وېکرم میسري: د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په خبرو کې امریکا هیڅ رول نه لاره

د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وېکرم میسري وایي، چې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند دوه اړخیزه و. هغه د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد پارلماني کمیټې ته په خبرو کې ویلي، چې د «هند او پاکستان د اوربند په خبرو کې امریکا کوم رول نه لاره.»