• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسټرالیا کې دوه افغان وروڼه د یوې ښځې پر وژنې تورن شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د اې‌بي‌سي نیوز د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د کوینزلېنډ ایالت پولیسو د بریزبن لوېدیځ ته څېرمه د سپرینګفېلډ په سیمه کې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژنې په تور د خلیل‌الله او مسیح‌الله په نوم دوه افغان وروڼه نیولي دي.

پولیس وايي، چې خلیل‌الله او د هغه ورور مسیح الله دواړه د «کورني تاوتریخوالي» اړوند پر یوې وژنې تورن شوي دي. دوه ماشومان چې عمرونه یې درې کلن او څلور کلن ښودل شوي، د پیښې پرمهال په کور کې وو.

پولیسو دا پېښه «یوه فاجعه» بللې او په وینا یې، په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.

د اسټرالیا کوینزلېنډ ایالت پولیسو زیاته کړې، چې ۲۶ کلن خلیل‌الله او ۳۰ کلن مسیح‌الله د لومړنیو څېړنو پر مهال له هغوی سره د همکارۍ خبره کړې وه، خو وروسته دواړه په رسمي بیانونو کې د «ابهام او تضاد» له امله تورن شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي، که چېرې دواړه وروڼه د دې پېښې عاملان وپېژندل شي، ښايي له عمري بند سره مخ شي. ټاکل شوې، چې تورن کسان په روانه اوونۍ کې محکمې ته وړاندې شي.

په اسټرالیا کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا پیښه له «ناموسي وژنې» سره تړلې ده.

په اډیلیډ کې په یوې بلې جلا پېښه کې بیا د یوې افغانې کورنۍ څو غړي د ۲۱ کلنې نجلۍ د وژنې د هڅې په تور چې له یوه غېرمسلم سړي سره یې اړیکه درلوده، محکوم شوي دي.

د اسټرالیا سترې محکمې دا برید د «ناموسي وژنې هڅه» بللې او عاملانو ته یې د بند په ګډون بېلابېلې سزاوې اورولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: مسکو او کییف باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره «سملاسي» مذاکرات پیل کړي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په دوه ساعته ټلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې مسکو او کییف باید «سملاسي» د اوربند د ټېنګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات پیل کړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) د خپلې اېکس‌‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د خبرواترو بڼه «ډېره مثبته»بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند جزییات به پخپله د روسیې او اوکراین له‌خوا وټاکل شي.

هغه زیاته کړې، چې روسیه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته غواړي له متحده‌ایالاتونو سره یو لوی سوداګریز تړون رامنځته کړي، ترڅو په دغه هېواد کې دندې او ظرفیتونه پراخ شي.

د هغه په وینا، اوکراین کولای شي د دغه هېواد د بیارغونې پرمهال له دې سوداګریزو فرصتونو نه ګټه واخلي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د فېنلینډ ولسمشر الکساندر سټوب ته یې په جلا-جلا توګه له پوتین سره د خپلې ټلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د پاپ فرانسس په استازیتوب واتیکان د مذاکراتو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته په وار-وار ټینګار کړی، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه مرستیال جي ډي ونس ویلي چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.

روسیې د بښنې نړۍوال سازمان د «نامطلوب» بنسټ په توګه اعلان کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۱

د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د لوی څارنوال دفتر د بښنې نړۍوال سازمان د «نامطلوبو» سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) زیاته کړې، چې د بښنې نړۍوال سازمان فعالیتونو په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې «په دغه هېواد کې پر امنیتي او استخباراتي وضعیت ناوړه اغېزه کړې ده.»

ورته ‌مهال، د روسیې فډرالي امنیتي (اېف‌اېس‌بي) د سوردلوفسک سیمه‌ییزې ادارې ویلي، چې داسې پرېکړې د حکومت د هغې تګلارې برخه ده، چې غواړي د روسیې معلوماتي فضا له بهرنیو ناوړه اغېزو نه خوندي کړي.

د دغه اقدام موخه د بهرنیو فعالیتونو کره ارزونه او د ناوړه اغېزو مخنیوی بلل شوې ده.

د روسیې د قانون پر بنسټ، هغه سازمانونه او اشخاص چې له «نامطلوب» بنسټ یا ادارې سره همکاري کوي، ښايي جریمه یا محاکمه شي.

بل‌خوا، د بښنۍ نړوال سازمان د مسکو د دغه اقدام پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي: «د روسیې لویې څارنوالۍ موږ د نامطلوبو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي یو. دا په دې معنا ده چې په روسیه کې که څوک مونږ ته پیسې راکړي یا له له مونږ سره مواد شریک کړي، ښایي سزا ورکړل شي. که په روسیه کې یاست یا هلته سفر کوئ، نو مهرباني وکړئ زموږ څه مه خپروئ.»

