• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روضې شریفې جومات کې پر طالبانو د مرګ شعارونه ورکړل شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

په بلخ کې مشهور روحاني مولوي عبدالقاهر د طالبانو پر تبعیضي چلند او قبیله پالنې نیوکه کړې. هغه د جمعې په ورځ د روضې شریف جومات په خطبه کې ویلي، چې قوم پالنه او عصبیت د اسلامي نظام د ناکامۍ لامل ګرځي.

طالبانو غوښتل چې مولوي عبدالقاهر ونیسي، خو د هغه ملاتړو د «مرګ پر طالبانو» شعارونو سره د هغه د نیولو مخه ونیوله.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو له مخې، د خطبې په وروستیو شیبو کې د طالبانو د بلخ د امر بالمعروف رییس مولوي عبیدالله له ځانګړو وسله‌والو ځواکونو او درې پوځي موټرو سره جومات ته ورننوت. هغوی د شخړې په رامنځته کولو سره لومړی د ویډیو اخیستلو تجهیزات ضبط کړل او بیا یې د احتجاج کوونکوله منځه څو کسان ونیول او له ځان سره یې یووړل.

مولوي عبدالقاهر له دې وړاندې هم پر طالبانو نیوکې کړې وې.

هغه په یوه لویه غونډه کې په توندو خبرو د طالبانو کړنې سختې وغندلې او ویلي یې و: «جغرافیا کیدای شي د ځانمرګو بریدګرو او بمونو په مرسته ونیول شي، خو د خلکو زړونه نه شي نیول کېدای».

په تېرو څلورو کلونو کې څو خپلواکو روحانیونو پر طالبانو په کلکو ټکو نیوکې کړې دي، چې ځینې یې له دې امله نیول شوي، پر ځینو فشار راوړل شوی او یا له هېواده وتلي دي.

عبدالسلام عابد بل مشهور روحاني له طالبانو غوښتي وو چې د مشرتابه امرونه تعقیب نه کړي.

هغه د طالبانو پر مشرتابه له نیوکې وروسته په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شو او بیا یې افغانستان پرېښود او ترکیې ته ولاړ.

عابد له روحانیونو غوښتي وو چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي: «هغوی خلک له خپلو دندو ګوښه کړل او موږ چوپ وو، غیر معمولي فرمانونه یې ورکړل او موږ چوپ وو، انتقاد نه کوو او انتظار کوو چې نن به سم شي یا سبا».

هغه ټینګار کړی و چې نور نه شي کولای وګوري چې ملت بربادیږي او دی چوپ پاتې شي.

د کابل په عبدالرحمن جامع جومات کې په خپله وروستۍ وینا کې هغه ویلي وو چې په پخواني نظام کې «ټول وو، یوازې طالبان نه وو، خو حکومت سقوط وکړ، اوس یوازې طالبان دي او نور څوک نشته».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملي بیرغ پر سر ناندرۍ؛ پاچا خان پوهنتون افغانې محصلې ته بېرته له ملي بیرغ سره سند ور کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پاچا خان پوهنتون مسوولینو یوې افغانې محصلې ته دا ځل په داسې حال کې سند ورکړ، چې ملي بیرغ یې پر اوږه و. تېره اونۍ د باچاخان پوهنتون په فراغت غونډه کې د یادې افغانې محصلې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړل شو، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي انځور کې لیدل کیږي، چې د پاچا خان پوهنتون د مشر په دفتر کې افغانې محصلې شېکلا ته په داسې حال کې د فراغت سند ور کول کیږي، چې د افغانستان ملي بیرغ یې پر اوږو پروت دی.

په دې انځور کې د پاچا خان پوهنتون مسوولین هم حضور لري.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان تېره ورځ، د مرغومي پر ۲۸مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د پوهنتون مشر ته اخري خبرداری ورکوو چې د بهرني بیرغ د بې‌احترامۍ مساله جدي واخلي، او ژر تر ژره اقدام وکړي. که دا کار ونه شي، نو ما د عوامي نشنل ګوند چارسدې او د پښتون محصلانو اتحادیې ته لارښوونه کړې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ، د می ۲۲مه، ۲۰۲۵، د پوهنتون رییس پر ضد لاریون وکړي».

د باچاخان پوهنتون چارواکو تېره اونۍ په یوه غونډه کې د دغې افغانې محصلې له اوږو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ، چې دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. افغان سیاستوالو، لیکوالانو او فعالانو دا کړنه «شرموونکې» بللې ده.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «د خیرن پاکستانیت لويه نښه له ملي بیرغ سره مخالفت دی.»

نوموړي د پوښتنې په ډول پر خپل اېکس لیکلي: «اوس پوه شوﺉ، چې له ملي بیرغ سره دښمني له کومه ځایه سرچینه اخلي؟»

لېوال د دغې افغانې نجلې جرئت ستایلی و.

