ټرمپ په واشنګټن کې د اسراییل سفارت د دوو کارکوونکو وژنه غندلې

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ په واشنګټن کې د اسراییل سفارت د دوو کارکوونکو وژنه غندلې او دغه پېښه یې د «یهودیت ضد» کړنه یاده کړې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ په واشنګټن کې د اسراییل سفارت د دوو کارکوونکو وژنه غندلې او دغه پېښه یې د «یهودیت ضد» کړنه یاده کړې ده.
نوموړي د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده:« په واشنګټن ډي سي کې دغه ډول وحشي وژنې چې په څرګنده توګه د یهودیت ضد کړنو څخه سرچینه اخلي، باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. په امریکا کې د کرکې او افراطیت لپاره ځای نه شته.»
د نوموړي ترڅنګ د اسراییل لومړي وزیر، اسټرالیا، برېټانیا، جرمني او فرانسې هم دغه پېښه غندلې ده.
په دغه پېښه کې د اسراییل سفارت دوه کارکوونکي چې تازه یې کوژده کړې وه، وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په شپه د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د یهودو یوه موزیم څخه د باندې د اسراییل سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. په واشنګټن کې د اسراییل سفارت هم د خپلو دوه کارکوونکو وژل کیدل منلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هم دغه پېښه غندلې او سپارښتنه یې کړې، چې د یهودیت پر ضد د دغه ډول پېښو جدي مخنېوی باید وشي.
هغه زیاته کړې، چې په متحده ایالتونو کې دغه ډول کرکه او وحشت ځای نه لري.
رویټرز اژانس د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې د مشر کاش پټېل له قوله لیکلي، چې د پېښې په تړاو یې هر اړخیزې څېړنې پیل کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ډیني ډانون یاده پېښه د «یهودیت پر ضد ترهګري او او ناوړه عمل» بللی دی.
تر دې پېښې وړاندې په واشنګټن کې څو څو ځله پر غزې د اسراییل بریدونو خلاف اعتراضونه شوي او له امریکا غوښتنه شوې وه، چې هلته اوربند ته زمینه برابره کړي.
همدا راز امریکا د هغو زده کوونکو خلاف هم اقدامات کړي، چې د یهودو او اسراییل ضد دریځونه یې نولي وو
د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.
دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.
څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.
د هند او طالبانو بې سارې اړیکې
له دې پرمختګونو سره هم مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.
اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.
خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.
د یورو اېشیا ورځپاڼې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې ازبکستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هڅه کړې، چې افغانستان د خپلې نوې سیمه ییزې همکارۍ برخه کړي او له جغرافیایي موقعیت څخه په ګټه اخیستو یې تاشکند غواړي ځان د سوېلي اسیا بازارونو ته ورسوي.
د یورو اېشیا ورځپاڼې مقاله کاږي، چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره ازبکستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه هم کړي دي.
دغه تړونونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د انرژۍ په برخه کې همکارۍ، ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره شوي دي.
د دې هوکړو یوه لویه موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسول شي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اپرېل میاشتې په لومړۍ ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره د افغانستان د بیا رغاونې لپاره همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار کړی و: «د افغانستان ثبات او بیا رغونه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه ګټه ده.»
طالبانو هم د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی و. د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا څرګندونې د «واقعیتونو درک کول» بللې وو او زیاته کړې وه، چې دواړه هېوادونه د «رښتینې ګاونډیتوب او ګډو ګټو» پر بنسټ همکاري کوي.
ازبکستان تر دې دمه د افغانستان په کانونو، کرنه، انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې پانګونه کړې ده.
د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د افغان کرنیزو توکو پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه د ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې جوړولو برخې هم لري.
مقاله وړاندې کاږي، افغانستان ډېر کله کرنیز توکي ازبکستان ته صادروي، خو اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري متوازنه نه ده.
