د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.