نړیوال بانک د طالبانو له راستنېدو وروسته له افغانستان سره ۲،۲ میلیارد ډالره مرسته کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس د اروپا د بشري مرستو د شورا په غونډه کې وویل، چې نړیوال بانک له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۲،۲ میلیارده ډالره مرسته کړې. فارس حداد زیروس وايي، دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو له لارې د افغانستان ۷۰ سلنه اوسېدونکو سره شوې دي.

زیروس وویل، ملګري ملتونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د څو میاشتو لپاره له افغانستان نه ووتل، خو بېرته ته راستانه شول.

هغه وويل چې په افغانستان کې نړيوال بانک د نړيوالو نادولتي موسسو او مدني ټولنې سره کار کوي چې تمرکز يې پر ښځو دی څو د افغانانو اساسي اړتياوې پوره کړي.

په افغانستان کې نړیوال بانک مشر وویل چې بانک د "اصولو پر بنسټ" چلند باندې تمرکز کوي، خکه د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره مخ په وړاندې تګ ستونزمن شوی دی.

زیروس تشریح کړه، چې د طالبانو قوانین، په ځانګړې توګه د امربالمعروف قانون، د ښځو کړنې، غږونه او فعالیتونه په مختلفو لارو محدودوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر وویل چې بانک هڅه کوي د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکولو لپاره د ښکېلتیا لارو چارو په موندلو سره له وضعیت سره مقابله وکړي.

د طالبانو د کانونو وزیر: د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو "طلایي فرصت" رامنځته شوی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري وایي، سره له دې چې د افغانستان او ایران پر ضد «دښمنان پراخ تبلیغات کوي»، خو اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او د کانونو په برخه کې یو «استثنایي او طلایي فرصت» رامنځته شوی دی.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، بدري دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ایران د کاني موادو د پروسس د څېړونکو په دویم نړیوال سمپوزیم کې وکړې، چې دا مهال د ایران د البرز ولایت په کوربه توب روان دی.

بدري وویل، « اوس مهال په افغانستان کې امنیت او ثبات حاکم دی او د ایران پانګوال او اقتصادي سکتور کولای شي په ډاډه زړه هلته پانګونه وکړي».

هغه زیاته کړه، چې افغانستان له بېلابېلو طبیعي زیرمو ډک دی او دا د ایرانی پانګوالو لپاره یو غوره فرصت دی.

د طالبانو د کانونو وزیر وویل، چې د ایران دولتي او خصوصي دواړه سکتورونه کولای شي د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه ولري.

هغه پر دې هم ټینګار وکړ، چې د «افغانستان او ایران د خلکو دښمنان هڅه کوي د دواړو هېوادونو وضعیت منفي انځور کړي»، خو اوسنی وضعیت د ګډو اقتصادي همکاریو لپاره یو طلایي چانس دی چې باید له لاسه ور نه کړل شي.

بدري همداراز یادونه وکړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ژور فرهنګي مشترکات شته، چې دا کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

یاد شوی درې ورځنی سمپوزیم د ایران د البرز ولایت په کاوش صنعتي ښارګوټي کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کاني موادو د پروسس په برخه کې د نړیوالو څېړونکو نظریات شریکول او د همکاریو پراخول دي.

طالبان، چین او پاکستان؛ د درې اړخیزې غونډې تر شا سیاسي پېچلتیاوې او سیمه‌ییز رقابتونه

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

په داسې مهال کې چې هند او پاکستان د یو بل پر ښارونو او پوځي تأسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کول، د سیمې فضا له یوه خطرناک جنګي حالت سره مخ وه.

نړۍوالو ته دا اندېښنه پیدا شوې وهچې ښايي د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه د اټومي وسلو کارونې پړاو ته ورسېږي. جګړه ورځ تر بلې تودېده او د سیمې امنیتي معادلې له جدي ګواښ سره مخ وې.
د جګړې د ګرمېدو په همدې فضا کې، د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر د هندي جنګي الوتکو د احتمالي برید له امله وتړل شو. د کابل لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د هوا پر ځای د تورخم له لارې او پر ځمکه کابل ته سفر وکړ. نوموړي د می میاشتې په۱۰مه د افغانستان، چین او پاکستان د دولتي چارواکو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړچې کوربه‌توب یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کاوه.

د چین له‌خوا د افغانستان لپاره د دغه هېوادځانګړياستازياو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کډون درلود.صادق خان پرخپلې‌ اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا درې‌اړخیزه پنځمه غونډه ده.

امیرخان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته دا فرصت برابر کړچې د اقتصاد، امنیت، او سیمه‌يیز ثبات په اړه ګډ فکر او همغږي رامنځته کړي.

د غونډې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو د طالبانو له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند سره هم کتلي، خو تر ټولو جالبه لیدنه د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره وه، دا ځکه چې د کورنیو چارو وزیر معمولاً په بهرني سیاست کې مستقیم رول نه لري. د سیمې سیاسي شنونکي باور لري چې دا لیدنه یوازې سمبولیکه نه وه، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم درلودل.

