طالبانو په کندوز ولایت کې دوه کسان د «زنا» په تور په دُرو وهلي دي

طالبانو د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «زنا» په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په درې-درې کاله تنفیذي بند او ۳۹-۳۹ تعزیري سزا محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې ډلې په کابل کې هم د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «زنا» په تور او پنځه نور یې د نشه يي ټابلیتو او چرسو د خرڅلاو، پلور او قاچاق په تور محکوم او په دُرو وهلي.