پاکستان ته د هندي ډیپلوماټ پیغام: حافظ سعید را وسپارئ، ستونزې به ختمې شي

په اسراییل کې د هند سفیر جي پي سېنګ وايي، چې د سېندور عملیات درول شوي؛ خو ختم شوي نه دي. هغه له پاکستان نه غوښتي، چې د هند په وروستیو پېښو کې ښکېل «ترهګر» ور وسپاري او خبرداری یې ورکړی چې د پولې هاخوا «ترهګري به له تهاجمي اقداماتو سره مخ شي.»