هغوی وایي چې د غونډې د نه ځنډېدو یو لامل دا وچې پاکستان او چین غوښتل طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په شرایطو کې دې طالبان له احتیاطه کار واخلياو د افغانستان له خاورې د هند پر خلاف هېڅ فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه وه، اوربند نه و شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنه ډېره وه. پاکستانچې په خپل ختیځ سرحد کې د جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، نه غوښتل له لویدیځ لوري (یعنې د افغانستان له خاورې) کومه بله خطرناکه ستونزه رامنځته شي.

د چین د ځانګړي استازي حضور هم له همدې امله مهم و، ترڅو د پاکستان غوښتنو ته نړۍوال وزن ورکړي. چین د درې‌اړخیزې غونډې د نه ځنډېدو بل دلیل دا ګڼي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې، که مستقیمې وي یا د قطر له لارې، په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د امریکا له لوري طالبانو ته د مېلیاردونو ډالرو مرسته شوې ده او دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا پیسې د څه لپاره ورکول کېږي؟

چین د افغانستان د ایغور جنګیالیو، او د منځنۍ اسیا د توندلارو ډلو حضور ته د خپلې اوږدمهالې امنیتي پالیسۍ لپاره یو خطر ګڼي. د «یو کمربند، یوه لار» پروژه چې د چین د سترې اقتصادي تګلارې یوه مهمه برخه ده، د بې‌ثباته افغانستان له امله له خطر سره مخ ده.

چینایان باور لري چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د «تحریک طالبان پاکستان» یا ټي‌ټي‌پي فعالیتونه هم د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د پراختیا مخه نیسي، نو ځکه چین هڅه کوي له طالبانو سره دوه‌اړخیزه او درې اړخیزه اقتصادي همکاري زیاته کړي، تر څو طالبان له چین سره د اقتصادي ګټو احساس وکړياو د لوېدیځ او چین تر منځ د اړیکو یو توازن وساتي.

چین له امنیتي اندېښنو پرته، په افغانستان کې سترې اقتصادي ګټې هم تعقیبوي. افغانستان د پخوانۍ ورېښمو لارې پر یوه مهمه برخه بلل کېږياو د سیمې لپاره یې تل اقتصادي ارزښت درلود. چینچې په مکسیکو، برازیل او نورو لرې سیمو کې خپلې پانګونې پراخوي، څنګه به له خپل ګاونډي افغانستان سترګې پټې کړي؟

چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي زیرمو لکه لیتیم، مس، سره زرو او نورو معادنو سره ژوره لېوالتیا لري. دغه هېواد باور لري چې د دغو زیرمو ترلاسه کول به یې اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، خو همداراز دا هم درک کوي چې لوېدیځ هېوادونه هم پدې سیالۍ کې ښکېل دي او دا به د چین لپاره اسانه ماموریت نه وي.

په تاریخي لحاظ کله چې طالبان په واک کې نه وو او په پاکستان کې اوسېدل، چین له هغوی سره خپلې پراخې اړیکې د پاکستان له لارې تنظیمولې. د طالبانو استازي به د پاکستان له خاورې چین ته تلل او چین به له همدې لارې د طالبانو سره تماس ساته. درې‌اړخیزه غونډې هم د هماغو هڅو تسلسل بلل کېږي.

چین په دې هم ښه پوهېږي چې پاکستان د تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د قضیې په بدل کې له امریکا مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. له همدې امله چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې نېغ په نېغه اړیکې پراخې کړي، ترڅو د سیمه‌یز نفوذ یوه باثباته تکیه‌ګاه ځان ته جوړه کړي.

امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته ورسېد

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد هم پکې شامل دی، چین ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې سبا د سې شنبې په ورځ (د می په ۲۰مه) د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن د دوشنبې په ورځ د غويي ۲۹مه، وویل، چې ټاکل شوې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په دغه سفر کې له خپل چینایي سیال وانګ يي سره دوه اړخیزه لیدنه وکړي.

حافظ ضیا احمد وايي چې دواړه لوري به د سیاسي، اقتصادي او تجارتي همکاریو ترڅنګ د سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم مفصلې خبرې اترې وکړي.

همداراز، د سفر په ترڅ کې به امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه درې اړخیزه ګډه ناسته کې هم ګډون وکړي، چې هدف یې د سیمې ثبات، امنیت، اقتصادي مشارکت او «د افغانستان له نوې ادارې» سره د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا بلل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اسحاق ډار د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې چین ته رسېدلی دی. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق هم پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړی هم په دغه سفر کې د اسحاق ډار ملتیا کوي.

‏له دې وړاندې (د می په ۱۰مه) په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړۍ درې اړخیزه ناسته هم ترسره شوه، چې د دغې ناستې موخه هم سیمه‌ییز ټیکاو او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو رامنځته کېدل و.

چین، د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې هم له پاکستان نه ملاتړ څرګند کړی و.

‏د سیمې ټیکاو لپاره د چین په ناسته کې د طالبانو ور ګډول له هغه وروسته دي، چې طالبانو په هند کې د پهلګام پېښه وغندله او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره متقي په خبرو کې د ډیپلوماټيکو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې وې.