قطر کې د طالبانو او ازبکستان سفیرانو د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د دغه هېواد لپاره د ازبکستان له سفیر اشرف خوجایف سره د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوریو په پانګونې، ظرفیت لوړونې، سوداګرۍ او متقابلې همکارۍ بحث کړی.