض الله خان او د هغه د ساتونکي د تپي کېدو خبر ورکوي؛ خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې بیا څه نه دي ویلي.

په تېرو وروستیو کې په بلوچستان او پښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله‌والو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دغه هېواد یې لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د وسله‌والو ډلو ملاتړ او پټنځایونه یادوي؛ خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او دا یې د دوی د ځواکونو کمزوري بللې ده.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي ادعا کړې وه، چې بلوڅ وسله‌وال او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي.

د پاکستان د پوځ کنایه: هند امریکا نه دی او پاکستان افغانستان نه دی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د یکشنبې په ورځ هند ته خبرداری ورکړی، چې که د پاکستان پر خاورې هر ډول تېری وکړي، نو «د ژر، پرېکنده او سخت غبرګون» سره به مخ شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان به د هند برلاسی ونه مني.

چودري په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا برید او دغه راز پر غزې د اسراییل بریدونو ته په اشارې وویل: «واقعیت دا دی چې هند امریکا نه دی او پاکستان افغانستان نه دی. له دې سره هند اسراییل نه دی او پاکستان فلسطین نه دی.»

نوموړي دا څرګندونې د ترکيې اناډولو خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ به هېڅکله د هند برلاسي ته غاړه کېنږدو. هر څومره چې هند دا موضوع ژر درک کړي، د سیمې او نړۍ د سولې لپاره به هماغومره ښه وي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې نښتې وشوې خو د نړۍوالو فشارونو له امله بندې شوې.

چودري د هند د تورونو په غبرګون وویل، چې ترهګري، افراطیت او کرکه د هند داخلي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: «د مودي حکومت د مسلمانانو، سیکانو او نورو لږکیو په ځپلو سره کرکه، افراطیت او ترهګري لا زیاته کړې.»

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه: «په پاکستان کې د ترسره شوو ټولو تروریستي فعالیتونو تر شا د هند ملاتړ او هڅونه ده. ګڼ شواهد شته چې دا پېښې له هند سره تړي.»

چودري د هند د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو یادونه وکړه چې د پاکستان پر بېلابېلو برخو شوي.

نوموړي وویل: «هند هڅه وکړه چې د بې‌ګناه ماشومانو او ښځو د وژنو پر وړاندې زموږ عادلانه غچ ته خنډ شي، خو هېر یې کړل چې موږ هغه ولس نه یو چې وویریږو یا شاتګ وکړو. موږ هېڅکله هم د ظلم یا تېري پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، نه به یې ټیټ کړو.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان سولې ته ژمن دی او ملاتړ یې کوي، خو که ورته برید وشي نو ځواب به ورکړي.

هغه وویل: «که هند موږ وپاروي، برید وکړي یا تېری وکړي، زموږ ځواب به ژر او پرېکنده وي. په دې کې هېڅ شک نه شته.»

چودري یادونه وکړه چې پاکستان د دوه اړخیز اوربند (چې د مې په لسمه لاسلیک شوی و) ته ژمن دی او عملي کوي، خو د هند له پوځ څخه به هر ډول پاروونکې هڅې ته ځواب ورکړي.

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلک د دوشنبې په ورځ د امن ولسي پاڅون کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلک د دوشنبې په ورځ د (مې ۱۹مه) د امن ولسي پاڅون کوي. د دغه پاڅون موخه په سیمه کې روانه ناامني، د فرمان الله په نوم د یو استاد اختطاف او د پاکستاني حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي صمد خان غیرقانوني نیونه بلل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د دغه ولسوالۍ خلک د روانو پرله پسې ناامنیو له امله شکایت کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتین د دې ولسي پاڅون په اړه په خپل اېکس کې د پاڅون موخه په بنو ولسوالۍ کې روانه نا امني ښودلې ده.

نوموړی په یوه ویډيو کلیپ کې وایي: «پښتونخوا وطن یو ځل بیا د جنګ د اور په لمبو کې دی او په هره ولسوالۍ کې هدفي وژنې او د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کېږي، بنو ګل چې د سندور د مرکز په نامه یادېده اوس د جنګ په مرکز بدل شوی، له نن نه ۱۵ ورځې وړاندې یو استاد فرمان الله تښتول شوی او تر اوسه ورک دی، زموږ بل مبارز حاجي صمد خان چې ریاست غیر قانوني نیولی او د نور مسایلو لپاره ولسي لاریون دی.»

حنیف پشتین په خپلو خبرو کې په عامو خلکو غږ وکړ، چې په دې ولسي پاڅون کې په پراخه توګه ګډون وکړي.

یاده دې وي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې هم د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې زرګونه کسان د بنو بازار لارو او کوڅو ته راوتلي وو او په دې سیمه کې یې د روانو نا امنیو خلاف د امن پاڅون ترسره کړی وو.

بنو او د خېبر پښتونخوا زیات شمېر سیمې د پخوا په پرتله ډېرې نا امنه شوي او وخت ناوخت ترې د وسله والو د فعالیتونو خبرونه ترلاسه کېږي..

خواجه اصف:کلونه مو د طالبانو ملاتړ وکړ،‌ خو نن دوی زموږ پرضد له هند او اسراییل سره ولاړ دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې،‌ پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.

هم‌مهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.

همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.

نوموړی د‌ پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.