د غزې سلګونو اوسېدونکو د حماس پر ضد لاریون وکړ

د غزې په سوېل خان یونس کې سلګونو کسانو د حماس پرضد لاریون وکړ. دغو لاریونوالو چې د حماس ضد شعارونه ورکول، د جګړو د پای ته رسېدو او له واک څخه د حماس د لرې کېدو غوښتونکي دي.

د غزې په سوېل خان یونس کې سلګونو کسانو د حماس پرضد لاریون وکړ. دغو لاریونوالو چې د حماس ضد شعارونه ورکول، د جګړو د پای ته رسېدو او له واک څخه د حماس د لرې کېدو غوښتونکي دي.
دغه اعتراضونه په داسې حال کې کېږي، چې د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۹مه) د خانیونس د بشپړې تخلیې امر وکړ او د دې سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د المواسي ساحلي سیمې ته ولاړ شي.اسراییلي پوځ اعلان کړی، چې د حماس د بنسټیزو زېربناوو د له منځه وړلو لپاره یوه «بېساري برید» ته چمتووالی نیسي.دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر غزې د اسراییل بریدونو زور اخیستی او دغه هېواد د یکشنبې په ورځ د پراخو ځمکنیو عملیاتو خبر هم ورکړ.اخوا، انګلستان، فرانسې او کاناډا بیا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل پراخ بریدونه وغندل او ګواښ یې وکړ، که چېرې اسراییل تازه بریدونه ونه دروي او د بشري مرستو بندیز لرې نه کړي، د دوی له اقداماتو سره به مخ شي.


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ټرمپ سره تر ټلیفوني خبرو وروسته اعلان کړی، چې هېواد یې له روسیې سره بشپړ او له ځنډ پرته اوربند ته چمتو دی. د هغه په وینا، کییف له مسکو سره مخامخ خبرو ته په هره بڼه او هر ځای کې چمتووالی لري.
زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې هغه په یوه ورځ کې دوه ځلې د متحدهایالاتونو له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د ټرمپ ترڅنګ د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د فېنلینډ ولسمشر الکساندر سره یې هم ټلیفوني خبرې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر وايي، چې له ډونالډ ټرمپ سره په خپلو خبرو کې یې د اوربند لپاره د اوکراین ژمنه تکرار کړه او خبرداری یې ورکړی، چې که روسیه وژنې او جګړې ته دوام ورکړي، له لا سختو فشارونو او بندیزونو سره به مخ شي.
هغه وویل: «که روسیه رښتیا هم سوله غواړي، نو باید د خبرو لپاره خپل چمتووالی وښيي. موږ چمتو یو چې په هر ځای کې لکه ترکیه، واتیکان یا سویس کې د مخامخ خبرو لپاره ګډون وکړو. مهمه دا ده چې روسیه ریښتینی هوډ ولري.»
د زېلېنسکي په وینا، د لوېدیځو مشرانو سره هم د سولې بهیر لپاره د راتلونکي اقداماتو پړاو خبرې شوې دي.
هغه ټینګار کړی، چې متحدهایالات باید په دې بهیر کې فعال پاتې شي، ځکه چې د واشنګټن لهخوا له خبرواترو نه هر ډول واټن به یوازې د پوتین په ګټه وي.
د اوکراین ولسمشر زیاتوي: «که روسیه جګړې ته دوام ورکړي، یرغمل شوي او بندیان خوشې نه کړي او غېر واقعي غوښتنې وکړي دا د جګړې د دوام په معنا ده او نړۍ باید له نورو بندیزونو سره ځواب ووايي. موږ تل د سولې لپاره چمتو یو.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په دوه ساعته ټلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې مسکو او کییف باید «سملاسي» د اوربند د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د ټرمپ او پوتین ترمنځ له ټلیفوني خبرو سره جوخت خبریالانو ته ویلي، چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.

