• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلک د دوشنبې په ورځ د امن ولسي پاڅون کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلک د دوشنبې په ورځ د (مې ۱۹مه) د امن ولسي پاڅون کوي. د دغه پاڅون موخه په سیمه کې روانه ناامني، د فرمان الله په نوم د یو استاد اختطاف او د پاکستاني حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي صمد خان غیرقانوني نیونه بلل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د دغه ولسوالۍ خلک د روانو پرله پسې ناامنیو له امله شکایت کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتین د دې ولسي پاڅون په اړه په خپل اېکس کې د پاڅون موخه په بنو ولسوالۍ کې روانه نا امني ښودلې ده.

نوموړی په یوه ویډيو کلیپ کې وایي: «پښتونخوا وطن یو ځل بیا د جنګ د اور په لمبو کې دی او په هره ولسوالۍ کې هدفي وژنې او د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کېږي، بنو ګل چې د سندور د مرکز په نامه یادېده اوس د جنګ په مرکز بدل شوی، له نن نه ۱۵ ورځې وړاندې یو استاد فرمان الله تښتول شوی او تر اوسه ورک دی، زموږ بل مبارز حاجي صمد خان چې ریاست غیر قانوني نیولی او د نور مسایلو لپاره ولسي لاریون دی.»

حنیف پشتین په خپلو خبرو کې په عامو خلکو غږ وکړ، چې په دې ولسي پاڅون کې په پراخه توګه ګډون وکړي.

یاده دې وي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې هم د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې زرګونه کسان د بنو بازار لارو او کوڅو ته راوتلي وو او په دې سیمه کې یې د روانو نا امنیو خلاف د امن پاڅون ترسره کړی وو.

بنو او د خېبر پښتونخوا زیات شمېر سیمې د پخوا په پرتله ډېرې نا امنه شوي او وخت ناوخت ترې د وسله والو د فعالیتونو خبرونه ترلاسه کېږي..

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

باچاخان پوهنتون کې د یوې افغانې محصلې له اوږو د ملي بیرغ لرې کول پراخ غبرګونونه راپارولي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

تر هغه وروسته چې د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون چارواکو په یوې غونډه کې د یوې افغانې محصلې له اوږو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ، دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. افغان سیاستوالو، لیکوالانو او فعالانو دا کړه «شرموونکې بللې ده.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «د خیرن پاکستانیت لويه نښه له ملي بیرغ سره مخالفت دی.»

نوموړي د پوښتنې په ډول په خپل اېکس کې لیکلي: «اوس پوه شوﺉ، چې له ملي بیرغ سره دوښمني له کومه ځایه سرچینه اخلي؟»

لېوال د دغې افغانې نجلې جرات ستایلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ په یوه جلا غبرګون کې لیکلي: «هغوی چې اوس مهال د باچاخان د فکر او نظریې په ګدۍ ناست دي او ځانونه د دې تګلارې اصلي وارثان او پلویان ګڼي، له بده بخته نن خپل ملي هویت تر پښو لاندې کوي.»
د دغو غبرګونونو پر دوام، پخواني ډیپلومات او سیاسي فعال نجیب ننګیال بیا دا پېښه په کلکه غندلې ده او وایي: «دا کړنه شرموونکې، بې پښتو او د پښتنې عزت خلاف» دی.

ننګیال همداراز زیاته کړې: «په باچاخان پوهنتون کې، په چارسده کې، د پښتنو په مرکز کې، د یوې مېلمنې محصلې څخه د هغې د وطن بیرغ ښکته کول، په ټوله معنا د شرم، بې پښتو او د خجالت وړ کار دی.»
هغه ویلي، چې د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو لکه هارورډ او اکسفورډ کې محصلین له خپل بیرغ سره سندونه اخلي، خو د باچاخان پوهنتون دا عمل یې «د فکري زوال او غلامۍ نښه» بللې ده.

له دې سره، د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان بیا په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان پر برابر همدا بیرغ ته احترام لري او مني يې.

نوموړي هم دغه پېښه غندلې او زیاته کړې یې ده: «په باچاخان پوهنتون کې چې څه شوي د هغه غندنه کوم او دا چې هلته تپوس څنګه کېږي په دې هم پوهېږم او دغه خور چې څه کړي دي حق يې و، خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین بیا د یادې زده کړيالې له اوږو د ملي بیرغ لرې کول د شرم وړ ګڼلی دی.

نوموړي هم په خپل اېکس کې لیکلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل اسناد واخلي، په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې دری رنګه ملي بیرغ سره دوښمني کېږي.»

دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.