د ۲۰۲۴ کال د «۱.۱ میلیارد ډالرو دوه اړخیز تجارت له منځه» له یو میلیارد ډالرو زیات صادرات یوازې د ازبکستان له لوري افغانستان ته شوي دي.
د ازبکستان یو له اصلي صادراتو څخه برېښنا ده، چې شاوخوا «۶۰ سلنه د افغانستان د برېښنا اړتیاوې» پوره کوي.
د نویو تړونونو له مخې، افغانستان به له ازبکستان څخه د برېښنا واردات زیات کړي او دواړه هېوادونه به د «۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه» ژر تر ژره بشپړه کړي.
د دغې پروژې لګښت له « ۲۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۲۲ میلیون ډالرو» ته راکم شوی دی.
دغه ۲۴۶ کیلومتره اوږده لېږد لیکه به هر کال افغانستان ته شپږ میلیارد کیلو واټه برېښنا ورسوي.
همدا راز ازبکي چارواکي باور لري، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پل په توګه مهم ځای خپل کړي.
طالبان چې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له لوري سختو بندیزونو سره مخ دي او ان یو شمېر هېوادونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي، اوس یوازې خپل ګاونډیان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د اړیکو لپاره ورپاتې دي.
په دې لړ کې طالبانو چین سره هم خپلې اړیکې غځولې او نیوکې دا دي، چې د دغو هېوادونو پانګه والو ته یې د افغانستان د طبیعي زېرمو په استخراج کې پراخه ونډه ورکړې ده.
همدا راز امریکا هم څو څو ځله په افغانستان کې د چین او روسیې له زیاتیدونکي نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل وايي، د خوارکي توکو بار د بشري مرستو ۱۰۰ موټرونو ته یې اجازه ورکړې، چې غزې ته دننه شي. ملګري ملتونه بیا وايي، چې دا مرسته لا تر اوسه پورې اړمنو خلکو ته نه ده رسېدلې.
د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې شاوخوا څلورمه برخه نفوس د اوږدې محاصرې او د مرستو په وېش کې د ستونزو له امله د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، چې نوې راغلې مرسته بازارونو، نانوایانو یا روغتونونو ته نه ده رسېدلې.
بلخوا، د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه لا ګرمه روانه ده. د اسراییل پوځ ادعا کړې چې په غزه کې یې ۱۱۵ هدفونه بمبار کړي.
ورته مهال، فلسطیني چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې یوازې نن لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ۵۲ ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بيځایه شوي او ټپیان دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره د لیدنې پرمهال هغه د سپین پوستو د عام وژنو او د ځمکو د غصب په اړه د یو لړ څرګندونو سره مخ کړ. دا صحنه په فبرورۍ میاشت کې د ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ ترينګلي لېدنې ته ورته وه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د ناستې په یوې برخه کې وویل: « خلک د خپل ژوند لپاره له سوېلي افریقا څخه تښتي. د دوی ځمکې غصبېږي او په ډېرو برخو کې دوی وژل کېږي.»
هغه دا څرګندونې د ویډیوګانو او چاپ شویو مقالو د ښودلو پرمهال وکړې، چې د هغه په وینا په سوېلي افریقا کې د سپین پوستو د ځورونې او وژنې شواهد دي.
په غونډه کې د اېلان ماسک شتون له پیل څخه د تاوتریخوالي احتمال لوړ کړی و.
د یادولو ده، چې ماسک په سوېلي افریقا کې زېږېدلی دی.
د امریکا حکومت په دې وروستیو ورځو کې ۵۹ سپین پوستي سوېلي افریقایان د کډوالو په توګه منلي دي.
دې پرېکړې د سوېلي افریقا د پلازمېنې پرتوریا د حکومت او په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس د دېموکراتو استازو منفي غبرګونونه راپارولي دي.
