عربستان: پر غزې د اسراییل تازه بریدونه په سیمه کې د سولې او ټیکاو پر وړاندې خنډ جوړوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې په شمالي او سوېلي برخو کې د اسراییل «پوځي یرغل» او روان بریدونه غندلي دي. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي: «دغه ډول کړنې د نړۍوالې ټولنې د ارادې سره په ټکر کې دي.»
په بیان کې وړاندې راغلي: «دغه کړنې د بشري حقونو قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده او په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د شته فرصتونه پر وړاندې خنډ جوړوي.»