ونس: د اوربند هڅو د ناکامېدو په صورت کې به د اوکراین په جګړه کې له منځګړیتوب نه لاس واخلو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس وايي، چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.