د باچاخان پوهنتون د مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوې غونډه کې د باچاخان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی، خو د باچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنیوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي چې تر هغه وروسته بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

د اېمل ولي خان غبرګون؛ د افغانستان درې رنګه بیرغ مې منلی او احترام ورته لرم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې منلی او احترام ورته لري. د نوموړي په وینا: «ما پرون هم دغه بیرغ منلی، نن يې هم منم او سبا به هم د افغانستان لپاره دغه بیرغ ته احترام لرم.»

اېمل ولي خان وايي، په باچاخان پوهنتون کې افغان زده کړیالې چې څه کړې دي حق يې دی او خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.

دا غبرګونونه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې تېره اوونۍ د پنچشنبې په ورځ د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په خپل اېکس کې لیکلي، چې په باچاخان پوهنتون کې چې پرون څه شوې دي د هغې غندنه کوي..

اېمل ولي خان لیکلی:«په دې هم پوهېږم چې زما ډېر افغانان وروڼه د قبضه ګرو له وېرې له دغه بیرغ څخه منکران شوي دي.»

سردار حسین بابک: په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومتي زورواکۍ غندنه وکړه. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي، ځکه دا د دوی اساسي حق دی.

هغه زیاتوي، افغان کډوال د تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کورونه، روزګارونه او نسلونه جوړ کړي دي، خو لا هم له ابتدایي مدني حقونو بې برخې دي. هغه دا هم وویل چې د داسې پالیسیو دوام به نه یوازې د انساني حقونو خلاف وي، بلکې د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.

بابک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

تېره ورځ هم، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې ۶۹۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کېنښوده.

د پاچا خان پوهنتون مسوولینو د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه «ملي بیرغ» لرې کړ

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د پښتونخوا په چارسده کې د پاچان خان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ. د پاچا خان پوهنتون مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوه غونډه کې، د باچا خان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی.

خو د پاچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو د فعالینونو غبرګنونه راپارولي دي.

د پېښور پوهنتون پخوانی استاد ضیا الله همدرد افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که يو خوا ته د ویاړ خبره ده، چې د بر وطن پېغلې او ځوانان د لر وطن پوهنتونونو او تعلېمې ادارو کې درسونه وايي په داسې حال کې چې افغان وطن اشغال دی او هلته د نجونو پر زده کړو بندېز لګول شوي نو بل خوا ته دا د افسوس خبره ده، چې د فخر افغان باچاخان په کور کلې چارسده کې او د هغوی په نوم منسوب پوهنتون چارواکې د یو افغان محصلې نه د افغانستان ملې بېرغ بېرته اخلې-دا د غلامۍ، محکومتېا، د نظریاتي پست والی او تذلیل انتها ده.»

رسنیو خپره کړې او پر پېښه یې سخت انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي، چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل سند واخلي. په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره دښمني کېږي.»

حنیف پشتین لیکلي:«د کار نه یوازې غېرې قانوني دی بلکې د پښتنو د روایتو خلاف هم دی،دغه بیرغ د ټیکري مثال لري او د یوې خور له سره د ټیکري لرې کول نه بښونکی کار دی.»

د پښتونخوا په نوښار کې پنځو کسانو د مدرسې پر یوې زده‌کوونکې «ډله ییز جنسي تېری» کړی

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ ځايي پولیسو ویلي، چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د امان ګړ په سیمه کې پنځو کسانو د مدرسې پر یوې زده‌کوونکې نجلۍ «ډله ییز جنسي تېری» کړی دی. پولیس وايي، په دغې پېښه کې ښکېل پنځه کسان یې نیولي دي.

د‌ پولیسو ځايي مشر عادل سید ویلي، چې دغو تېري کوونکو غوښتل چارسدې سیمې ته وتښتي، خو ماښام ناوخته یې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.

پولیسو د قرباني نجلۍ نوم منیعبه احمد ښودلی، خو د هغې د عمر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ مور غناز احمد علي په وینا، لور یې له مدرسې څخه بېرته کور ته پر لاره وه، چې پنځه کسانو پرې په زور «جنسي تېری» وکړ.

هغې زیاته کړې: «د ورځې په رڼا کې یې په زور فارم ته یوړه او د هغې عزت یې لوټ کړو.»

د نجلۍ مور له عدلي او قضایي ارګانونو څخه غواړي، چې تورنو کسانو ته دې سختې سزاوې ورکړي.

د پښتونخوا د چارواکو په خبره، نیول شوي کسان به نن د شنبې په ورځ د «غوايي ۲۷مه» د معاینې په موخه اړونده ادارې ته وړاندې شي.

په پښتونخوا کې تر دې دمخه هم ورته قضیې رامخته شوي، خو نیوکې دا دي چې د حکومت له لوري د قانون د نه پلي کیدو له امله دا ډول پېښې مخ په ډېریدو دي.