ټرمپ د غويي په ۲۲مه په بېسارې څرګندونو کې د سوېلي افریقا د سپین پوستو پناه غوښتونکو هرکلی وکړ او ویې ویل؛ دغه ډله چې ډېری یې د «افریکانر» قوم پورې تړاو لري او د هالنډي کډوالو اولادونه دي، «د نژادي تبعیض قربانیان» دي او په خپل هېواد کې له «نسلوژنې» سره مخامخ دي.
رامافوسا د چهارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر سره د لیدنې په پیل کې ویلي و، چې موخه یې د سوداګرۍ او مهمو معدني موادو په اړه خبرې دي، چې په یوه دوستانه فضا کې ناستې ته ننوت.
د ټرمپ سره د هغه لومړنۍ خبرې د ګالف په اړه وې او د سوېلي افریقا دوه مشهور ګالف لوبغاړې هم د هغه په پلاوي کې شامل وه؛ خو د ناستې لوری ژر بدل شو.
ټرمپ یوه ویډیو خپره کړه، چې سپین صلیبونه پکې ښکارېدل، کوم چې د هغه په وینا د زرګونو وژل شویو سپین پوستو د قبرونو نښې وې.
د مخالفو مشرانو د توندو ویناوو صحنې هم خپرې شوې او ټرمپ وویل، چې یو له دوی څخه باید ونیول شي.
رامافوسا د ویډیو د ښودلو پرمهال تر ډېره پرته له کوم غبرګون څخه ناست و، کله ناکله یې د ښه لید لپاره به یې غاړه وګرځوله.
هغه وویل، دا ویډیو یې مخکې هېڅکله نه ده لیدلې او غوښتل یې پوه شي چې چېرته دا ویډيو ثبت شوې ده.
ټرمپ وروسته چاپ شوې مقالې وښودې، چې پکې د سوېلي افریقا د سپین پوستو د وژنې یادونه شوې وه او کله چې یې پاڼې اړولې، وویل: «مرګ... مرګ.»
رامافوسا ټینګار وکړ، چې په سوېلي افریقا کې جرمونه شته؛ خو زیاتره قربانیان یې تور پوستان دي.
خو ټرمپ د هغه خبره پرې کړه او ویې ویل: «خو بزګران تور پوستان نه دي.»
ټرمپ همداراز د سوېلي افریقا له خوا د اسراییل د «نسل وژنې» په تور د عدالت په نړۍواله محکمه کې د شکایت یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې هغه له قضیې څخه د کومې پایلې تمه نه لري.
رامافوسا مخکې په عاج ساحل کې په یوه کنفرانس کې ویلي و، چې سپین پوستي افریقایان «په ظاهره له هېواده وتلي دي، ځکه چې دوی د هغو پالیسیو مخالفت کاوه، چې د سپین پوستو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د نژادي نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره عملي کېږي.»
د امریکا د کډوالو په پالیسیو کې تضادونه
له هغه وخته چې ټرمپ د تېرې جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته ستون شو، هغه د سوېلي افریقا سره ټولې مالي مرستې بندې کړې او له دې هېواد سره یې اړیکې محدودې کړې دي، ځکه چې د اسراییل پروړاندې یې د نسل وژنې پر ضد د عدالت په نړۍواله محکمه کې دعوه کړې ده.
په دې وروستیو میاشتو کې د ټرمپ ادارې په امریکا کې د کډوالو د منلو ټولې پروسې ودرولې او د افغانستان، کانګو او نورو هېوادونو څخه د زرګونو کډوالو مخه یې ونیوله، چې د جګړې او شخړو څخه تښتیدلي او د امنیتي او مالي اندېښنو له امله د تایید پروسې څخه وروسته د شړلو لپاره چمتو وو.
د کډوالو نړۍوال سازمان چې د ملګرو ملتونو یوه اداره ده او له بې ځایه شویو خلکو سره مرسته کوي، تر دې وړاندې یې د امریکا د حکومت غوښتنه رد کړې وه، چې د افریقایانو د بیا مېشتېدنې سره مرسته وکړي.