ګلف ټوډې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په پیل کې د کډوالو پروګرام وځنډاوه او ویې ویل چې دا به تر هغه بیا نه پیلېږي، ترڅو چې د بهرنیو کډوالو راتګ د امریکا له ملي ګټو سره سم نه وي.
څلور میاشتې وروسته اوس روښانه شوې ده، چې څوک د امریکا له ګټو سره برابر ګڼل کېږي او څوک نه: شتمن او سپین پوستي سوېلي افریقايي کروندګر امریکا ته پرېښودل شول، خو له طالبانو تښتېدلي افغانان رد شول.
شاوخوا ۶۰ سوېلي افریقایان چې د حکومت په مالي مرسته واشنګټن ډي سي ته راوستل شوي، د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر کریسټوفر او نورو لوړپوړو چارواکو له خوا یې هرکلی وشو.
هغوی ته به سمدستي د مېشتېدو اسانتیاوې، لکه کور، د خوړو مرسته او نور مالي ملاتړ برابر شي.
ټرمپ همداراز ژمنه کړې، چې دغه افریقایانو ته به د تابعیت اخیستو بهیر چټک شي، حال دا چې د امریکا تابعیت ته نور کډوال کلونه انتظار کوي.
ولسمشر ټرمپ په فبرورۍ کې ادعا کړې وه: «افریکانر قوم (سوېلي افریقايي سپین پوستي) د حکومت له خوا تمویلېدونکي نژادي تعصب څخه تېښته کوي. کله چې له هغه وپوښتل شول چې ولې دغې ډلې ته د استثنا حق ورکړل شو، هغه وویل: “ځکه چې هغوی وژل کېږي او دا نسل وژنه ده، چې تاسو پرې لیکل نه کوی.»
په همدې لړ کې، د امریکا اسقفیه کلیسا چې له کلونو راهیسې یې د کډوالو په مېشتولو کې له فډرالي حکومت سره همکاري کوله، اعلان وکړ چې نور به دا همکاري ختموي.
کلیسا تمه لرله، چې د سوېلي افریقا د کډوالو د ځای پر ځای کولو برخه به هم پر مخ یوسي، خو د حکومت وروستۍ پریکړې د هغوی له اخلاقي کرښې واوښتې.
د کلیسا مشر په یوه پرانیستي لیک کې ولیکل: «زموږ کلیسا تل د نژادي عدالت او پخلاینې لپاره کار کړی او زموږ تاریخي اړیکې له سوېلي افریقا کلیسا سره موږ ته اجازه نه راکوي چې دا پرېکړه ومنو.»
خو تر ټولو زیات دا پرېکړه افغانان ځپي، هغه افغانان چې د امریکا له پوځ سره یې د طالبانو پر ضد شل کلنه جګړه کې اوږه ورکړې وه.
هماغه ورځ چې د افریقایانو هرکلی کېده، د ټرمپ ادارې د زرګونو افغان کډوالو لپاره د "موقتي خوندیتوب حالت" یا TPS پای ته ورساوه او دغه کار د زرګونو هغو افغانانو هیلې هم له منځه یوړې چې لا امریکا ته د راتګ په تمه وو.
دې پرېکړې د هغو امریکایي پوځیانو غوسه راپارولې، چې له دغو افغانانو سره یې اوږه ورکړې وه. شان وینډایور، چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر دی او د افغان اېواک په نوم د یوې غیر دولتي ادارې مشر هم دی، وویل: «زموږ پخواني سرتېري سخت غوسه دي. دا هېواد دغو خلکو ته ژمنې ورکړې وې. هغوی نه پوهېږي دا څه روان دي..»

