• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی وايي پاکستان په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو د جګړې نه کولو د مفکورې ملاتړ کوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي په بیجینګ کې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزيرانو د یو بل حاکمیت ته د درناوي موافقه کړې. نوموړي ویلي، چې پاکستان د هغه مفکورې ملاتړ کوي، چې سیمه باید د بهرنیو قدرتونو د جګړې ډګر نه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرینو چارو وزیرانو له لورې د حاکمیت درناوي موافقه د پالیسي د مثبت بدلون په مانا یاده کړې.

اڅکزي تر دې وړاندې په کراتو په خپلو خبرو کې ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې د نړوۍوالو قوتونو د جګړو ملاتړی وو او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوله.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پوتین وایي چې روسیه د اوکراین پولې ته نږدې امنیتي بفر زون چمتو کوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د می په ۲۲مه ادعا وکړه چې هغه پوځ ته امر کړی چې د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې د "امنیتي بفر زون" جوړول پیل کړي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې پوتین د کرسک اوبلاست ته خپل لومړی سفر وکړ، په دې سرحدي سیمه کې تیر دوبی د اوکراین ځواکونو یرغل پیل کړ و. پداسې حال کې چې کریملین ادعا کوي چې دا سیمه یې په بشپړه توګه ازاده کړې، اوکراین وايي چې عملیات په کرسک کې روان دي.

پوتین د حکومتي چارواکو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل: "ما دمخه ویلي دي چې د پولې په اوږدو کې د اړین امنیتي بفر زون جوړولو پریکړه شوې ده."

نوموړي وویل:"زموږ وسله وال ځواکونه اوس مهال دا ستونزه حل کوي."

اسراییل د لبنان په جنوب کې هوایي بریدونه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د لبنان دولتي رسنۍ وايي،، له هغه وروسته چې اسراییلي پوځ د حزب‌الله پر ضد د عاجلې حملې خبرداری ورکړی و اسراییلي هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په جنوبي ښار تول کې یوه ودانۍ بمبار کړې.

اسراییل د نومبر له اوربند سره سره، لا هم د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کوي. د پوځ په وینا، د حزب‌الله د "رضوان ځواک" یو غړی یې هم د رب‌الثلاثین سیمه کې وژلی دی. دغه سیمه د تول له ښاره ۱۷ کیلومتره لرې ده.

لبناني چارواکو ویلي، په بریدونو کې یو کس وژل شوی، خو هویت یې نه دی افشا شوی. اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د حزب‌الله د راکټ‌ویشتونکو وسلو ځایونه، پوځي تأسیسات او نور هدفونه یې هم په جنوب او بقاع درې کې ویشتلي دي.

په خېبر پښتونخوا کې زده کوونکو د یوه لاریون پرمهال په وزیرستان کې هوایي برید غندلی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

یو شمېر زده کوونکو او د محصلینو د شمالي وزیرستان د ميرعلي په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د ډرون برید غندلی او د انصاف غوښتنه یې کړې. دغه برید چې تېره دوشنبه شوی پر مهال یې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوي دي.

په پاکستان کې نېشنل زده کوونکو مرکزې کمېټې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبر کې ویلي، چې د وزیرستان په ميرعلي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د ډرون برید غندي او د انصاف غوښتنه کوي.

دغه لاریون په پېښور کې د وزيرستان زده کوونکو ټولنې او اقراء پوهنتون محصلینو له لورې جوړ شوی و.

لاریونوالو د پېښې د غندلو او انصاف غوښتنه کوله او په لاسونو کې يې «د وزيرستان مظلومو او بې ګناه پښتنو د قتل عام د بندولو» شعارونه و.

په شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالانو ویلي،‌ چې د میرعلي سیمې اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې دي.

تر دې دمخه ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره په وار، وار سوله‌ییز لاریونونه هم کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په سیمه کې روانه جګړه ودروي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: غزه د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

اسراییل وايي، د خوارکي توکو بار د بشري مرستو ۱۰۰ موټرونو ته یې اجازه ورکړې، چې غزې ته دننه شي. ملګري ملتونه بیا وايي، چې دا مرسته لا تر اوسه پورې اړمنو خلکو ته نه ده رسېدلې.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې شاوخوا څلورمه برخه نفوس د اوږدې محاصرې او د مرستو په وېش کې د ستونزو له امله د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، چې نوې راغلې مرسته بازارونو، نانوایانو یا روغتونونو ته نه ده رسېدلې.

بل‌خوا، د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه لا ګرمه روانه ده. د اسراییل پوځ ادعا کړې چې په غزه کې یې ۱۱۵ هدفونه بمبار کړي.

ورته مهال، فلسطیني چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې یوازې نن لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ۵۲ ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بي‌ځایه شوي او ټپیان دي.

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر کاروان چاودنه شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده. سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د شپږو زده‌کوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چاودنه کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په دغه چاودنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
خو لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سرچبنو په وینا، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.