د روغتیا نړیوال سازمان: ۱۵۰ ټنه بیړني طبي توکي له شارجې څخه افغانستان ته ورسیدل

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له شارجې څخه کابل ته ۱۵۰ ټنه طبي توکي رسېدلي دي. دغه طبي توکې پرون او نن په دوو چارټر الوتکو کې انتقال شوي دي. په یادو بیړنیو طبي توکو کې د حاد اسهال، شري، سینه بغل او نورو ناروغیو درملي کیټونه او درمل شامل دي.