وسله والو په شمالي وزیرستان کې یو پوځي مسوول تښتولی

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، د شمالي وزیرستان له میرعلې سیمې څخه د نشهيي توکو ضد ادارې (اینټي نارکوټکس فورس) مسوول محمد حنیف د دندې پر مهال نامعلومو وسلهوالو کسانو تښتولی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، د شمالي وزیرستان له میرعلې سیمې څخه د نشهيي توکو ضد ادارې (اینټي نارکوټکس فورس) مسوول محمد حنیف د دندې پر مهال نامعلومو وسلهوالو کسانو تښتولی دی.
سرچینو ویلي چې حنیف له سیمې څخه نامعلوم ځای ته انتقال شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پر خاوره د ډرون بریدونه شوي، خو هېچا نه «غم شریکې وکړه، نه یې د غندنې لپاره غږ پورته کړ او نه یې چا مخه ونیوله.» نوموړي د پوځ د مشرانو، د پنجاب د رسنيو او د ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.
د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو له شپږو هوايي بریدونو وروسته د پوځ مشرانو، پاکستاني رسنيو، سیاستوالو او ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.
نوموړي زياته کړې: «هېچا د ماشومانو په شهادت غم ونه کړ، چا جنازه ونه کړه، تبلیغات ونه شول، غږ اوچت نه شو، فډرالي حکومت چوپ دی، صوبايي حکومت خاموشه دی، پوځي مشران او فیلډ مارشال چوپ دي.»
نوموړي ویلي: «ایا څوک شته، چې زموږ غوښتنه واوري؟»
د اېمل ولي خان په خبره، ملي یوالی په شعار نه، بلکې په عمل راځي.
هغه همداراز د دې پېښې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو لهمخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو لهمخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بېپیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
ویل کېږي، چې په ټپیانو کې شپږ ښځې او ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.
د دغه غورځنګ فعالانو د پښتنو په مېشتو سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې په دې بریدونو کې ملکيان تر ټولو ډېر زیانمن کېږي.
ورته مهال، پېژندل شوي پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د دې وضعیت په غبرګون کې پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي:«که چېرې د رسنیو ملګري له مبارکیو ویلو لږ فارغ شي، نو ښه به دا وي چې د خېبرپښتونخوا د هغو ډرون بریدونو هم پوښتنې وکړي، چې پر خلکو شوي او د هغو پلرونو پر حال هم فکر وکړي چې د خپلو کوچنیانو درنې جنازې په اوږو وړي.»
د یادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې خېبرپښتونخوا په ځانګړې ډول وزیرستان سیمه د ترهګرۍ په نوم د پاکستاني پوځ د پرلهپسې هوايي بریدونو شاهده ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځوابویلو ډډه وکړه.
د پښتونخوا له خیبر څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، چې له نن سهار راهیسې یوې ډلې ښځو لاریونوالو د پاکستان حکومت په بند کې د خپل یوه مشر (ملک نصیر کوکي خېل) د خوشې کولو په اعتراض کې د تورخم – پېښور لویه لاره تړلې ده.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری وایي، چې نن سهار د پښتونخوا د جمرود ولسوالۍ په سورکمر پل د اپریدي قبایلو په سلګونه مېرمنو د پاکستان له حکومت څخه «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور نیول شوي» ملک نصیر احمد د خوشې کولو لپاره لاریون کړی.
لاریونوالو د تورخم – پېښور لویه لاره «خیبر پاس» چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرې تر ټولو لویه لاره ګڼل کېږي د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
یوه لاریونوال په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته وویل: «د پاکستان حکومت له قبایلو سره له جبر څخه کار اخلي، هره ورځ زمونږ مشران په نښه کوي او لاس تړلي یې له ځان سره بیایي، مونږ به تر هغې دې جلوس «لاریون» ته دوام ورکړو ترڅو چې ملک نصیر احمد نه وي راخوشې شوی.»
