روبیو: امریکا له غزې څخه لیبیا ته د فلسطینیانو د شړلو په اړه خبرې نه دي کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې متحده ایالاتو له غزې څخه لیبیا ته د فلسطینیانو د شړلو په اړه خبرې نه دي کړي. د نوموړي په وینا، متحده ایالاتو یوازې د سیمې له یو شمېر هېوادونو پوښتنه کړې ده چې ایا د غزې خلک مني او که نه.