د اېبيسي نیوز د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د کوینزلېنډ ایالت پولیسو د بریزبن لوېدیځ ته څېرمه د سپرینګفېلډ په سیمه کې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژنې په تور د خلیلالله او مسیحالله په نوم دوه افغان وروڼه نیولي دي.
پولیس وايي، چې خلیلالله او د هغه ورور مسیح الله دواړه د «کورني تاوتریخوالي» اړوند پر یوې وژنې تورن شوي دي. دوه ماشومان چې عمرونه یې درې کلن او څلور کلن ښودل شوي، د پیښې پرمهال په کور کې وو.
پولیسو دا پېښه «یوه فاجعه» بللې او په وینا یې، په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.
د اسټرالیا کوینزلېنډ ایالت پولیسو زیاته کړې، چې ۲۶ کلن خلیلالله او ۳۰ کلن مسیحالله د لومړنیو څېړنو پر مهال له هغوی سره د همکارۍ خبره کړې وه، خو وروسته دواړه په رسمي بیانونو کې د «ابهام او تضاد» له امله تورن شوي دي.
په راپور کې همداراز راغلي، که چېرې دواړه وروڼه د دې پېښې عاملان وپېژندل شي، ښايي له عمري بند سره مخ شي. ټاکل شوې، چې تورن کسان په روانه اوونۍ کې محکمې ته وړاندې شي.
په اسټرالیا کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا پیښه له «ناموسي وژنې» سره تړلې ده.
په اډیلیډ کې په یوې بلې جلا پېښه کې بیا د یوې افغانې کورنۍ څو غړي د ۲۱ کلنې نجلۍ د وژنې د هڅې په تور چې له یوه غېرمسلم سړي سره یې اړیکه درلوده، محکوم شوي دي.
د اسټرالیا سترې محکمې دا برید د «ناموسي وژنې هڅه» بللې او عاملانو ته یې د بند په ګډون بېلابېلې سزاوې اورولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په دوه ساعته ټلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې مسکو او کییف باید «سملاسي» د اوربند د ټېنګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات پیل کړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې د خبرواترو بڼه «ډېره مثبته»بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند جزییات به پخپله د روسیې او اوکراین لهخوا وټاکل شي.
هغه زیاته کړې، چې روسیه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته غواړي له متحدهایالاتونو سره یو لوی سوداګریز تړون رامنځته کړي، ترڅو په دغه هېواد کې دندې او ظرفیتونه پراخ شي.
د هغه په وینا، اوکراین کولای شي د دغه هېواد د بیارغونې پرمهال له دې سوداګریزو فرصتونو نه ګټه واخلي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د فېنلینډ ولسمشر الکساندر سټوب ته یې په جلا-جلا توګه له پوتین سره د خپلې ټلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.
ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د پاپ فرانسس په استازیتوب واتیکان د مذاکراتو کوربهتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته په وار-وار ټینګار کړی، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه مرستیال جي ډي ونس ویلي چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.

د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د لوی څارنوال دفتر د بښنې نړۍوال سازمان د «نامطلوبو» سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی دی.
دغه اژانس د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) زیاته کړې، چې د بښنې نړۍوال سازمان فعالیتونو په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې «په دغه هېواد کې پر امنیتي او استخباراتي وضعیت ناوړه اغېزه کړې ده.»
ورته مهال، د روسیې فډرالي امنیتي (اېفاېسبي) د سوردلوفسک سیمهییزې ادارې ویلي، چې داسې پرېکړې د حکومت د هغې تګلارې برخه ده، چې غواړي د روسیې معلوماتي فضا له بهرنیو ناوړه اغېزو نه خوندي کړي.
د دغه اقدام موخه د بهرنیو فعالیتونو کره ارزونه او د ناوړه اغېزو مخنیوی بلل شوې ده.
د روسیې د قانون پر بنسټ، هغه سازمانونه او اشخاص چې له «نامطلوب» بنسټ یا ادارې سره همکاري کوي، ښايي جریمه یا محاکمه شي.
بلخوا، د بښنۍ نړوال سازمان د مسکو د دغه اقدام پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي: «د روسیې لویې څارنوالۍ موږ د نامطلوبو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي یو. دا په دې معنا ده چې په روسیه کې که څوک مونږ ته پیسې راکړي یا له له مونږ سره مواد شریک کړي، ښایي سزا ورکړل شي. که په روسیه کې یاست یا هلته سفر کوئ، نو مهرباني وکړئ زموږ څه مه خپروئ.»
د نوموړي سازمان په بیان کې راغلي، له دغو بندیزونو سره-سره د بشري حقونو اړوند د سرغړونې پېښې مستندوي او راټولوي او په وینا یې، د داسې خوندي لار په لټه کې دی چې د روسیې خلک وکولای شي د دغه بنسټ معلوماتو ته لاسرسی ولري.