دغه لاریونوال زیاته کړې، چې د حکومت سره یې د ملک نصیر احمد د خوشې کولو او لارې د خلاصون په اړه خبرې اترې روانې دي، خو تر دې مهاله یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
ملک نصیر احمد د اپریدي قبایلو د کوکي خېل قبیلې مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه دی.
ملک نصیر اپریدی په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لهخوا د پښتو قومي جرګې له ترسره کولو وروسته «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور» د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو.
بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين څو ورځې وړاندې پر پښتنو د روان جبر او د دغه غورځنک د غړو نیونې ته په اشارې سره پر خواله رسنیو لیکي و: «پښتانه یوازې د خپل وطن له پاره ولاړ دي، نور پښتانه د پښتنو په وینو کاروبار کونکو پنجابي جرنیلانو او د هغوی په وطنونو کې د جنګونو سره نه دریږي.»
هغه له پښتنو د سوله ییز پاڅون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په دغه پاڅون کې دې پښتانه د خپل پښتون وطن خبره وکړي، د واڼه د امن خبره دې وکړي، د پښتون وطن د امن، وسایلو، او خپلو ملي قیدیانو لکه علي وزیر، حاجي عبدالصمد خان او ملک نصیر ذکر دې په کې وشي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي، چې وسلهوال د «هند په ملاتړ په پاکستان کې ترهګري او ناوړه فعالیتونه ترسره کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت د خرابولو لپاره د هند ناوړه پلانونه شنډ کړو.»
هغه ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به تر هغه دوام وکړي؛ تر څو چې په دغه هېواد کې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوي.
نوموړي دغه څرګندونې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو پر وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو کړې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په پښتونخوا او بلوچستان کې د «هند له ملاتړه د برخمنو وسلهوالو» پر وړاندې د عملیاتو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د دوو وژل شویو پاکستاني عسکرو په مړینه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي؛ چې د پاکستان پوځ ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا، جلا عملیاتو کې د «هند له ملاتړه برخمن ۱۲ وسلهوال» وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د دوی دوه پوځيان هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عملیات د پښتونخوا په لکی مروت، بنو او شمالي وزیرستان کې او همدارنګه د بلوچستان په اواران او کېچ ولسوالیو کې د شنبې او یکشنبې په ورځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په پښتونخوا ایالت کې د «هند له ملاتړه برخمنې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې ۵ وسلهوال، په شمالي وزیرستان کې دوه وسلهوال او په بنو کې هم دوه وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستان د دوو وژل شویو امنیتي عسکرو نومونه فرهاد علي توری او صابر افریدی یاد شوي، چې یو یې د کورمې او بل یې د کوهاټ اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د بلوچستان په اواران او کیچ ولسوالیو کې هم د «هند له ملاتړه برخمنې بلوڅ بېلتون پاله ډلې درې غړي وژل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې؛ د بلوچستان د اواران په ګشکور سیمه کې یو وسلهوال وژل شوی او یو بل ټپي دی او د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې په یوه بله نښته کې بیا دوه وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژل شویو وسلهوالو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وژل شوي کسان په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ښکېل وو.
تر اوسه پورې ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک د پاکستان پوځ د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په شمالي وزیرستان میرعلي کې یې د هغو څلورو ماشومانو د وژلو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی، چې د دوی په خبره د پاکستان پوځ په ډرون برید کې تېره ورځ وژل شوي وو.
د ځايي سرچینو او په سیمه کې د خبریالانو د معلوماتو له مخې د شمالي وزیرستان د میرعلي اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو» کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې.
دغه برید تیره ورځ دوشنبه د (غوايي ۲۹مه) سهار وختي شوی و.
هاخوا د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د ښځو په ګډون یو شمېر نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دوی په هره سخته کې د خپل ځوریدلي ولس ترڅنګ ولاړ دي او له حقونو یې په مدني ډول دفاع کوي.
د دغه غورځنګ د رهبرۍ حلقې غړی حنیف پشتين وايي: «د یوې مور د زړه هغه درد به پاکستاني ظالم جنرالان چېرته احساس کړي چې څلور د زړه ټوټې یې ورنه واخیستې.»