شهباز شریف په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر بس د چاودنې د پړې ګوته هند ته ونیوله

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان په خضدار کې د پوځي اکاډمۍ د زدهکوونکو په بس برید وغانده. هغه ویلي: «د هند په ملاتړ د ترهګرو لهخوا د زدهکوونکو په بس برید کې د بې ګناه ماشومانو وژنه د تعلیم په وړاندې د دوی د دښمنۍ روښانه ثبوت دی.»





