کریملین ماڼۍ: له اوکراین سره د هوکړې لپاره کومه وروستۍ نېټه نه شي ټاکل کېدی

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وایي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله او اوربند پیچلی دی او د هوکړې د یادښت لپاره هیڅ وروستۍ نېټه نه شي ټاکل کېدی.

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وایي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله او اوربند پیچلی دی او د هوکړې د یادښت لپاره هیڅ وروستۍ نېټه نه شي ټاکل کېدی.
ښاغلي پیسکوف په یوې خبري غونډه کې وویل: «هیڅ وروستۍ نیټه نشته او نه هم کیدی شي. دا څرګنده ده چې هر څوک غواړي دا هوکړه ژر تر ژره ترسره کړي، خو پیچلتیا په جزیاتو کې ده.»
هغه زیاته کړه: «مسودې به د روسیې او اوکراین د دواړو خواو لهخوا چمتو شي، د مسودې اسناد به تبادله شي، او بیا به د یو واحد متن د پراختیا لپاره تماسونه ونیول شي.»

په اسراییل کې د هند سفیر جي پي سېنګ وايي، چې د سېندور عملیات درول شوي؛ خو ختم شوي نه دي. هغه له پاکستان نه غوښتي، چې د هند په وروستیو پېښو کې ښکېل «ترهګر» ور وسپاري او خبرداری یې ورکړی چې د پولې هاخوا «ترهګري به له تهاجمي اقداماتو سره مخ شي.»
هغه له اسلام اباده غوښتي، چې حافظ سعید، ساجد میر او ذکي الرحمان لکهوي ور وسپاري.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د اسراییل ۲۴ شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
ښاغلي سېنګ ویلي، چې د سېندور عملیاتو په پیل کې هند په پاکستان کې د «ترهګرو مرکزونه» په نښه کړل.
هغه زیاته کړې، چې د هند سېندور عملیات د «ترهګرو ډلو» او د هغوی د مرکزونو پر وړاندې وو؛ خو پاکستان یې په ځواب کې د هند پر پوځي تاسیساتو برید وکړ.
هغه پاکستان سره د اوبو تړون ځنډولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ لومړي وزیر دا روښانه کړې ده، چې وینه او اوبه یوځای نه شي بهېدای.»
ښاغلي سېنګ زیاته کړه، چې د ترهګرۍ لپاره د پاکستان د دوامداره ملاتړ په اړه په هند کې د خلکو نارضایتي د دې لامل شوه چې دغه تړون وځنډول شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي، چې وسلهوال د «هند په ملاتړ په پاکستان کې ترهګري او ناوړه فعالیتونه ترسره کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت د خرابولو لپاره د هند ناوړه پلانونه شنډ کړو.»
هغه ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به تر هغه دوام وکړي؛ تر څو چې په دغه هېواد کې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوي.
نوموړي دغه څرګندونې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو پر وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو کړې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په پښتونخوا او بلوچستان کې د «هند له ملاتړه د برخمنو وسلهوالو» پر وړاندې د عملیاتو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د دوو وژل شویو پاکستاني عسکرو په مړینه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي؛ چې د پاکستان پوځ ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا، جلا عملیاتو کې د «هند له ملاتړه برخمن ۱۲ وسلهوال» وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د دوی دوه پوځيان هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عملیات د پښتونخوا په لکی مروت، بنو او شمالي وزیرستان کې او همدارنګه د بلوچستان په اواران او کېچ ولسوالیو کې د شنبې او یکشنبې په ورځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په پښتونخوا ایالت کې د «هند له ملاتړه برخمنې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې ۵ وسلهوال، په شمالي وزیرستان کې دوه وسلهوال او په بنو کې هم دوه وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستان د دوو وژل شویو امنیتي عسکرو نومونه فرهاد علي توری او صابر افریدی یاد شوي، چې یو یې د کورمې او بل یې د کوهاټ اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د بلوچستان په اواران او کیچ ولسوالیو کې هم د «هند له ملاتړه برخمنې بلوڅ بېلتون پاله ډلې درې غړي وژل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې؛ د بلوچستان د اواران په ګشکور سیمه کې یو وسلهوال وژل شوی او یو بل ټپي دی او د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې په یوه بله نښته کې بیا دوه وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژل شویو وسلهوالو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وژل شوي کسان په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ښکېل وو.
تر اوسه پورې ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک د پاکستان پوځ د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دغه شرکت رهبرۍ او د ترکمنستان برېښنا چارواکو د ټاپ او ۵۰۰ کېلو ولټه د برېښنا پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې د یوې انلاین ناستې پرمهال شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې دارنګه د ترکمنستان برېښنا انرژۍ (ترکمن انرګو) چارواکو تر منځ د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد او ټاپ پروژې ترڅنګ د الوان دښتې او کرکین سب سټېشنونو کې د بدلونونو په اړه هم خبرې شوې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې په شمالي او سوېلي برخو کې د اسراییل «پوځي یرغل» او روان بریدونه غندلي دي. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي: «دغه ډول کړنې د نړۍوالې ټولنې د ارادې سره په ټکر کې دي.»
په بیان کې وړاندې راغلي: «دغه کړنې د بشري حقونو قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده او په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د شته فرصتونه پر وړاندې خنډ جوړوي.»

په فراه ولایت کې سږ کال شاوخوا ۷۲ زره ۳۳۰ ټنه پیاز راټول شوي دي. په فراه ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي توریالي نوري د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې روان کال کې په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲ زره ۴۱۱ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي دي.
