• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، له هند سره د رسمي خبرو پر‌مهال به د کشمیر، اوبو، تجارت او ترهګرۍ څلور مهم موضوعات د پاکستان له لوري مطرح شي. هغه وايي، چې هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې دي.

د پاکستاني رسنۍ جیو‌ نیوز د راپور له مخې، شهباز شریف وایي، چې جګړه د ستونزو حل نه ده، بلکې تلپاتې سوله د سیمې د ثبات او د خوندي راتلونکي تضمین ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «جګړه کې که یو لوری بریا ترلاسه کوي، نو بل لوری یې خامخا بایلي، دا دایمي حل نه دی.»

نوموړي اسراییل په دې تورن کړ، چې د وروستیو شخړو پر مهال یې له هند سره پراخه مرسته کړې او هند د سرینګر او نورو سیمو په عملیاتو کې اسراییلي وسلې کارولې دي.

شهباز شریف دا هم وویل، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان او هند ترمنځ له پخوا راهیسې خبرې یوازې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «هند تر اوسه چمتو نه دی، چې د درېیم هېواد په منځګړیتوب خبرې ومني، خو موږ دا یو مناسب حل بولو.»

هغه ټینګار کړې چې که له هند سره بیا هم رسمي مذاکرات پیل شي، نو پاکستان به څلور مهم موضوعات کشمیر، اوبه، تجارت او ترهګري د اجنډا برخه وګرځوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۹۲۱ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې په لېږدول شویو کډوالو کې ۱۸۸ د (ACC) کارت لرونکي او ۷۳۳ بې اسناده افغانان شامل دي.

دغه اداره په خپلو معلوماتو کې زیاتوي، چې ۹۰۲ تنه کډوال یې د تورخم او ۱۹ نور یې د انګور اډې له لارې ستانه کړي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې تر دا مهال د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶۵۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۴۳۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.

دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.

پاکستان له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د برېښنايي فورمو معافیت د جون تر ۱۴ نېټې وغځاوه

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له افغانستان څخه د وارداتو برېښنایي فورمې (EIF) معافیت د روان کال د جون تر ۱۴ نېټې پورې غځولی دی.

د پاکستاني ورځپاڼې جنګ د راپور له مخې، دغه پریکړه په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې د خنډونو د مخنیوي او د اقتصادي فعالیتونو د دوام ډاډمن کولو لپاره شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې دا اقدام د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د روانې سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیاوو برابرولو په موخه شوی دی.

د راپور له مخې، دا معافیت به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو رسمي بانکي میکانیزم رامینځته شي، چې تمه کیږي په اوږد مهال کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ثبات او نظیم کې مرسته وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (FBR) د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ټرانزیت سوداګرۍ باندې ۱۰سلنه مالیه وضع کړ.

د راپورنوله مخې، په نوي نوملړ کې صنعتي ماشينونه، کرينونه، زراعتي وسايل، کمپیوټري وسایل، ټلویزیوني او راډیويي وسایل، کمرې، برقي تجهیزات، د ډیټا د خپلکاري پروسس ماشينونه، برېښنايي پرزې او ګڼ نور توکي شامل دي.

ویل کېږي، چې د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ ته د سوداګرۍ وزارت له خوا داسې وړاندیزونه شوي وو، چې د افغانستان د ګمرکي محصولاتو کچه د پاکستان په پرتله خورا ټیټه ده او همدا چاره د افغان ټرانزيټي سوداګرۍ د ناوړه استفادې لامل شوې.

وايي، دواړو غاړو ته ځینې کاروباریان له دې اسانتیا ناوړه ګټه اخلي، ځکه توکي په ټرانزيټ کې افغانستان ته صادرېږي، خو وروسته د قاچاق له لارې بیرته پاکستاني بازارونو ته ځي.

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر کاروان چاودنه شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده. سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د شپږو زده‌کوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چاودنه کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په دغه چاودنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
خو لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سرچبنو په وینا، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.

اېمل ولي خان: د پاکستان پر خاوره ډرون بریدونه شوي خو د پوځ مارشال خاموش دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پر خاوره د ډرون بریدونه شوي، خو هېچا نه «غم شریکې وکړه، نه یې د غندنې لپاره غږ پورته کړ او نه یې چا مخه ونیوله.» نوموړي د پوځ د مشرانو، د پنجاب د رسنيو او د ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو له شپږو هوايي بریدونو وروسته د پوځ مشرانو، پاکستاني رسنيو، سیاستوالو او ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

نوموړي زياته کړې: «هېچا د ماشومانو په شهادت غم ونه کړ، چا جنازه ونه کړه، تبلیغات ونه شول، غږ اوچت نه شو، فډرالي حکومت چوپ دی، صوبايي حکومت خاموشه دی، پوځي مشران او فیلډ مارشال چوپ دي.»

نوموړي ویلي: «ایا څوک شته، چې زموږ غوښتنه واوري؟»

د اېمل ولي خان په خبره، ملي یوالی په شعار نه، بلکې په عمل راځي.

هغه همداراز د دې پېښې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو له‌مخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بې‌ پیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځواب ‌ویلو ډډه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د «فیلډ مارشالۍ» رتبه واخېسته

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان فدرالي کابینې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ور کړې ده. عاصم منیر د فیلډ مارشل رتبې ترلاسه کول د پاکستان د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ګډ ویاړ بللی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خپره کړې ویلي، چې « دا یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو یو ویاړ دی».

نوموړي ته دغه رتبه له هند سره تر لنډې جګړې وروسته ور کول کیږي.

فیلډ مارشال د پاکستان په پوځ کې یوه لوړه پوځي رتبه ده چې ډېری د یوه هیواد د ځمکني پوځ په چوکاټ کې ورکول کیږي.

دا رتبه له جنرال رتبو لوړه وي او هغو افسرانو ته اعزازي ورکول کیږي چې په جګړو کې یې ځانګړې خدمتونه ترسره کړي وي.

په پاکستان کې دا رتبه له دې وړاندې جنرال محمد ایوب خان ته په ۱۹۵۹ کال کې ور کړل شوې وه.

فیلډ مارشل د پاکستان د پوځ په چوکاټ کې تر ټولو لوړ پنځه ستوري افسر ګڼل کیږي.