د نوموړي سازمان په بیان کې راغلي، له دغو بندیزونو سره-سره د بشري حقونو اړوند د سرغړونې پېښې مستندوي او راټولوي او په وینا یې، د داسې خوندي لار په لټه کې دی چې د روسیې خلک وکولای شي د دغه بنسټ معلوماتو ته لاس‌رسی ولري.

انګلستان، فرانسې او کاناډا اسراییل ته ویلي، که پر غزې جګړه ونه دروي، له دوی سره به مخ شي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

انګلستان، فرانسې او کاناډا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل پراخ بریدونه وغندل او ګواښ یې وکړ، که چېرې اسراییل تازه بریدونه ونه دروي او د بشري مرستو بندیز لرې نه کړي، د دوی له اقداماتو سره به مخ شي.

اسراییل د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د مرستو لړۍ درولې ده، مګر د یکشنبې په ورځ یې اعلان وکړ، چې دوی به د اکمالاتي لاریو محدود شمیر ته اجازه ورکړي.

تازه د انګلستان، فرانسې او کاناډا هېوادونو په یوه ګډ بیان کې راغلي «موږ به د نتنیاهو حکومت د دې ناوړه کړنو تعقیبولو پر دوام چوپ پاتې نه شو،»

دوی وویل: «موږ ژمن یو چې د دوه اړخیزې حل لارې ترلاسه کولو لپاره د فلسطین دولت د ونډې په توګه وپېژنو او د دې هدف لپاره له نورو سره کار کولو ته چمتو یو.»

دا بیان د ۲۲ هېوادونو په ګډون د انګلستان، فرانسې او کاناډا له خوا د ګډې غوښتنې سره سمون لري، چې اسراییل باید سمدلاسه «غزې ته د مرستو رسولو بشپړ بیا پیل ته اجازه ورکړي.»

د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو وویل، چې د مرستو محدود لاسرسي ته ځکه اجازه ورکوي، چې په غزه کې «د ډله ییزې لوږې انځورونه» کولی شي د دغه هېواد د جګړې مشروعیت ته زیان ورسوي.

د انګلستان، فرانسې او کاناډا له خوا په بیان کې ویل شوي، چې د اسراییل له خوا «ملکي وګړو ته د اړینو بشري مرستو ردول د منلو وړ نه دي او د نړۍوال بشري قانون څخه د سرغړونې خطر لري.»

دوی د اسراییل د حکومت د غړو له خوا سخته لهجه هم وغندله، چې ګواښ یې وکړ د غزې د ویجاړولو په ناهیلۍ کې ملکي وګړي به بېرته کډه شي.

د دغو درېیو هېوادونو په خبره: «دایمي جبري بې ځایه کېدل له نړۍوال بشري قانون څخه سرغړونه ده.»

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مارچ په ۱۸مه د اسراییل د بریدونو له بیا پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۳۴۰ کسان وژل شوي دي، چې په دې سره د جګړې ټول تلفات ۵۳۴۸۶ ته رسېدلي دي.

د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې؛ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې پیل کړې، څو د اوکراین روانه جګړه چې د مسکو له یرغل وروسته پیل شوې، پای ته ورسوي. د رپوټونو له مخې، ټرمپ تر دې وړاندې له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، ټاکل شوې چې ټرمپ له مسکو سره تر خبرو وروسته یو ځل بیا له زیلینسکي سره اړیکه ونیسي. ویل کېږي ټرمپ د ناټو له یو شمېر مشرانو سره هم تماسونه نیولي.

د کرملېن د ویاند په وینا، د ټرمپ او پوتین ترمنځ دا خبرې د استانبول د وروستیو مذاکراتو پر پایلو متکي دي.

سپینې ماڼۍ دا تماسونه د واشنګټن د دیپلوماتیکو هڅو برخه بللې او ویلي یې دي چې تر خبرو وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

ټرمپ مخکې ویلي و، د دغو تماسونو هدف یې د وینې تویېدنې بندول دي.

100%

ونس: پوتین په بن‌بست کې دی

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي، دوی دا پایله اخیستې چې اوسنی وضعیت د یوه بن‌بست نښه ده. هغه وویل: «ولسمشر غواړي دا معلومه کړي چې پوتین واقعاً د جګړې ختمولو لپاره جدي دی که نه».

ونس دا هم زیاته کړې: « صادقانه، پوتین پخپله هم نه پوهېږي چې له دې جګړې څنګه ووځي، خو دا دوه اړخیزه لوبه ده. که روسیه خبرو ته علاقه ونه لري، امریکا به هم ووایي چې دا جګړه زموږ نه ده».

