ټرمپ: روسیه او اوکراین به د اوربند په اړه مذاکرات پیل کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ خواله رسنۍ لیکلي، چې له ولادیمیر پوتین سره یې دوه ساعته خبرې «ډېرې ښې» تېرې شوې او روسیه او اوکراین به سمدستي د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.
