په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي

رویټرز د غزې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د سې‌شنبې په سهار د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
تر دې وړاندې العربیه راپور ورکړی و، چې په دغو بریدونو کې یوه مدرسه په نښه شوې او د دې ترڅنګ یو برید هم په دیرالبلح کې شوی دی.