واشنګټن خبرداری ورکړی، چې که مسکو د سولې لپاره جدي نه وي، پر روسیې به نور بندیزونه هم ولګوي.

د سولې لپاره اروپايي فشارونه

تېره اونۍ د پوتین له خوا د مستقیمو مذاکراتو له وړاندیز وروسته، د روسیې او اوکراین استازي له ۲۰۲۲ راهیسې لومړی ځل په استانبول کې سره کښېناستل. دا لیدنه د ټرمپ تر فشار او د اوکراین او اروپایي هېوادونو د اوربند غوښتنو په پایله کې وشوه.

د جرمني، فرانسې، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له امریکا سره، د جګړې د بندولو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ او د ایټالیا صدراعظمې جورجیا ملوني ویلي، اروپا تر اوسه له دې پرېکړې لرې ده چې اوکراین ته پوځیان واستوياو تمرکز یې اوس پر بې‌قید او شرطه اوربند دی.

د بریتانیا صدراعظم کی‌یر سټارمر د یکشنبې په ورځ له دغو مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

100%

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: « پوتین باید سبا وښيي چې د سولې اراده لري، او هغه ۳۰ ورځنی اوربند ومني چې ټرمپ وړاندیز کړی او د اوکراین او اروپا له ملاتړه برخمن دی».

روسیې د یکشنبې په ورځ له جګړې راهیسې تر ټولو ستر ډرون برید پر اوکراین ترسره کړ.

د اوکراین استخباراتو ویلي، روسیې شاید د وچو ترمنځ د یوه بالستیک توغندي د ازموینې نیت هم درلود، خو دا ادعا تر اوسه نورو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوتین مخکې ویلي و، چې که اوکراین غواړي جګړه ختمه شي، باید د ناتو له غړیتوب رسمي انکار وکړي او له هغو څلورو سیمو څخه چې روسیه یې خپل ملکیت بولي، شاتګ وکړي.

اوس مهال روسي ځواکونه د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

د روضې شریفې جومات کې پر طالبانو د مرګ شعارونه ورکړل شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

په بلخ کې مشهور روحاني مولوي عبدالقاهر د طالبانو پر تبعیضي چلند او قبیله پالنې نیوکه کړې. هغه د جمعې په ورځ د روضې شریف جومات په خطبه کې ویلي، چې قوم پالنه او عصبیت د اسلامي نظام د ناکامۍ لامل ګرځي.

طالبانو غوښتل چې مولوي عبدالقاهر ونیسي، خو د هغه ملاتړو د «مرګ پر طالبانو» شعارونو سره د هغه د نیولو مخه ونیوله.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو له مخې، د خطبې په وروستیو شیبو کې د طالبانو د بلخ د امر بالمعروف رییس مولوي عبیدالله له ځانګړو وسله‌والو ځواکونو او درې پوځي موټرو سره جومات ته ورننوت. هغوی د شخړې په رامنځته کولو سره لومړی د ویډیو اخیستلو تجهیزات ضبط کړل او بیا یې د احتجاج کوونکوله منځه څو کسان ونیول او له ځان سره یې یووړل.

مولوي عبدالقاهر له دې وړاندې هم پر طالبانو نیوکې کړې وې.

هغه په یوه لویه غونډه کې په توندو خبرو د طالبانو کړنې سختې وغندلې او ویلي یې و: «جغرافیا کیدای شي د ځانمرګو بریدګرو او بمونو په مرسته ونیول شي، خو د خلکو زړونه نه شي نیول کېدای».

په تېرو څلورو کلونو کې څو خپلواکو روحانیونو پر طالبانو په کلکو ټکو نیوکې کړې دي، چې ځینې یې له دې امله نیول شوي، پر ځینو فشار راوړل شوی او یا له هېواده وتلي دي.

عبدالسلام عابد بل مشهور روحاني له طالبانو غوښتي وو چې د مشرتابه امرونه تعقیب نه کړي.

هغه د طالبانو پر مشرتابه له نیوکې وروسته په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شو او بیا یې افغانستان پرېښود او ترکیې ته ولاړ.

عابد له روحانیونو غوښتي وو چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي: «هغوی خلک له خپلو دندو ګوښه کړل او موږ چوپ وو، غیر معمولي فرمانونه یې ورکړل او موږ چوپ وو، انتقاد نه کوو او انتظار کوو چې نن به سم شي یا سبا».

هغه ټینګار کړی و چې نور نه شي کولای وګوري چې ملت بربادیږي او دی چوپ پاتې شي.

د کابل په عبدالرحمن جامع جومات کې په خپله وروستۍ وینا کې هغه ویلي وو چې په پخواني نظام کې «ټول وو، یوازې طالبان نه وو، خو حکومت سقوط وکړ، اوس یوازې طالبان دي او نور څوک نشته».