طالبانو په بلخ کې د جمعې لمانځه د خطبو پر ویډیو ثبتولو بندیز ولګاوه

د بلخ په یوه جومات کې د طالبانو پر ضد د مرګ تر شعارونو وروسته طالبانو د جمعې د لمانځه خطیبان رابللي او ګواښلي یې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشرانو دغو ملاامامانو ته ويلي، چې دوى حق نه لري، چې د خطبې ويډيو ثبت کړي.
